تازه خبرونه

په پکتيا کې دې شپني او خپلسري عمليات ودرول شي- خلک او استازي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پکتيا ولايتي شورا غړي او د اريوب ځاځي ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، چې په پکتيا کې دې شپني او خپلسري عمليات ودرول شي او د دولت وسلوال مخالفين دې د هغو په پټنځايونو کې وځپل شي.

د اريوب ځاځي ولسوالۍ اوسیدونکي د پکتیا مرکز ګردیز ته پدې اعتراض راغلي، چې په سيمه کې یې ړانده هوایي بریدونه او شپني عمليات تر سره کيږي او تر ډېره په کې ملکي خلکو ته مرګ و ژوبله اوړي.

د اریوب ځاځی ولسوالۍ مشرعبدالصمد ځاځی وايي؛ په دې وروستيو کې خپلسري شپني عمليات ترسره کيږي، چې تر ډېره په کې ملکي خلکو ته مرګ و ژوبله اوښتې او بايد د ملکي خلکو ژوند ته بشپړ پام راوکرزي.

قومي مشر رییس عزیز په زرمت ولسوالۍ کې شوي عمليات هم وغندل، چې ملکي خلکو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د سیمې بل قومي مشرعبدالغیاث حقيار غواړي، چې عمليات په همغږۍ تر سره او د ملکي وګړیو ژوند او خونديتوب ته په کې بشپړه پاملرنه وشي.

د پکتیا د ولایتي شورا غړی سردار ملنګ زوی هم په عملياتو کې د ملکي خلکو مرګ و ژوبله د اندېښنې وړ بولي او وايي، په ټوله پکتيا کې دې غيري پلان شوي او له همغږۍ پرته عمليات ودرول شي.

ولایتي اداره بيا شپني عمليات بريالي بولي خو ټينګار کوي، چې د ملکي وګړو ژوند به پکې جدي پام کيږي.

مرستيال والي عبدالولي سهي اعتراص کوونکیو ته ډاډ ورکړ، چې نيول شوي کسان به له ژمنې سره سم خوشې شي.

وړمه شپه په زرمت ولسوالۍ کې د قومي مشر محمد نعیم پر کور عمليات شوي وه، چې د يوه پلار په ګډون یې درې زامن يو ورور او يو بل کس وژل شوي وه.

خبریال: فریدالله احمدزی

Trending

Exit mobile version