تازه خبرونه
له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې ‘نه څيړل’ کیږي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مسول په حکومت نیوکه کوي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پيښې یې بابیزه ګڼلي دي.
په همدې حال کې سترې محکمې هم ویلي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخینوي په ستراتیژۍ باید له سره غور وشي.
د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په را رسیدو هر کال له میرمنو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي شپاړس ورځنی کمپاین پیلیږي. نیوکې دا دي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي هڅې سمبولیکې بلل کیږي او د مخنیوي لپاره یې په حکومتي بنسټونو کې همغږي نه تر سترګو کیږي.
د ملګرو ملتونو د پرمختیايي ادارې ريیس، ابراهیم ابو شماله په دې هکله و وېل: “که څه هم د حکومت د رهبرۍ په کچه د ښځو سره د تاوتریخوالي د مخینوي ملاتړ شته او له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي قوانین موجود دي؛ خو په ښکته برخه کې په بنسټونو کې همغږي نشته او له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښې نه څيړل کیږي”.
د افغانستان ستره محکمه هم وايي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په ستراتیژۍ باید له سره غور وشي، تر څو د تاوتریخوالي مخنیوي ته زمنیه برابره شي.
د سترې محکمې د پالیسۍ رييس، فکرت الله فرحت و وېل، “د افغانستان ستره محکمه غواړي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي په ستراتیژۍ باید له سره غور وشي، تر څو د تاوتریخوالي مخنیوي ته زمنیه برابره شي او تر څو په دې سره هر ډول ستونزو ته لاسرسی ولرو”.
د ښځو چارو وزارت مسولین هم وايي چې له ښځو سره د تاوتریخوالي پېښو ته په کتو تاوتریخوالی هیڅ کم شوی نه دی.
د ښځو چارو وزارت د عامه اړیکو ريیسه، شکیلا نظري و وېل:” 2441 د تاوتریخوالې پېښې دي؛ خو دا په دې معنی نه ده چې د تاوتریخوالي کچه ټیټه شوې ده یعني موږ په ډاګه وایلای شو چې تاوتریخوالی کم شوی نه دی؛ دا په اصل کې د قانون نه حاکمیت یا نه پلي کېدل دي، چې دا رقم کم ښودل کېږي”
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون هم په خپل تازه رپوټ کې لیکلي چې د روان کال په لسو میاشتو کې یې له ښځو سره د تاوتریخوالي نږدې څلور زره پيښې ثبت کړي دي.