تازه خبرونه
په هلمند کې موتر بم چاودنې د یو سرتېري په ګډون ۵ کسان ووژل
د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې موتر بم چاودنې د یوه سرتېري په ګډون ۵ کسان ووژل او لس نور یې ټپیان کړي دي.
ویل کیږي، چې په ټپیانو کې درې امنیتي سرتېري هم شته.
د هلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ په لوی باغ سيمه کې د ملي اردو پر دوه یم کنډک سرتېری بريد شوی.
د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وايي، پېښه نن سهار ۸ بجې رامنځته شوې ده.
د هلمند ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د پېښې ټپیان د لښکرګاه ښار ایمر جنسي روغتون ته لیږدول شوي دي.
د بريد مسووليت طالب وياند قاري یوسف احمدي منلی او په خپل تویت کې یې لیکلي، چې په دې برید کې د ملي اردو څه نا څه ۳۰ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې؛ دوه شوبلي او يو رېنجر موتر په بشپړ ډول له منځه تللي دي.
د هېواد د جنوبي ولایت هلمند ډېرې سیمې دمګړۍ د طالبانو تر ولکې لاندې دي او د ځینو څرګندونو له مخې د دې ولایت په ۵ ولسوالیو کې ټاکنې نه تر سره کیږي.