تازه خبرونه
عمان نن د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازیو کوربتوب کوي
نن د عمان په پلازمېنه مسقط کې د سولې څلور اړخیزه ناسته د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازیو په ګډون جوړیږي.
د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله تېره ورځ په لغمان کې د بیا رغونې د جشن له پرانستې وروسته ګډونوالو ته په وینا کې وویل: د عمان په ناسته کې به پاکستان ته وویل شي، چې د کابل د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
هغه داهم ویلي، چې ناامني د هیچا په ګټه نه ده. که څوک ناامنۍ ته لمن وهي؛ ځان به پخپله وسوځوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکېب مستغني هم د مسقط ناستې ته هیله من دی او د مسقط ناسته د سولې لپاره مهمه بولي.
هغه تېره ورځ ویلي وه، چې د مسقط د سولې په څلوراړخیزه ناسته کې به د امریکا، چین، پاکستان او د افغانستان استازي گډون وکړي او د دغو ناستو په دوام به خبرې وشي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان په استازیتوب به د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی او د سولې عالي شورا د دارالانشاء رییس محمد اکرم خپلواک د مسقط په ناسته کې ګډون وکړي.
وسلوالو طالبانو د مسقط له ناستې مخکې په دغه غونډه کې خپل ګډون رد کړی و.
د سولې څلور اړخیزې ناستې تر دې دمه په کابل، اسلام آباد، چین او یو شمېر نورو هېوادونو کې هم جوړې شوې دي؛ خو بې پایلې پای ته رسیدلي دي.
تازه خبرونه
د دفاع وزارت چارسمبالي د آذربایجان له سفیر سره وکتل
د ملي دفاع وزارت چارسمبالي محمد یعقوب مجاهد د چارشنبې پر ورځ د غویی پر دولسمه په کابل کې د آذربایجان سفارت له چارسمبالي سره د کتنې پرمهال ویلي؛ د سفارت بیا پرانستل د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام دی.
د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد یعقوب مجاهد ویلي: د دوه مسلمانو هېوادونو ترمنځ دوستي او مشترکات ډېر د ویاړ خبره ده.
محمد یعقوب مجاهد په کابل کې د آذربایجان د سفارت بیا پرانستل یو مثبت ګام یاد کړ او څرګندوي: د دې اوږدمهاله اړیکو د ټینګښت لپاره مونږ غواړو، چې په اقتصادي، سوداګریزو او نورو برخو کې همکارۍ ژر تر ژره پیل کړو.
د آذربایجان سفیر الهام محمدوف هم ویلي؛ مونږ چمتو یو، چې د اسلامي امارت او د دغه هېواد له خلکو سره د اړیکو د ټینګښت په برخه کې همکارۍ پراخې کړو.
تازه خبرونه
ولس دې د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره همکاري وکړي – محمد خالد حنفي
د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت چارسمبالي نن چارشنبه په کابل کې د اسلامي نظام د ټینګښت لپاره د ملت د یووالي تر سرلیک لاندې غونډې ته په وینا کې ویلي: اوس د دې وخت رارسېدلی، چې د خلکو د ستونزو د حل او د اسلامي نظام د شرعي احکامو د پلي کولو لپاره خدمت او همکاري وکړو.
د یاد وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه غونډه د اسلامي امارت د یو شمېر مسوولینو په حضور کې ترسره شوې ده.
محمد خالد حنفي په دې ناسته کې زیاته کړې: د جهاد موخه د اشغال خاتمه، خپلواکي ترلاسه کول او په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګول ول.
نوموړی وایي: دا د ډېرې خوښۍ ځای دی، چې مونږ افغان ولس د پخوا په څېر خپلمنځي اختلافات نلرو، د یو رهبر تر امر او د اسلامي نظام د بیرغ ترسیوري لاندې ژوند کوو.
هغه ویلي: دا اسلامي نظام د خلکو نظام دی. خلک له دې نظام څخه جلا نه ګڼل کیږي او د نظام او خلکو ترمنځ هیڅ واټن نشته؛ نو له اسلامي نظام سره همکاري د ټولو خلکو شرعي دنده ده.
ویل کیږي، چې د ښځو د شرعي حقونو د خوندیتوب او ساتنې تر څنګ زرګونه شکایتونه دې وزارت حل کړي دي.
تازه خبرونه
له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا
د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ويلي؛ هېوادنۍ ګټې واشنګټن اړ کوي، چې له اسلامي امارت سره له خبرو او تعامل ډډه ونکړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند د سې شنبې پر ورځ ( د غویی یوولسمه) یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې له اسلامي امارت سره تعامل مستقیمو خبرو ته زمینه برابروي.
ویډانټ پټل څرګنده کړې، چې له اسلامي امارت سره تعامل نه یوازې د امریکا د ګټو د خوندیتوب لپاره ښه دی، بلکې د افغانستان له خلکو څخه د ملاتړ لپاره هم غوره لار ده.
د پټل د څرګندونو له مخې؛ دا تعامل پر اسلامي امارت د هغو امریکايي وګړو په ځانګړي توګه، چې په ناحقه نیول شوي له شرط پرته د خوشې کولو لپاره یو فشار هم دی.
هغه زیاته کړې، چې امریکا به د دغو فرصتونو پر کارولو له اسلامي امارت څخه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه د دوی له ژمنو هم ګټه پورته کړي.
هغه ټینګار کړی، چې د بشري حقونو مسله هم د اجنډا په سر کې ده.
-
تازه خبرونه4 days ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی4 days ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه3 days ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي
-
لوبی1 day ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه