Connect with us

تازه خبرونه

ټاکل شوې، چې ډېر ژر د امریکا او طالبانو د اووم پړاو خبرې پیل شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ټاکل شوې، چې ډېر ژر د قطر په  پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د اووم پړاو خبرې پیل شي.

دا ځل کابل ته د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد سفر له پخوانیو سفرونو اوږد شو. خلیلزاد به له وسلوالو طالبانو سره د اووم پړاو خبرو د ترسره کولو لپاره ډير ژر قطر ته ولاړ شي.

طالبانو ته نږدې سرچیني وايي، چې طالبان به د پخوا په شان له افغانستان څخه د بهرنيو سرتېرو پروتلو او له افغانستان څخه د امریکا په ګډون نورو هېوادونو ته د ګواښ پر نه پېښولو خبرې وکړي.

که څه هم خلیلزاد تمه لري، چې په دغه پړاو کې د افغانانو خپلمنځي خبرې او اوربند هم شامل کړي؛ خو سیاسي هڅاند نظر محمد مطمین ویلي، چې طالبان به یوازې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو او دا، چې له افغانستان څخه به امریکا ته ګواښ نه پیښيږي، خبرې وکړي.

دا اټکل هم شته، چې له دغو خبرو وروسته به د جرمني پر هڅو او د قطر په کوربتوب د افغانانو خپلمنځي خبرې هم پیل شي.

د طالبانو د واکمنۍ د امر باالمعروف رييس مولوي قلم الدین وایي؛ تر دې دمه داسې زمینه نده برابره شوې، چې د حکومت استازي د حکومتي استازیو په توګه د افغانانو په خپلمنځي خبرو کې ګډون وکړي.

له دې ټولو سره سره دا ځل تمې داسې دي، چې زلمی خلیلزاد او طالب استازي به په اووم پړاو خبرو کې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو پر وتو او له افغانستان څخه امریکا ته د ګواښ د نه پښيدو په ډاډ هوکړې ته ورسیږي.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحمن وردګ وایي؛ تمه ده، چې داځل د افغانانو خپلمنځي خبرو ته زمینه برابره شي، ځکه پرته لدې سوله ناشونې ده.  

د سولې د خبرو او هڅو یوه برخه دا ده، چې وسلوال طالبان او افغان حکومت اوربند ته کښیني؛ خو د طالبانو رهبر وار دمخه ویلي، چې په افغانستان کې جګړه موخې ته د دوی له رسیدو سره تړاو لري.

خبریال باعث حیات

تازه خبرونه

د افغانستان سیلاب ځپلیو ته مو د مرستو چمتووالی نیولی – ټوماس ویسټ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي ټوماس ويسټ د افغانستان په بغلان، بدخشان، سمنګان، تخار، غور، هرات او نورو ولایتونو کې د وروستيو سيلابونو پر اوښتو زيانونو خپله خواشيني څرګنده  کړې ده.

ټوماس ویسټ د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه ) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د امریکا متحدین په افغانستان کې د سېلاب ځپلیو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې رسوي.

دغه راز د افغانستان لپاره په قطر کې د امریکا سفارت چارسمبالې کرن ډیکر هم ویلي: امریکا سیلاب ځپلیو ته د بېړنیو مرستو د جلبولو، د خپلو همکارانو له لارې د خوراکي توکو او طبي تجهیزاتو د برابرولو لپاره له نورو سره یوځای کیږي.

د هېواد په يو شمېر ولايتونو په تېره بيا په بغلان کې د مرګوني سېلابونو راوتو ځايي اوسېدونکیو ته ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.

د وروستیو څرګندونو له مخې؛ د بغلان په دوه ولسوالیو کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملا برادر د بغلان ولایت له سیلاب ځپلیو سیمو لیدنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې پر ورځ ( د غویی څلیریشتمه) د دغه ولايت د مرکز په ګډون له سېلاب ځپلیو سيمو ليدنه وکړه.

ملا برادر  د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د دې ولایت په مرکز کې له مسوولینو او کاري کمیټو له استازو سره په ناسته کې لازمې سپارښتنې وکړې.

نوموړي زیاته کړې: په هغو ولسوالیو کې، چې مونږ له نږدې ولیدلې اوښتي زیانونه ډېر دي؛ نو له همدې کبله اړینه ده، چې دغه بنسټونه د بې ځایه شویو خلکو لپاره د خوراکي توکو، درملو او سرپناه په برابرولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او سیلاب ځپلیو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر نور هم چټک کړي.

په تېرو څو ورځو کې د افغانستان شمالي او لویديځ ولايتونه د ويجاړونکيو او مرګونو سېلابونو شاهدان دي.

د یو لړ څرګندونو له مخې؛ یوازې په بغلان کې له ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي. په تخار کې هم له ۲۰ ډېرو کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر اوسه د مالي زیانونو پوره کچه په ډاګه شوې نده؛ خو ویل کېږي، چې د سیلابونو له کبله سلګونه کورونه ویجاړ شوي او کرنیزو ځمکو ته پوره زیانونه رسېدلي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د ترکیې له ولسمشر سره وکتل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۴, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ويلي، د افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي د اسلامي نړۍ د عالمانو د مشورتي ناستې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

ذبیح الله مجاهد په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د عالمانو په مشورتي دوه ورځنۍ غونډې په څنډه د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل.

مجاهد زیاته کړې، چې په دې کتنه کې د ترکیې ولسمشر د امنیت خوندي کېدا او په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خوښي څرګنده کړه.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په دې کتنه کې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت چارسمبالي له ولسمشر اردوغان څخه د دغې غونډې له جوړولو د مننې تر څنګ ویلي، افغانستان له ورور هېواد ترکیې سره د ښو او پرمختللیو اړیکو غوښتونکی دی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ویلي؛ اسلامي نړۍ او په ځانګړي توګه افغانستان د ترکیې له ولسمشر څخه هیله لري، چې د اسلامي امت د ستونزو په حل کې مهم رول ولوبوي.

 ارشاد، حج او اوقافو وزارت د څرګندونو له خې؛ د اسلامي نړۍ د عالمانو دوه ورځنۍ مشورتي غونډه پرون (یکشنبه د غویی درویشتمه) د ترکیې په استانبول ښار کې د دغه هېواد د ولسمشر رجب طیب اردوغان پر وینا پیل شوې او د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت چارسمبالی یې هم ګډونوال دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!