تازه خبرونه
په کابل کې د عاشورا مراسم ډاډمن تر سره شول
په کابل کې د عاشورا مراسم تر کلکو امنیتي هڅو لاندې تر سره شول؛ سلګونه ولسي ځواکونو په واټونو کې خلک څارل او د امنیتي ځواکونو تر څنګ یې د دې مراسمو د امنیت ساتنه وکړه او یوشمېر نورو ویرجنو امنیتي ځواکونو ته وینې ډالۍ کړې.
د سږکال عاشورایي مراسمو پوځي بڼه لرله؛ د کابل ښار شیعه میشتې سیمې په ولسي ځواکونو سمبال وې او په هر واټ کې یې حضور او ه هر حرکت څارنه کوله.
د عاشورا مراسمو په وړاندې امنیتي ګواښونو خلک ډېر اندېښمن کړل او له همدې کبله ولسي ځواکونه له امنیتي ځواکونو څخه په متفاوته وسلو او تجهیزاتو د مراسمو امنیت ونیوه. که څه هم دولتي ځواکونه فعال او لاس په ماشه ولاړ ول.
د محرم لسمه ډېره له شور او ځوږ ډکه وه. ګواښونو ویرجن له تکیه خانو او جوماتونو ندي را ګرځولي. ځای پر ځای هم کمپونه جوړ او خلکو ته یې چای او خوږې اوبه ورکولې.
د ښار په هره کوڅه او څنډه کې د خیراتونو دیګي بار او خلکو ډول ډول خواړه برابر کړي وه؛ ویرجنو او نورو بېوزلو خلکو ته یې ورلیږل.
د عاشورا په مراسمو کې د وینو ورکړه هم ځانګړی فرهنګ دی.
ویل کیږي، چې پر غشو او ځنځیرونو د وینو له بهولو غوره داده، چې اړمنو کسانو ته وینه ورکړ شي.
دولت د عاشورا مراسمو ته بشپړ چمتوالی نیولی و؛ د دغې ورځې مراسم بې له کومې امنیتي پېښې پای ته ورسیدل او ویرجن له خدای مه کړه له نورو غمونو خلاص شول.
خبریال باعث حیات
تازه خبرونه
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر ویلي، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.
د ټاپي پروژې اجرائیوي مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته څرګنده کړې، چې هېواد یې د ټاپي پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی.
هغه وایي: ترکمنستان د ټاپي د طبیعي ګاز نللیکې جوړولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی، چې موخه یې جنوبي آسیا ته په کال کې ۳۳ میلیارډ مټر مکعب ګاز رسول دي.
امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نللیکې د غځولو چارې بشپړې شوي او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دي.
د ټاپي پروژې اجرائیوي رییس همداراز څرګنده کړې، چې د طبیعي ګازو له کارولو سره به په هوا کې د کاربن ډای اکساید ګازو د خپرېدا کچه راټیټه شي.
تازه خبرونه
د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې
نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.
د سیمهییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخاندریا د والي لهخوا د بلخ چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.
د سرخاندریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.
په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.
کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.
تازه خبرونه
په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي
نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.
نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.
بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.
او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.
ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.
-
نړۍ3 days ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
تازه خبرونه5 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
-
لوبی4 days ago
ابو مسلم فراه اوومه لوبه له خراسان فاریاب لوبډلې څخه ۶ د صفر پر توپیر وګټله
-
تازه خبرونه4 days ago
ایران او پاکستان په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو اندېښنه څرګنده کړه
-
تازه خبرونه5 days ago
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل