تازه خبرونه
په افغانستان کې انلاین بازارونه ورځ تر بلې پراخیږي
په افغانستان د لومړي ځل لپاره یو کال مخکې انلاین خرڅلاو پیل شو؛ خو پېرودونکي او پلورونکي اوس هم په دې برخه کې له ستونزو یادونه کوي.
د انلاین توکوپلورونکی عبدالولی وایي؛ د اختر په رارسیدو او د بوختیاوو له کبله نشو کولی، چی د پېریدلو په موخه پلورنځایونو ته ولاړ شو او خپلی اړتیاوې د انلاین له لارې پوره کړو.
د نوموړي په وینا؛ انلاین بازارونه مناسب قیمتونه، د لیږد ډاډمنه وړتیا او آسانتیاوی لري.
د انلاین توکوپلورونکی برهان الدین خواجه په ډاګه کړې، چې پېرودنکي د اړتیا وړ توکي له ټولنیزو پاڼو او اپلکیشنونو له لارې له پلورنځایونو لاس ته راوړي.
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره یو کال مخکی انلاین خرڅلاو پیل شو، چی ورځ تر بلی د انلاین خرڅلاو ګټه پورته کوونکي ډېریږي؛ خو دا چاره له ستونزو خالی هم نده.
د برښنایي پېراو پلور بازارو نه په داسې حال کې فعالیتونو ته پراختیا ورکوي، چې په ښار کې ترافیکي ګڼه ګوڼه، امنیتي ستونزې او تهدیدونه ښار ته د خلکو د تلو په وړاندې اوس هم د یوې ننګوڼي په تو ګه ګواښل کوي.