تازه خبرونه
په حکومت کې د فساد سترې دوسیې څېړل شوې ندي
د افغانستان رونټیا څار بنسټ څرګنده کړې، چې د پخواني او د اوسني حکومت د وزیرانو دوسیې څېړل شوې ندي او دغه راز د مالي بودیجې په ځانګړي توګه په ۹۱ اختیارې کود کې، چې کومې غلاوې شوي هم له پاملرنې پاتې دي.
ولسمشر اشرف غني د فساد پر وړاندې د جهاد له اعلانولو سره سمه خپله حکومتداري پیل کړه؛ پېنځه کاله وروسته اوس هم د فساد سترې دوسیې څېړل شوې ندي او یا که څېړل شوي نیمګړې پاتې دي. لکه د کابل بانک دوسیه، چې د تېر حکومت د وزیرانو د فساد دوسیې او د افغانستان د روڼټیا څار په وینا هغه دوسیې، چې د اوسنيو وزیرانو پر ضد پرانیستل شوي؛ خو تراوسه څېړل شوې ندي.
د افغانستان رونټیا څار بنسټ اجرائیه مشر اکرام افضلي زیاته کړې، چې د حکومت د فساد ضد اکثره اقدامات د کاغذ کې پر مخ پاتې دي.
نیوکې دا دي چې حکومت د افغانستان له مالي بودیجې څخه د سلګونه میلیون افغانیو د ورکیدو اسناد ندي وړاندې کړي.
په ولسي جرګه کې د کابل استازي رمضان بشردوست زیاته کړې؛ سلګونه میلیون افغانۍ له بودیجې څخه په ځانګړي توګه له ۹۱ اختیارې کود څخه، چې د کارولو واک یې ولسمشر لري، لګول شوي؛ خو حکومت د پیسو د ملګښت پر څرنګوالي سند نه وړاندې کوي.
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي ویلي د فساد سترو او وړو قضیو ته پاملرنه شوې؛ خو په وینا یې په مالي او تدارکاتي دوسیو کې څېړنه وخت غواړي او یو شمېر لویې دوسیې څېړل شوې ندي.
که څه هم حکومت ویلي، چې له فساد سره یي جدي مبارزه پیل کړې؛ خو د افغانستان روڼتیا څار څرګنده کړې، چې اوس هم سلګونه دوسیې ندي څېړل شوي او د حکومت د فساد ضد اقدامات ډیري د کاغذ پر مخ پاتې شوې دي.
تازه خبرونه
په روزګان کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت غلا شوي سرهزر ونیول شول
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
د روزګان امنیه قومندانۍ ویاند آریانانیوز ته ویلي، چې د دې ولایت د جنايي جرمونو پر وړاندي د مبارزې مدیريت منسوبینو په ترینکوټ ښار کې د ۳۵۰ زره افغانیو پر ارزښت له یوه کوره غلاشوي سرهزر نیولي دي.
د امنیه قومندانۍ ویاند بلال احمد روزګاني زیاته کړې: غلا شوي سره زر په ترینکوټ ښار کې زرګر ته د خرڅولو لپاره وړل شوي وه، چې د امنیتي پولیسو له هڅو او پلټونو وروسته ونیول شول.
ویل کیږي، چې د یاد مدیریت اړوند د اقتصادي جرایمو امریت منسوبینو د دغې پېښي عامل له پلټنو وروسته عدلي او قضاي برخې ته سپارلی دی.
تازه خبرونه
په بدخشان کې د چینایي وګړو د شکمنو وژونکو پر ځاله افغان ځواکونو پرېکنده برید کړی
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.
امنیتي سرچینو ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت (IEA) ځانګړو ځواکونو د بدخشان ولایت د اړوند سیمې د هغو شکنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاورې کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا عملیات د سېشنبې پر شپه د فیضآباد ښار د اړوند سیمې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای تر سره شوي، چې څه وخت مخکې یې د ګاونډ هېواد تاجکستان په خاوره کې پر چینايي وګړو بریدونه کړي وه.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د دغو عملیاتو په پایله کې یو مطلوب کس له وسلې او نورو پوځي مهماتو سره یوځای ژوندی نیول شوی دی.
سرچینې زياته کړې؛ د بريد په اړه د ځانګړو پلټنو پايلې او د نيول شوي کس لومړني اعترافات څرګندوي، چې د بريد پلان له افغانستان څخه بهر ترتيب شوی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د لیندۍ پر شپږمه / د نومبر پر اووهویشتمه ویلي وه؛ په خاتلون ولایت کې د برید له کبله درې چینايي وګړي وژل شوي دي.
تازه خبرونه
علماء دې خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو پر ساتلو ټینګار وکړي – ملا برادر
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( د لیندۍ شپږویشتمه ) د یادې دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي:« مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي. »
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسې د دستاربندۍ په مراسمو کې د ګډون پر مهال په خپلو خبرو کې ویلي: علماء کرام دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي او خلکو ته دې د دیني مکلفیتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه ورکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( د لیندۍ شپږویشتمه ) د یادې دستاربندۍ په مراسمو کې ویلي:« مدارس د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روزنې او اسلامي نهضت مقدس بنسټونه دي. »
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وایي: په افغانستان کې د جهاد فرضیت په مدارسو کې پیل شوی، کلیو او ښارونو ته پراخ شو او په داسې عمل او تقابل بدل شو، چې سترو کفري لښکرو ته یې ماتې ورکړه.
ملا برادر د ټولنې د فکري اصلاح، د غیر اسلامي فرهنګونو د له منځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې د مدارسو رول مهم وباله او څرګندوي، چې مدارس باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي.
برادر د مدارسو له فارغانو وغوښتل، چې پخپل علم عمل وکړي؛ نورو ته یې وښيي او له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي.
-
تازه خبرونه2 days agoپه افغانستان کې پخوانیو روږدو ته تخنیکي او کارپنځوونکې زدهکړې ورکړ شوي
-
تازه خبرونه5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ایران سیمهییزه ناسته
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoپه سوریه کې دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړونکی ووژل شول
-
لوبی4 days agoآریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي
-
تازه خبرونه3 days agoاسلامي امارت د تېل او ګاز خپلواکه اداره رامنځته کوي
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان د ټرانزیټي ظرفیتونو پر کارولو د عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی – ذاکر جلالي
-
لوبی4 days agoکلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو
-
تازه خبرونه4 days agoامریکا د افغان بلیک هاک چورلکو دوهیمه جوپه پیرو ته وسپارله
