تازه خبرونه

ناتو د افغانستان وضعیت ننګونکی بولي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناتو د پوځي کمیټې رییس وایي، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ننګونکی دی؛ خو په وینا یې له دې هېواد سره د ائتلاف ژمنه کلکه ده.

البانیا د ناتو د نهه ویشت غړیو هېوادونو د پوځي کمیټې کوربه دی، چې په کې د افغانستان وضعیت ننګونکی بلل کیږي؛ خو له افغانستان څخه د دې تړون د غوڅ ملاتړ ماموریت پر ملاتړ ټینګار کیږي.

د ناټو د پوځي کمیټې رییس پیتر پاول له افغان دولت غواړي، چې د سمونونو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او په خبره یې یوازې ناتو نه شي کولی افغانستان کې تلپاتې امنیت راولي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ زمونږ حضور په افغانستان کې وضعیت ته په کتو بدلیږي او زمونږ ژمنه کلکه ده. لاسته راوړنې په سختي رامنځته شوي او زمونږ زیاترو ښځو او نارینه وو وروستۍ بیه ورکړې ده. امنیتي حالت هلته ننګونکی دی. دې ته په پام  افغان امنیتي ځواکونه سخت کار کوي، چې خپل هېواد امن کړي او پرینږدي، چې ترهګر هلته پټنځایونه جوړ کړي.

نوموړی زیاتوي،زمونږ تګلاره باید سیمه ییزه او ټولیزه وي. مونږ له ټولو لوبغاړیو غواړو، چې سولې او پخلاینې ته په رسیدو کې فعال او مثبت رول ولوبوي.

هغه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو زیاتوالی د افغان ځواکونو او بنسټونو د  پایښت لپاره ګټور بولي او وایي؛ د افغان ځواکونو په ښوونیز ماموریت کې د سرتېرو زیاتوالی له مونږ سره مرسته کوي، چې ناټو او نهه دېرش نور همکاران یې وکړای شي ډاډ رامنځته کړي، چې افغان امنیتي ځواکونه او بنسټونه نور هم پراخه شي او په اوږدمهال کې پایدار پاتې شي.

ناټو د افغانستان په ماموریت کې د البانیا له مشارکت مننه کوي.

البانیا په افغانستان کې نږدې اتیا سرتېري لري، چې په کابل او هرات ولایتونو کې میشت دي.

په وروستیو کې د هغه هېواد دفاع وزارت ویلي وه، چې نور لسګونه سرتېري هم افغانستان ته لیږي.

Trending

Exit mobile version