Connect with us

تازه خبرونه

پاک-افغان تورخم پوله د تګ او راتګ پر مخ وتړل شوه

خپور شوی

د

د تورخم په سیمه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه د ۱۵ ورځو لپاره تړل شوې ده.

پاکستاني رسنیو خبر وکړې چې پاکستاني مقاماتو له افغان او پاکستاني وګرو غوښتنه کړې وه چې د یکشنبې پر ورځ مخکې له دې چې پوله وتړل شي خپل تګ او راتګ ترسره کړي.

د رپورټونو له مخې، په اټکل ۵۰ زر کسان د پولې دواړو خواوو ته د تیریدو لپاره راټول شوي و.

همداراز، د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزې چارې هم د دوه اونیو لپاره ځنډول شوې دي. خو پاکستان ویلي چې، چټک ناروغان کولې شي چې د درملنې لپاره دغه هیواد ته سفر وکړي.

له دې امله د تورخم هغه ارخ ته د قرنطین یو مرکز هم پرانیستل شوې دې. د ویلو وړ ده چې پاکستان له خپلو وکړو غوښتنه کړې چې په خونو کې پاتې شي او له تګ او راتګ څخه ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشتې په سر کې، ازبکستان هم له افغانستان سره خپله پوله وتړله څو د کرونا له بیمارې څخه مخنیوې وشي.

تازه خبرونه

له افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجکستان دوه سرتېري ووژل شول

د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.

Published

on

د تاجکستان چارواکو ویلي؛ د هېواد سرحدي ساتونکو له هغو وسلوالو سره نښته کړې، چې له افغانستان څخه د تاجکستان ختلان ولایت ته دننه شوي وه.

د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.

د یادې کمیټې د څرګندونو له مخې؛ په دې عملیاتو کې د شپې لید وسایل، وسلې، لاسي بمونه او نور مهمات نیول شوي دي.

دا په تېره میاشت کې د تاجکستان په خاوره کې درېیم برید دی. په دې بریدونو کې چینایي وګړي پر نښه شوي وه.

اسلامي امارت له دې مخکې تاجکستان ته ډاډ ورکړی و، چې د سرحدي امنیتي تدابیرو د ټینګولو او ګډو پلټنو ترسره کولو ته چمتوالی لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده

د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د ‌المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.

د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.

ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي

فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمان‌الله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.

Published

on

امریکايي سرچینو ویلي: هغه افغان، چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور نیول شوی؛ اوس له داسې نویو تورونو سره مخ دی، چې ورته د مرګ سزا هم غوښتل کېدی شي.

فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمان‌الله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.

د ملي ګارد یوه غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د نومبر د شپږویشتمې په برید کې ووژل شوه او انډریو وولف سخت ټپي شوی دی.

امریکایي څارنوال جینین پیرو ویلي؛ د لکنوال د دوسیې لېږد به له سترې محکمې څخه فډرالي محکمې ته د بیاکتنې او ارزونې داسې اجازه ورکړي، چې ووایي: آیا نوموړي ته د مجازاتو که د مرګ سزا ورکړ شي.

لکنوال د واشنګټن ډي سي د قانون له مخې د وسلې د لېږدولو، د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت برید او د وسلو د غلا پر څو جرمونو تورن دی.

د اف‌بي‌ای په یوه څرګندونه کې راغلي: هغه تومانچه، چې په ډزو کې کارول شوی؛ د ۲۰۲۳ کال په می کې د سیاټل ښار له یوه کور څخه غلا او بیا وروسته په واشنګټن ایالت کې لکڼوال ته ورکړ شوې او هغه هلته اضافي مهمات هم پېرودلي وه.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!