تازه خبرونه

زلمي خلیلزاد په کندهار کې هم د بېلابېلو فعالانو اندونه واوریدل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سې شنبې پر ورځ( د وري ۱۳) کندهار ته په خپل سفر کې د سولي په اړه د دې ولایت د قومي مشرانو، فعالو میرمنو، د مدني ټولنو د استازیو، ولایتي شورا او دیني عالمانو نظرونه واوریدل.  

له خلیلزاد سره د قومي مشرانو د څلور کسیزې ناستې غړي داکتر محمد قاسم څرګنده کړې، چې ښاغلي خلیلزاد  په دې ناسته لومړی په قطر او نورو هېوادونو کې د خپلو هلو ځلو راپور وړاندې کړ.

هغه دا هم ویلي؛ قومي مشرانو زلمي خلیلزاد ته نظر ورکړ، چي د سولي لپاره باید موقت حکومت جوړ شي، چې په کی اوربند، سوله او ټاکني تر سره شي.

داکتر قاسم زیاته کړې؛ مشرانو خلیلزاد ته د تېرو پارلماني ټاکنو بېلګه وریاده کړه، چي حکومت يې د تنظیم توان نه درلود او له جنجالونو سره مل وې.

هغه دا هم ویلي، چي د حکومت له لوري د سولي غوره شوی بورد یو طرفه وبلل شو او په نوملړ کې په ځانګړي توګه د کندهار د مشرانو د ورزیاتیدو غوښتنه راپورته شوه، چې له طالبانو سره مخامخ وویني او د ډاډ وړ پرېکړه وکړي.

د هغه په وینا؛ د حکومت له لوري جوړ شوی نوملړ له هغو کسانو ډک دی، چي د حکومت د اوسني مشر ملاتړ کوي او لوی کندهار يې څنډي ته کړی دی. په داسي حال کې، چې د طالبانو ډېره برخه د همدې ولایتونو له خلکو سره همغږي لري.

 دی وايي؛ زلمي خلیلزاد يې غوښتني واورېدې او ډاډ يې ورکړ، چي روان کال به د سولي وي او په دې برخه کي د چا مخالفت ورته ارزښت نلري.

احمدشاه سایل، چي له درې نورو کسانو سره يې له زلمي خلیلزاد سره د ځوانانو په استازیتوب لیدلي په ډاګه کړې؛ ځوانانو خلیلزاد ته وویل، چې له موقت حکومت پرته سوله، ټاکني او اوربند ناممکن دي او حکومت د خپل اقتدار لپاره د سولې پر وړاندي خنډونه جوړوي.

د خرقې شریفي متولي مسعود اخندزاده، چي د ديني عالمانو په استازیتوب يې له خلیلزاد سره کتلي، خلیلزاد ته یې وړاندیز کړی، چې کندهار دې د خرقې شریفې د ویاړ په خاطر د سولي مرکز وټاکل شي.

د یادونې وړ ده، چې له زلمي خلیلزاد سره په دې سفر کې د ولسمشر د دفتر رییس عبدالسلام رحیمي هم مل و. دا په داسې حال کې ده، چې زلمی خلیلزاد تېره ورځ له اروپایي هېوادونو څخه کابل ته راغلی او د افغانستان د سولې په اړه یې د حکومت په ګډون له بېلابېلو مشرانو او مخکښانو سره ولیدل او غواړي په خپل دې سفر کې له پاکستان او ازبکستان څخه هم لیدنه وکړي.

 

Trending

Exit mobile version