Connect with us

تازه خبرونه

په بادغیس کې د طالبانو د ګټې وټې سرچینه د پستې ځنګلونه دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

سیمه ییز چارواکي وایي، چې د بادغیس ولایت د پستې ځنګلونو ډېره برخه د طالبانو په واک کې ده او هرکال میلیونونه افغانۍ له دې لارې ترلاسه کوي.

د دغه ولایت سیمه ییزو مسوولینو ويلي، چې طالبان د دغو ځنګلونو ډېره برخه تر خپل واک لاندې لري.

 د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي ویلي؛ بهرنیان او په تېره بیا پاکستانیان د افغانستان د پستې د ځنګلونو د له منځه وړلو هڅه کوي.

هغه زیاته کړې، که دولت پر دغو ځنګلونو واکمن نشي؛ نو میلیونونه افغانۍ به د دولت او خلکو له لاسه وځي.

د بادغیس د کرنې او مالدارې ریاست چارسمبالي عبدالعلیم ساجد  ویلي؛ هرکال مو نږدي درې میلیون افغانۍ د ځنګلونو د ساتنې په موخه لګولي؛ خو ګټه یی طالبانو ته رسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ډېرو سیمو کې زورواکان د پستې ځنګلونه څاري او خلکو ته اجازه نه ورکوي، چې حاصلات یې ټول کړي.

په ورته وخت کې د بادغیس د ولایتی شورا مرستیال عبدالله افضلي ټینګار کوي، چې دولت د پستې ځنګلونو ته پام نکوي.

هغه دا هم ویلي، چې طالبان دا پسته پلوري او پر پیسو یې له ګاونډ هېوادونو وسلې پېري.

نوموړی حکومتي مشران په دې برخه کې پر ناغیړۍ تورنوي.

مدني مخکښ جنیدالله اشکانی وايي، چې که دولت د پستې پر ځنګلونو څارنه ترلاسه کړي له یوې خوا به د وزګارتیا کچه راټیټه او له بلې خوا به د سیمې کورنیو ته عایداتي سرچینه شي.

دغه راز مدني مخکښ عبدالرزاق عصمت هم ویلي، چې له څو کلونو را پدیخوا دا ګټه طالبان تر لاسه کوي.

د یادونې ده، چې په هرات او بادغیس کې اوس ۱۵۰ زره هکتاره ځمکه ځنګلونو نیولې ده.  

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!