بلخ @ps
په مزار شریف کې د ګل سرخ(غاټول ګل) مشاعره جوړه شوه
په مزار شریف کې د ګل سرخ د میلې او مشاعرې شاعرانو د پسرلي په پستو وږمو کې خپل شعرونه راونغښتل او پسرلنۍ ناوې ته یې د غاټول رنګینه غاړکۍ ور په غاړه کړه.
په بلخ کې د ګل سرخ دودیرې مشاعرې ته د هرکلي لپاره یو شمېر شاعرانو خپل شعرونه ولوستل او پسرلنی چاپېریال یې ښکلی و باله.
یوې ډلې نجونو هم د ملا محمد جان سندره زمزمه کړه.
د مشاعرې ګډونوالو او شاعرانو په شاعرانه ولولو کې خلکو ته ژوند او پسرلی ښکلی او سوله ییز ژوند ستر نعمت یاد کړ.
یو شمېر فرهنګپالو له حکومته غوښتنه وکړه، چې د بلخ د نوروزي په نوم یو مکان دې ځانګړی شي، چې هر کال په کې مشاعرې او نور کلتوري پرګرامونو تر سره شي.
په مزار شریف کې د ګل سرخ( غاټول ګل) میله له اویایمو کلونو راهیسې په پیکه بڼه او په بېلا بېلو نومونوجوړیده.
په دې مشاعره کې د افغانستان د هرې ژبې شاعران خپلې شاعرانه ولولې په ډاګه کوي او د ناستو کسانو لخوا په خوښیو او چکچکو بدرګه کیږي.
دغه ډول مشاعرې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم په بېلا بېلو نومونو تر سره کیږي؛ په ننګرهار کې نارنج ګل، په خوست کې د نښتر په کندهار کې انارګل او په وردګو کې د مڼي ګل په لوګر کې سینځل ګل مشاعرې له څو کلونو راهیسې په منظم ډول جوړیږي.