Connect with us

تازه خبرونه

په خوست کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نلري- خوستیان

خپور شوی

د

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د خوست اوسیدونکي وايي؛ په دې ولایت کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نلري او باید، چې ولایتي اداره او مرکزي حکومت ورته پاملرنه وکړي.

د خوست اوسیدونکي وايي؛ په دې ولایت کې د نورو ستونزو ترڅنګ یوه يې هم د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی دی، چې په ډېری ولسوالیو کې زدکوونکي له شنه آسمان لاندې زدکړې کوي.

دوی وايي، کلونه، کلونه ورسره په دې برخه کې د ستونزو د اوارۍ ژمنې شوې دي.

د دوی په خبره؛ پنځوس سلنه ښوونځي، چې ډېریې په بېلابېلو ولسوالیو کې دي ودانۍ نلري او مسوولین باید سږکال ورته پاملرنه راواړوي.

د خوست ولایت د پوهنې رییس نصیر احمد روښان بیا د پوهنې په برخه کې د ښه والي له هڅو خبره کوي او وايي؛ سږکال به د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې تر سل ښوونځیو پورې نوې ودانۍ جوړې شي، چې د زدکوونکیو پر وړاندې به د سرپنا ستونزه تر ډېره راکمه شي.

د خوست د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره دا مهال په دې ولایت کې دری سوه پنځوس زره زدکوونکي پر زدکړو بوخت دي، چې څلوېښت سلنه يې نجونې دي.

خبریال: فریدالله احمدزی

تازه خبرونه

عبدالسلام حنفي په لوګر کې راستنېدونکو ته د څه باندې زر نمرو له وېش خبر ورکړ

هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

Published

on

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي لوګر ته په خپل سفر کې اعلان کړی، چې په دې ولایت کې به بېرته راستنېدونکو کډوالو ته له زر ډېرې نمرې ځمکې ووېشل شي.

هغه د دې ښارګوټي د پرانیستې په مراسمو کې د راستنېدونکو لپاره د استوګنیزو نمرو د وېش د بهیر پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

عبدالسلام حنفي ویلي: « نن مونږ دا ښارګوټی پرانیست، چې له زر څخه زیاتې نمرې لري. دغه نمرې به کډوالو ته ووېشل شي. سربېره پر دې نور ښارګوټي به هم ډېر ژر پرانیستل شي.»

د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال زیاته کړې؛ په تېرو درې کلونو کې له ګاونډ هېوادونو څخه له پېنځه میلیون ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي او اسلامي امارت هغوی ته بېلابېلې چوپړتیاوې وړاندې کړي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندوز ولایت کې د سرو زرو کان کېندلو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګه‌ونه به په کې وشي.

Published

on

د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې د کندوز ولایت په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د سرو زرو د کان کېندلو تړون د آذربایجان او قرغزستان له شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزارت د څرګندونو له مخې؛ دا کان له ۵ کیلومټره مربع څخه ډېر پراخ دی، چې ۲۰ میلیون ډالر پانګه‌ونه به په کې وشي.

دغو شرکتونو ژمنه کړې، چې د ۳۰ سلنه امتیاز پر ورکولو به ۲۰۰ زره امریکایي ډالر په بېلابېلو ټولنیزو خدماتو کې ولګول شي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۱۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

ویل کیږي، چې د کانونو او پټرولیم وزیر وايي؛ د دې تړون لاسلیک د درې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر لور یو مثبت ګام دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو د اسلامي خطي نسخو په اړه د آیسسکو په علمي غونډه کې ګډون وکړ

د آیسسکو مسوولانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې مالي هېواد د سلګونو زره خطي نسخو پر لرلو په لویدیځه افریقا کې د اسلامي تمدن او فکر له مهمو خزانو ګڼل کېږي او د دغو تاریخي آثارو ساتنه ځانګړی ارزښت لري.

Published

on

Last Updated on: غویی ۲۱, ۱۴۰۵

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي آرشیف رییس عبیدالله حنیف او د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رییس محمد شفیق احمدزي د اسلامي خطي نسخو په اړه د اسلامي نړۍ د ښوونې، علومو او فرهنګ بنسټ (آیسسکو) په انلاین علمي غونډه کې ګډون وکړ.

دغه غونډه د آیسسکو د هنري لیکنې او خطي نسخو مرکز له‌خوا د « په نړۍ کې اسلامي نسخې » تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، چې د مالي هېواد د خطي نسخو وضعیت او د دې فرهنګي میراث د ساتنې او خوندي کولو د لارو چارو پر ارزونه راڅرخېدلې ده.

د آیسسکو مسوولانو په دې غونډه کې ټینګار وکړ، چې مالي هېواد د سلګونو زره خطي نسخو پر لرلو په لویدیځه افریقا کې د اسلامي تمدن او فکر له مهمو خزانو ګڼل کېږي او د دغو تاریخي آثارو ساتنه ځانګړی ارزښت لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!