تازه خبرونه
له پاملرنې پرته به د افغانستان اتیا سلنه نفوس پر کرونا اخته شي
د عامې روغتیا وزیر خبرداری ورکوي، چې د وړاندویېنو له مخې لږ ترلږه ۱۱۰ زره کسان به په افغانستان کې له کرونا ومري او ۲۱۰ زره نور به تر بشپړې څارنې لاندې ونیول شي.
د کرونا ویروس د خپریدو ګواښ په افغانستان کې ورځ تربلې ډېریږي او دمګړۍ په ټول هېواد کې ۴۲ کسان پدې ناروغۍ اخته شوي؛ خو د عامې روغتیا وزیر د خطرناکو وړاندویېنو خبر ورکړ.
د اټکل له مخې؛ ښایي د افغانستان اتیا سلنه اوسیدونکي یا شپاړس میلیون کسان پدې ناروغۍ اخته شي، چې لسګونه به ترې ومري.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ویلي، چې که څه هم تراوسه د کووید ـ۱۹ ویروس تر څارنې لاندې دی؛ خو که پر غونډو او ګڼه ګوڼې بندیز ونه لګول شي ښایي اتیا سلنه اوسیدونکي پدې ناروغۍ اخته شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ هرات د کرونا ناروغۍ لوړه شمېره لري، چې له ګواښ سره یې ډېر کسان مخ دی.
که څه هم ډېر ځله د دغه ولایت د قرنطین کیدو غوښتنه شوې؛ خو تازه حکومت پرېکړه کړې، چې سر له چهارشنبې به په دې ولایت کې پر ګرځیدو بندیز ولګول شي.
کابل هم، چې څو میلیونه نفوس لري اوس د کرونا دوه پېښې په کې لیدل شوي. له ډېرو سپارښتنو سره سره اوس هم پر غونډیدو بندیز ندی لګول شوي.
د عامې روغتیا وزیر ټینګار کړی، چې هوټلونه، رستورانتونه، پارکونه، حوضونه، د زدکړې مرکزونه او حمامونه باید وتړل شي.
که څه هم تراوسه په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر لږ دی؛ خو د عامې روغتیا وزارت په ډاګه کوي، چې په راتلونکیو ورځو کې به دا شمېر نور هم لوړشي.
حکومت ویلي؛ طالبانو هم اجازه ورکړې چې د روغتیایي مرستو په موخه ډاکټران د دوی تر واک لاندې سیمو ته تللی شي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره پولې ته نږدې د تاجکستان دوه سرتېري ووژل شول
د تاجکستان ملي امنیت کمیټه زیاتوي؛ په نښته کې درې وسلوال او د دوی دوه سرتېري وژل شوي دي.
تازه خبرونه
ملا برادر په هرات ولایت کې د المونیمي ډبیو د تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن پنجشنبه( د مرغومي څلورمه ) د هرات ولایت په صنعتي پارک کې د المونیمي ډبیو د یوه تولیدي شرکت د بنسټ ډبره کېښوده.
د ریاست الوزرائ اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دا په افغانستان کې د المونیمي ډبیو د تولید لومړنی شرکت دی، چې ۱۲۰ میلیون ډالر پانګونه پرې کیږي.
ویل کیږي، چې دغه شرکت په ۱۶ جریبه ځمکه کې جوړېږي او ۱۷۰۰ هېوادوالو ته به کاري فرصتونه رامنځته کړي.
تازه خبرونه
د امریکا پر ملي ګارډ شکمن ډزې کوونکي ته ممکن د مرګ سزا ورکړ شي
فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمانالله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.
امریکايي سرچینو ویلي: هغه افغان، چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا ملي ګارډ پر دوه غړیو د ډزو پر تور نیول شوی؛ اوس له داسې نویو تورونو سره مخ دی، چې ورته د مرګ سزا هم غوښتل کېدی شي.
فاکس نیوز راپور ورکړی؛ په کولمبیا کې د امریکا څارنوالۍ اعلان کړی، چې رحمانالله لکنوال د ایالتونو تر منځ په سوداګرۍ کې د خطرناک جرم د ترسره کولو پر نیت د وسلې او د غلا شوې وسلې پر لېږدولو هم تورن پېژندل شوی دی.
د ملي ګارد یوه غړې ۲۰ کلنه سارا بیکسټروم د نومبر د شپږویشتمې په برید کې ووژل شوه او انډریو وولف سخت ټپي شوی دی.
امریکایي څارنوال جینین پیرو ویلي؛ د لکنوال د دوسیې لېږد به له سترې محکمې څخه فډرالي محکمې ته د بیاکتنې او ارزونې داسې اجازه ورکړي، چې ووایي: آیا نوموړي ته د مجازاتو که د مرګ سزا ورکړ شي.
لکنوال د واشنګټن ډي سي د قانون له مخې د وسلې د لېږدولو، د لومړۍ درجې وژنې، د وژنې پر نیت برید او د وسلو د غلا پر څو جرمونو تورن دی.
د افبيای په یوه څرګندونه کې راغلي: هغه تومانچه، چې په ډزو کې کارول شوی؛ د ۲۰۲۳ کال په می کې د سیاټل ښار له یوه کور څخه غلا او بیا وروسته په واشنګټن ایالت کې لکڼوال ته ورکړ شوې او هغه هلته اضافي مهمات هم پېرودلي وه.
-
تازه خبرونه4 days agoد ترکیې استخباراتو ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د داعش یو غړی نیولی
-
تازه خبرونه3 days agoد ټول عمر لپاره د عاصم منیر بښل د اسلام خلاف عمل دی
-
تازه خبرونه4 days agoکابل ښاروالۍ د شهرنو پارک د بیارغونې بنسټیزې چارې پیل کړې
-
لوبی4 days agoد افغانستان هندبال فډراسیون رییس د دې څانګې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoپر کابل برید د هیڅ پلمې له مخې د منلو وړ ندی
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoخلک دې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره پاڅون وکړي
-
روغتيا5 days agoد عامې روغتیا وزارت پلاوي په نوي ډیلي کې له همدرد بنسټ څخه لیدنه وکړه
-
تحول5 days agoتحول:د ترهګرۍ د ګواښ په اړه د ګډ امنیت تړون ټولنې اندېښنه

