تازه خبرونه

په کابل کې د وروستي برید لامل استخباراتي کمزورتیا ده-پخواني پوځیان

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د هېواد یو شمېر پخواني پوځیان وایي، چې پر کاونتر پارت موسسې د طالبانو پرونی برید(د غویی ۸) د امنیتي بنسټونو استخباراتي کمزورتیا نښه ده.

د کابل په شنه سیمه کې پروت د امریکا دغه ملکي بنسټ تر ټینګې پلټنې او امنیتي تدابیرو لاندې دی؛ ځکه، نو کاونتر پارت ته د بریدګرو رسیدل د پوښتنې وړ خبره ده او دا استخباراتي کمزورتیا یادیږي.

دوی زیاتوي، د دغو بریدونو د مخنیوي لپاره باید استخباراتي بنسټونه ډېر فعال شي.

پخوانی پوځي دولت وزیری وایي؛ په افغانستان کې روانه جګړه چریکي ده او دا ناشونې ده، چې دا بریدونه صفر ته راټیټ شي.

د سیمې اوسیدونکي وایي په دغه برید کې کورونه هم زیانمن شوي دي.

دوی وایي؛ بهرنيو بنسټونو ته باید د استوګنې په سیمه کې د هڅو اجازه ورنکړ شي؛ ځکه، چې دغه بنسټونه تر ګواښ لاندې دي.            

کارپوهان وایي، طالبان یوازې پر سوله تمرکز نلري.

پر کاونتر پارت برید په داسې مهال کې تر سره کیږي، چې د طالبانو او امریکایانو خبرې روانې دي او دا ښیي، چې طالبان د سولې خبرو تر څنګ له پوځي غوراوي هم کار اخلي.

سیاسي هڅاند مسعود ترشتوال وایي، چې د جنګ راوړونکي او غزوونکي؛ د جګړې پای ته رسوونکي هم دي. مونږ باید سوله په هغه ځای کې وڅارو، چې د جګړې لپاره په کې تمویل او تجهیز رامنځته کیږي.     

کورنیو چارو وزارت وایي، څېړنې روانې دي، چې برید ګر څرنګه تر کاونتر پارت پورې رسیدلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي؛ په تېرو څلور میاشتو کې ده دوه یم ترورستي برید دی، زمونږ هڅه داده، چې هېوادوالو ته ډاډمن حالت رامنځته کړو او له شک پرته دا پېښه به هم وڅېړل شي، چې بریدګر څرنګه تر دې ځایه رارسیدلي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د امریکایانو پر دغه ملکي مرکز برید تېره ورځ له غرمې مخکې رامنځته شو، چې په کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.           

په وروستیو دوه اوونیو کې طالبانو په کابل او بغلان کې دوه ډله ییز او ستر بریدونه کړي، چې یو یې په پلازمینه کابل کې پر امریکایي بنسټ کاونتر پارت او بل یې په بغلان کې د پولیسو پر قومنداني برید دی، چې په دې بریدونو کې ملکیانو ته زیان رسیدلی دی.

د یادونې ده، چې پر امریکایي بنسټ برید په داسې حال کې رامنځته شوی، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي.

خبریال: سمیع جهش

Trending

Exit mobile version