Connect with us

تازه خبرونه

ناتو د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو له پیلیدو هرکلی کړی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناتو سرمنشي  له سرمشریزې مخکې یو ځل بیا د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل لپاره د امریکا او طالبانو د خبرو اترو له پیلیدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې هر ډول حل لار باید  تاوتریخوالی لږ او اوربند ټینګ کړي.

داسې ښکاري، چې ناتو له طالبانو سره د تړون پر ماتیدو اندېښنه لري.

د ناتو سرمنشي ویلي؛ له طالبانو سره به د باور وړ هوکړې ته د رسیدو لپاره تر ټولو ښه لار له افغان ځواکونو څخه د ناتو د ملاتړ دوام وي.

د ناتو سرمنشي ینس ستولتنبرګ څرګنده کړې: له ټولو غوره لار، چې مونږ یې فکر کوو د باور وړ او رښتینې هوکړه ده. هغه دا ده، چې مونږ باید د افغان ځواکونو ملاتړ  روان وساتو او طالبانو ته دا پیغام ورسوو، چې مونږ پاتې کیدو ته چمتو یو. مونږ ژمن یو او هغوی به په جګړه کې بریالي نشي.

دی له طالبانو غواړي، چې د سولې خبرو ته حاضر شي او یوه رښیتنې سوله وکړي.

هغه وايي، بهرني ځواکونه د دې لپاره په افغانستان کې پاتې دي، چې دا هېواد بیا ترهګرو ته پر خوندي ځالې وانوړي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې: زمونږ ستر پوځي عملیات له اروپا بهر پاتې دي. د ناتو اوسنی ماموریت په افغانستان کې دا دی، چې دا هېواد بیا نړیوالو ترهګرو لپاره پر خوندي ځالې وانوړي.

دغه راز امریکايي سناتور تام کاتون په یوه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له لوري پر تشو ژمنو او خبرو سوله نه راځي، بلکې دغه ډله دې په عمل کې له تاوتریخوالي لاس واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې ترمپ افغانستان ته په خپل وروستي سفر کې د امریکایي ځواکونو د کمولو خبره کړې وه او د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي، چې که بهرني ځواکونه له هېواد ووځي؛ افغان ځواکونه  کولی شي له خپلې خاورې او نظام دفاع وکړي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!