تازه خبرونه

په ترکیه کې د سولې په اړه د دولت او طالبانو نارسمي خبرې روانې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ترکیه کې د سولې د رسمي خبرو په موخه د افغان دولت او طالبانو تر منځ د درېیم پړاو نارسمي خبرې اترې پی شوې دي.

په دې خبرو اترو کې د دولت په استازیتوب همایون جریر او د ولسمشر مشاور عباس بصیر او د طالبانو لخوا پېنځه کسانو، چې څلور کسه یې ځان د رهبرۍ غړي بولي ګډون کړی و.

د افغان دولت دغو دوه چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې د ترکیې په استانبول ښار کې د طالبانو له استازیو سره د سولې د درېیم نارسمي پړاو خبرې روانې دي.

د سولې عالي شورا د خبرپاڼې له مخې؛ له دغو خبرو اترو موخه داده، چې د دولت او طالبانو تر منځ رسمي خبرو اترو ته زمینه برابره شي.

ښاغلی جریر ویلي، چې په دې لومړنیو خبرو اترو کې د نورو خبرو لپاره پر غوره پایلو هوکړه شوې، چې په نږدې راتلونکې کې به رسنیو ته وړاندې شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته څرګنده کړې، چې د ترکیې خبرې اترې جعلي دی او د طالبانو د استازیو ګډون په کې حقیقت نلري.

ویل کیږي، چې حزب اسلامي د ملا رسول له ډلې او یو شمېر نورو طالبانو سره نږدې اړیکې لري او داسې ښکاري، چې د ترکیې په خبرو اترو کې د ملا رسول د ډلې استازیو هم برخه درلوده.

Trending

Exit mobile version