Connect with us

تازه خبرونه

په فراه کې طالبانو ۲۲ پوله ساتي سرتېري وژلي او ۲۰ نور نیول شوي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د فراه سیمه ییز چارواکي وایي، په دې ولایت کې طالبانو دوه ویشت پوله ساتي سرتېري وژلي او شاوخوا شل نور یې ژوندي نیولي دي.

د سې شنبې پر شپه ( د لړم ۱۴) ماښام مهال طالبانو د پوله ساتو سرتېرو پر پوستې حمله کړې، چې په کې دوه ویشت سرتېري ووژل شوي دي.

د پشت کوه ولسوال عبدالحکیم وایي، چې طالبانو دغه برید د فراه د پشت کوه په ولسوالۍ کې تر سره کړ، ډېر شمېر سرتېري یې وژلي او شل پوله ساتي سرتېري نیول شوي دي.

هغه دغه راز ویلي، چې تر دې دمه اړوند سیمې ته تازه دمي ځواکونه ندي لیږل شوي.

د طالبانو لخوا خپاره شوي تصویرونه ښیي، چې طالبانو یو شمېر سرتېري نیولي دي.

د فراه ولایتي شورا مرستیال شاه محمود نعیمي دغه پېښه تائیدوي او وایي، له ۴۵ سرتېرو یوازې درې یې پر تېښته بریالي شوي؛ خو طالبانو ډېر مهمات او یو شمېر موتر هم تر لاسه کړي دي.

ملي دفاع وزارت پر دې پوځي اډې برید او د سرتېرو تلفات مني؛ خو د پېښې د تلفاتو په تړاو څه نه وایي.

د ملي دفاع وزارت ویاند غفوراحمد جاوید وایي:  طالبانو تېر ماښام د فراه ولایت د پشت کوه په اړوند سیمه کې د پوله ساتونکیو ځواکونو پر یوه پوسته وسلوال برید کړی، چې د ځاني زیانونو په اړه یې  جزئیات ندي ترلاسه شوي؛ خو په اړه یې څېړنې روانې دي.           

کارپوهان وایي، مخکې لدې هم ورته خونړي بریدونه تر سره شوي؛ خو د طالبانو د چریکي بریدونو پر وړاندې نامنظم پلان  د دغه راز پېښو علتونه دي.

د کورنیو چارو پخوانی مرستیال میرزا محمد یار مند وایي، چې د جنګي سیاست او همغږۍ نشتوالی او یا د نامنظمې چریکي جګړې پر وړاندې منظم جنګ؛ ځاني زیانونه رامنځته کوي.                

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیار وایي: د امنیتي ځواکونو تر منځ د ډاډ وړ مدیریت او همغږۍ د نشتوالي له کبله سرتېري په لومړیو لیکو کې ځاني زیان ویني.                

د طالبانو ویاند ادعا کوي، چې په دې پېښه کې شل پوله ساتي سرتېري نیول شوي دي. دوی د دغو سرتېرو عکسونه هم خپاره کړي؛ خو امنیتي چارواکي یې نه  تائیدوي.

ویل کیږي، چې درېیم سرحدي کندک یو له مجهزو کندکونو و، چې د لویې لارې او پولې امنیت یې ساته.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!