پرمختګ او بشپړتیا
بیات بنیاد د مور او ماشوم د ملاتړ په موخه څلور پوړییز نوی کمپلکس جوړوي
بیات بنیاد د صحت طفل په روغتون کې د مور او ماشوم د ملاتړ په موخه څلور پوړییز نوی کمپلکس جوړوي.
بیات بنیاد د ستر خیریه بنسټ په توګه دعامې روغتیا له وزیر سره د ښځو لپاره د څلور پوړییز کمپلکس د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې په اووه سوه متر مربع ځمکه کې جوړیږي.
په دې کمپلکس کې نسایي او ولادي ناروغیو جراحي، غوږ، ستوني او سرطان د درملنې څانګې په پام کې نیول شوې دي.
د بیات بنیاد لوی مشر داکتر احسان الله بیات وایي، دغه روغتون څلور ځانګړي روغتیایي مرکزونه لري، چې د ښځو عملیات خانه، غوږ او ستوني، اندوسکوپي کلینیک او د ښځو د سرطان د درملنې کلنیک رانغاړي.
د ښاغلي بیات د څرګندونو له مخې؛ دا جوړیدونکي مرکز به داسې طبي وسایل ولري، چې په نورو روغتونو کې تر دې دمه نه دي لیدل شوي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز څرګنده کړې، چې د دې روغتون عملیات خانه به د فستولونو د تشخیص او درملنې توان ولري او له دې سره به د ښځو جسمي او رواني حالت هم زیانمن نه شي.
د صحت طفل روغتون رییس داکتر یوسف زي د بیات بنیاد دا مرسته ستایلې او وایي، چې د دغه مرکز له جوړیدو سره به د مور او ماشوم درملنه هم آسانه شي.
بیات بنیاد له جوړیدو راپدیخوا څوارلس مجهز روغتونونه د هېواد په بېلابېلو برخو کې جوړ کړي او د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې دوه میلیون وګړیو د دې روغتونونو له خدمتونو ګټه پورته کړې ده.