بلخ @ps

په بلخ کې یوه نجلۍ د کانکور لپاره د بایومترک په بهیر کې تر پښو لاندې ساه ورکړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بلخ ولایت حوزوي روغتون آمر منلې، چې د فاطمه بلخي لیسې یوه نجلۍ د کانکور د داوطلبانو د بایمترک په بهیر کې تر پښو لاندې شوې او ساه یې ورکړې ده.

د بلخ د ابو علی سینای بلخي روغتون رییس شفیق شایق ویلي دي، چې په دې لیسه کې ۲۱ کسان نور هم ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه راز ویلي، چې داسې نجونې هم شته، چې د هوا د تودوخې له کبله مسمومې شوې دي.

د دغه بهیر د پلي کیدو په لومړي پړاو کې د اټکل له مخې؛ کیدی شي په ټول هېواد کې دوه سوه زره د کانکور آزموینې داوطلبان بایومتریک شي.

د لوړو زدکړو وزارت د چارواکو په وینا؛ د ګوتې نښه، د سترګو انځور او ځانګړي اطلاعات د دغه بهیر نورې برخې دي.

تېر کال د کانکور آزموینې بهیر لوړو زدکړو وزارت ته ستر سرخوږی رامنځته کړی و.

د دغه وزارت د چارواکو په وینا؛ د داوطلبانو له ډېریدو سره د ړڼښت مکانیزم هم بدل شوی، چې داوطالبان په رښتینو نمرو پوهنتونونو ته جذب شي.

Trending

Exit mobile version