تازه خبرونه
روسیې پر اوکراین د شمالي کوریا توغندي توغولي
د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکیو د امنیت شورا یوې کمیټې ته په یوه راپور کې څرګنده کړې؛ د اوکراین پر خارکوف لګیدلی توغندی ښیي، چې په شمالي کوریا کې جوړ شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې: د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې په هغه راپور کې، چې پرون (دوشنبه د غوایی لسمه) یې امنیت شورا ته وړاندې کړ؛ په ډاګه کوي، چې د اوکراین په خارکوف ښار کې د جنورۍ پر دوهیمه د توغندیز برید پاتې شوني د شمالی کوریا Hwasong-11 بالیستیک توغندي دي.
مسکو او پیونګ یانګ دواړو دا تورونه رد کړي؛ خو تېر کال یې ژمنه کړې وه، چې پوځي اړیکي به پراخوي.
د ۲۰۲۴ ز. کال د جنورۍ پر دوهیمه له برید څو ورځې وروسته د خارکوف سیمې څارنوالۍ د توغندیو ټوټې رسنیو ته وښودلې او څـرګنده شوه، چې دا د روسیې له ماډلونو څخه توپیر لري او ممکن دا توغندی د شمالي کوریا لخوا چمتو شوی وي.
شمالي کوریا له ۲۰۰۶ ز.کال راپدیخوا د بالیستیک توغندیو او اټومي پروګرامونو د پراختیا له کبله د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې ده او له هغه وخت راپدیخوا دغه بندیزونه نور هم سخت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو درې څارونکیو د روانې میاشتې په پیل کې اوکراین ته د توغندي د پاتې شونو د کتنې لپاره سفر وکړ؛ خو داسې شواهد یې ونهموندل، چې دا توغندی دې د روسیې لخوا جوړ شوی وي.
د راپور له مخې؛ دوی په خپلواکه توګه نشي کولی دا معلومه کړي، چې راکټونه له کوم ځای څخه او د چا لخوا توغول شوي.
دغو څارونکیو ویلي، چې د اوکرایني چارواکو لهخوا د دغه توغندي د توغولو په اړه ورکړ شوي معلومات ښيي، چې دا د روسیې له خاورې توغول شوی دی.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ که دا تږغندی د روسي ځواکونو په واک کې و، نو ښایي دا په ډاګه کړي، چې روسیې ترلاسه کړی او دا د شمالي کوریا پر وړاندې د ۲۰۰۶ کال د وسلو له بندیز څخه ښکاره سرغړونه ده.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند تېر کال ویلي وه، چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې مسکو ته د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې د کارولو لپاره بالیستیک توغندي او لانچرونه ورکړي، چې ځینې یې روسیې پر اوکراین توغولي دي.
د امریکا حکومت په دې باور دی، چې تېر کال د روسیې او شمالي کوریا د مشرانو له غونډې وروسته روسیې ته د شمالي کوریا لهخوا د بالیستیک توغندیو او توپونو د لېږلو لړۍ پیل شوې ده.
تازه خبرونه
کابل ته د ترکیې د هوايي شرکت الوتنه ترسره شوه
د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت د څرګندونو له مخې؛ له څه باندې درې کلن ځنډ وروسته نن سهار سې شنبه د غبرګولي دوهیمه د ترکیش هوايي شرکت الوتکه کابل ته راورسېده.
په هغو مراسمو کې، چې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او ادراي مرستیال حافظ صدیقالله عابد، د هوايي ډګرونو لوی رییس الحاج عبدالستار غروال، د ترکیې سفیر جنک اونال او د وزارت یو شمېر نورو مسوولینو ګډون درلود ویل شوي، چې د کابل او استانبول ترمنځ به هره اوونۍ څلور الوتنې ترسره کیږي.
د خصوصي سکتور ځیني غړي افغانستان ته د لویو هوايي شرکتونو پر راتلو خوښي ښیي او څرګندوي؛ د ترکیې، عربي اماراتو، دبۍ او هندوستان په ګډون هېوادونه دې افغانانو ته د ویزې د ورکړي په برخو کې اسانیتاوې برابرې کړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خان جان الکوزی ویلي: مونږ خوښ یوو، چې په هېواد کې مو د نړۍ معتبرهوايي شرکتونه پروازونه کوي؛ خو هغه هېوادونه، چې افغانستان ته الوتنې کوي افغانانو ته باید ویزې ورکړي، چې د خلکو ستونزې اوارې شي.
دوی وایي؛ که د نړیوالو هوايي شرکتونو لهخوا افغان صادارتو لپاره د کارګو خدمتونه پراخ شي؛ د هېواد وچه او تازه میوه به د نړۍ مارکیټونو ته په منظم ډول او پرټاکلې وخت ورسیږي.
ویل کیږي، چې د یاد هوايي شرکت د الوتنو له پیلېدا سره به ترکیې هېواد ته د افغان مسافرو لپاره د سفر پر اسانتياوو سربېره د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي ټرانسپورټ او سوداګریزې اړیکې هم پراختیا ومومي.
تازه خبرونه
په کابل ښار کې د کمانډو ځواکونو مرکز پرانیستل شو
د کابل په ګارنیزون کې د لومړي ځل لپاره تېره ورځ د ملي اسلامي اردو د ځانګړیو ځواکونو (کمانډو) د لومړي کنډک قومندانۍ مرکز پرانیستل شو.
دفاع وزارت په ایکس پاڼه کې زیاته کړې، چې د دې وزارت اړوند چارواکو د ډاډمن امنیت د خوندي کولو لپاره په نورو ولايتونو کې هم د ورته مرکز له پرانستلو خبر ورکړی دی.
ویل کیږي، چې ځانګړي ځواکونه پر عصري او پرمختللیو وسلو سمبال او مسلکي روزنه یې لیدلې، چې په هر ډول شرایطو کې به خپله دنده ترسره کوي.
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې په افغانستان کې سېلاب ځپلیو ته ۴۰۰ زره یورو ځانګړې کړې
اروپايي ټولنې څرګنده کړې، چې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې له سېلاب ځپلیو سره یې د بشري مرستو د رسولو لپاره ۴۰۰ زره یورو ( څه باندې ۳۰ میلیون افغانۍ) ځانګړې کړي دي.
د دې بنسټ د نننۍ (سې شنبه د غبرګولي لومړۍ ) خبرپاڼې له مخې؛ يادې مرستې به د اکتيډ او ډاکار موسسو لهخوا وړاندې شي، چې په کې نغدو پيسو، پاکو اوبو او پاکوونکیو توکو ته لاسرسي شته دی.
اروپايي ټولنې دا يادونه هم کړې، چې له ۱۹۹۴ ز. کال راپدیخوا يې په افغانستان کې د بشري مرستو په برخه کې مالي مرستې کړي او تر اوسه يې نږدې یو اعشاریه اته ميليارډ يورو مرسته کړې ده.
دغه راز دې ټولنې یوازې تېر کال د بشري مرستو په برخه کې ۱۵۹ میلیون یورو مرسته کړې. سربېره پر دې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ ز. کال راپدیخوا د ۳۵ الوتنو له لارې افغانستان ته ۱۶۰۰ ټنه مرسته رالېږلې ده.
-
سوداگري5 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
لوبی3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رسمي سوداګریز سفیر شو
-
تازه خبرونه5 days ago
جاپان د افغانستان له سیلاب ځپلیو سره د بېړنیو مرستو ژمنه وکړه
-
نړۍ2 days ago
د سعودي او امریکا چارواکو په غزه کې پر جګړه او دوه اړخیزې هوکړې خبرې وکړې
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله ۵۴۰ کسان مړه شوي – م.م
-
تحول5 days ago
تحول: د چین له سفیر سره د ریاست الوزراء د سیاسي مرستیال لیدنه
-
څار5 days ago
څار: د افغانستان په اړه سیمهییزه اجماع
-
روغتيا2 days ago
قطر له افغانستان سره پر زړه د سوریو ماشومانو د درملنې هوکړهلیک لاسلیک کړ