بلخ @ps
په سمنګان کې یو سړي خپله خور او یو بل کس پر تبر وژلي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په سمنګان کې چارواکو منلې، چې تېره شپه د دغه ولایت په مرکز ایبک ښار کې یو سړي خپله خور او یو بل کس د نامشروع اړیکو په تور پر تبر وژلي دي.
د سمنګان والي ویاند صدیق عزیزي وایي، چې وژل شوې ښځه شکیبا نومیږي او بل وژل شوی کس ګل آغا د جوجان اوسیدونکی و.
ویل کیږي، چې د همدې ښځې ورور د دې په کور کې دواړه د نامشروع اړیکې په تور پر تبر وژلي دي.
د پېښې تر سره کوونکي د دواړو له وژلو وروسته ځان پولیسو ته سپارلی دی.
د سمنګان ولایت د چارواکو په وینا؛ د پېښې په اړه څېړنې پیل شوې دي.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ په دې ولایت کې د ناموسي وژنو شمېر د نورو ولایتونو په پرتله ډېر لږ دی او مسوول بنسټونه هڅې کوي، چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه نوره هم راټیټه کړي.