بلخ @ps
په تخار او کندوز ولایتونو کې سیلابونو لارې تړلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د شمال ختیځ زون اړوند چارواکي وایي، چې په تخار او کندوز ولایتونو کې سیلابونو لارې د تګ راتګ لارې تړلي دي.
په شمال ختیځ زون کې د ټولګټو رییس برهان الدین وایي، نن سهار د کندوز په خان آباد ولسوالۍ کي د باران له کبله سیلابونه راوتلي، چې د تخار- کندز لار یې تړلې ده.
دغه راز د تخار ولایت د مرکز تالقان په خطایان سیمه کې سیلاب د تخارـ بدخشان لار د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
نوموړی زیاتوي، له دې کبله سلګونه موتر په دواړو خواوو کې بند پاتي دي.