تازه خبرونه

په هرات کې د طالبانو د پوځي کمیسیون مرستیال وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

تېره ورځ ماښام مهال وسلوالو مخالفینو د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ په دوآب کلي کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته برید وکړ، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر ووژل شو او دوه نور مخالفین ټپیان شوي.

د هرات ولایت د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده پېښه مني او آریانا نیوز ته یې په ډاګه کړې، چې امنیتي ځواکونو ته په دې نښته کې زیان نه دی رسیدلی.

دغه راز یو موتر چلوونکی، چې څه وخت وړاندې د هرات ولایت له کوهستان ولسوالۍ تښتول شوی و؛ تېر ماښام د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د سړي تښتوونکیو له منګولو وژغورل شو.

ښاغلی ولي زاده زیاتوي، چې دغه سړي تښتوونکي د دې ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو لخوا پېژندل شوي او پلټنه یې روانه ده.

د هرات ولایت په لیرې پرتو ولسوالیو کې د طالبانو هڅې روانې ساتل شوي او له تېرو درې کلونو راهیسې د ښکېلو خواوو له مرګ و ژوبلې هم راپورونه خپريږي.  

Trending

Exit mobile version