بلخ @ps
په بغلان کې د اوبو د لومړي بند د دروازې په ماتیدو د برښنا دوه بندونه له کاره لویدلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د اوبو د ذخیرې د یوې کنترول کوونکې دروازې په ماتیدو د بغلان د برښنا دوه بندونه له کاره لویدلي دي.
د جمعې ورځې له غرمې مخکې پر یوولس بجو د پلخمري د برښنا د لومړي بند کنترول کوونکې دروازه د اوبو د فشار په نتیجه کې ماته شوه او د بغلان دوه بندونه له کاره ولویدل.
د بغلان برښنا د لومړي بند آمر عبدالعزیز وایي، که مرکزي حکومت دې ملي پانګې ته پام ونه کړي، ناوړه پایلې به ولري.
د بغلان برښنا د غوري شرکت فني مرستیال عبدالاول وایي، اوس د برښنا دواړه بندونه له کاره لویدلي اوشاوخوا پېنځه دېرش سلنه خلک له برښنا بې برخې شوې دي.
د پلخمري د برښنا لومړی بند پېنځه اویا کاله مخکې فعال شوی که څه هم آلمان ژمنه کړې وه، چې د دې بند توربینونه به بدلوي او ترمیم به یې هم کوي؛ خو تر اوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې