تازه خبرونه

په افغانستان کې سوله، امنیت او وده د سیمې او نړۍ په ګټه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د اروپایی ټولنې د بهرني سیاست مسووله له افغانستان څخه سیمه ییز او نړیوال ملاتړ یوه اړتیا بولي.

د ناتو په ناسته کې هر ګډونوال د افغانستان لپاره خبره لري او دې هېواد ته د  نورو ځواکونو د استولو پرېکړه هم تر بحث لاندې ده.  

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسووله فدریکا موگریني وایي، زمونږ موخه له یوې سیمه ییزې هڅې ملاتړ دی، چې مالکیت یې د افغانستان وي. مونږ دغه موضوع  له افغانستان او زمونږ له همکارانو سره تر بحث لاندې نیسو او دا کار روان ساتو. زه په افغانستان کې ژمنه رهبري وینم، چې نړیوال او سیمه ییز ملاتړ ته اړتیا لري. د دې لپاره هر کس درک کوي، چې په افغانستان کې سوله، امنیت او وده د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه ده. 

د بریتانیا دفاع وزیر مایکل فالون له افغانستان سره د اروپایی ټولنې مرسته؛ ځکه غواړي، چې په وینا یې ترهګري یوازې افغانستان ته ګواښ نه دی.

هغه په ډاګه کړې، چې د افغانستان له دیموکراتیک دولت څخه د ملاتړ دوام مهم دی. ډېر وخت کیږي، چې مونږ هلته یو. مونږ ته د دغه دموکراتیک هېواد غوښتنه ډېرهمهمه ده، چې اروپا ورته ځواب ورکړي. ترهګرې او ګڼ ملتیزې ډلې، چې په افغانستان کې فعالیت کوي، په لویدیځ کې مونږ اروپا او دغه راز د افغان دولت موجودیت ته ګواښ دي. اضافي ځواکونه، چې نن مونږ اعلانوو، له سل ځواکونو لږ دي، چې افغان امنیتي ځواکونه په یوه غیر پوځي رول کې پیاوړي کوي.

د فرانسې دفاع وزیر هم په افغانستان کې د خپل هېواد له ډېرې پانګونې یادونه کوي.

د فرانسې دفاع وزیر فلورنس پارلي وایي، مونږ په افغانستان کې د تېرو کلونو په لړ کې خپل حضور ساتلی او ډېره پانګونه مو کړې ده. دا مهال مونږ له افغانستان سره د دوستي د دوه اړخیز تړون په پړاو کې یو.

د ناتو هرغړی به اعلان کړي، چې څومره نور سرتېري افغانستان ته لیږي.

تمه ده، چې امریکا افغانستان ته د ۳ تر ۵ زره نورو سرتېرو د استولو پرېکړه وکړي او د ائتلاف نور غړي هېوادونه هم غواړي دې هېواد ته شاوخوا دولس سوه نور سرتېري ولیږي.

خبریال: فهیم نوري

Trending

Exit mobile version