تازه خبرونه
په ننګرهار کې کرکت لوبغاړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې
د ننګرهار چارواکو ویلي، چې د دې ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ په یو سیمه ییز لوبغالي کې تېره ورځ ناوخته د یوې چادونې له کبله څلور کسه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي؛ پېښه تېره ورځ د مازیګر څلورنیمې بجې د دې ولسوالۍ په چاردې سیمه کې رامنځته شوې ده.
د بټيکوټ ولسوال نعمت نورزي هم څرګنده کړې؛ چاودنه د چاردې سیمې په کرکت لوبغالي کې، چې د ځايي خلکو ترمنځ د کرکت لوبه روانه وه، رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا؛ چاودیدونکي توکي د لوبې له پیله مخکې د توپوهنې په ډګر کې ځای پر ځای شوي وه او د لوبې پر وخت یې چاودنه وکړه.
د نورزي په خبره، په وژل شویو کې یو د ښوونځي زدکوونکی او دوه د پوهنتون محصلین دي، چې د جمعې د رخصتۍ لپاره کلي ته راغلي وه.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي، په دوه ټپیانو کې د یوه تن روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
د دې چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
تازه خبرونه
چین په افغانستان کې له سیلاب ځپلیو سره سل زره ډالر مرسته کوي
په کابل کې د چین سفیر په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره د دغه هېواد د سره صلیب له لارې د سل زره ډالرو مرستې اعلان وکړ.
ژاو شينګ د دوشنبې پر ورځ (د غویي لسمه) د ریاست الوزراء له اداري مرستيال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ويلي، چې دغه مرستې به ډېر ژر اړوند چارواکو ته وسپارل شي.
د ریاست الوزراء د اداري مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ د چين سفير ويلي، چې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پياوړتيا لپاره چين په بېلابېلو برخو کې افغان زدهکړیالانو ته د تحصيلي بورسونو زمينه برابره کړې ده. همدارنګه د افغانانو د ظرفیت لوړولو لپاره د طب په ګډون په بېلابېلو څانګو کې لنډ مهاله روزنیز کورسونه تنظیموي.
نوموړي په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره د چينايي سوداګرو او شرکتونو لیوالتيا هم ياده کړې او څرګندوي؛ د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريزې اړيکې په ښه حالت کې دي او چينايي سوداګر او پانګوال لیواله دي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
تازه خبرونه
روسیې پر اوکراین د شمالي کوریا توغندي توغولي
د ملګرو ملتونو د بندیزونو څارونکیو د امنیت شورا یوې کمیټې ته په یوه راپور کې څرګنده کړې؛ د اوکراین پر خارکوف لګیدلی توغندی ښیي، چې په شمالي کوریا کې جوړ شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې: د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارنې ډلې په هغه راپور کې، چې پرون (دوشنبه د غوایی لسمه) یې امنیت شورا ته وړاندې کړ؛ په ډاګه کوي، چې د اوکراین په خارکوف ښار کې د جنورۍ پر دوهیمه د توغندیز برید پاتې شوني د شمالی کوریا Hwasong-11 بالیستیک توغندي دي.
مسکو او پیونګ یانګ دواړو دا تورونه رد کړي؛ خو تېر کال یې ژمنه کړې وه، چې پوځي اړیکي به پراخوي.
د ۲۰۲۴ ز. کال د جنورۍ پر دوهیمه له برید څو ورځې وروسته د خارکوف سیمې څارنوالۍ د توغندیو ټوټې رسنیو ته وښودلې او څـرګنده شوه، چې دا د روسیې له ماډلونو څخه توپیر لري او ممکن دا توغندی د شمالي کوریا لخوا چمتو شوی وي.
شمالي کوریا له ۲۰۰۶ ز.کال راپدیخوا د بالیستیک توغندیو او اټومي پروګرامونو د پراختیا له کبله د ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې ده او له هغه وخت راپدیخوا دغه بندیزونه نور هم سخت شوي دي.
د ملګرو ملتونو د بندیزونو درې څارونکیو د روانې میاشتې په پیل کې اوکراین ته د توغندي د پاتې شونو د کتنې لپاره سفر وکړ؛ خو داسې شواهد یې ونهموندل، چې دا توغندی دې د روسیې لخوا جوړ شوی وي.
د راپور له مخې؛ دوی په خپلواکه توګه نشي کولی دا معلومه کړي، چې راکټونه له کوم ځای څخه او د چا لخوا توغول شوي.
دغو څارونکیو ویلي، چې د اوکرایني چارواکو لهخوا د دغه توغندي د توغولو په اړه ورکړ شوي معلومات ښيي، چې دا د روسیې له خاورې توغول شوی دی.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ که دا تږغندی د روسي ځواکونو په واک کې و، نو ښایي دا په ډاګه کړي، چې روسیې ترلاسه کړی او دا د شمالي کوریا پر وړاندې د ۲۰۰۶ کال د وسلو له بندیز څخه ښکاره سرغړونه ده.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند تېر کال ویلي وه، چې شمالي کوریا په دې وروستیو کې مسکو ته د اوکراین پر ضد د روسیې په جګړه کې د کارولو لپاره بالیستیک توغندي او لانچرونه ورکړي، چې ځینې یې روسیې پر اوکراین توغولي دي.
د امریکا حکومت په دې باور دی، چې تېر کال د روسیې او شمالي کوریا د مشرانو له غونډې وروسته روسیې ته د شمالي کوریا لهخوا د بالیستیک توغندیو او توپونو د لېږلو لړۍ پیل شوې ده.
تازه خبرونه
د افغانستان د کانونو د اوومه توکو پروسس باید په هېواد کې دننه ترسره شي – شهاب الدین دلاور
د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین دلاور د یوې چینايي کمپنۍ له مسوولینو سره په لیدنه کې ویلي، چې له هېواده بهر د کانونو د اوومه توکو پروسس او صادرولو ته اجازه ناشونې ده.
دلاور دا خبره د چین له دولتي شرکت ایم سي سي هولودا سره د لیدنې پر مهال کړې. دا په داسې حال کې ده، چې د میس عینک د استخراج قراردادي شرکت هم حضور درلود.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې MCC هولودا په چین کې د مسو، سربو او جستو د استخراج او پروسس یو له سترو شرکتونو څخه دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه شرکت په افغانستان کې د مسو، سربو او جستو په کانونو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
دلاور د دوى له لیوالتيا هرکلى کړی او څرګندوي؛ په باميانو، کندهار او غور ولايتونو کې د سربو او جیت کانونه شته او که دغه شرکت په افغانستان کې د کانونو د پروسس په برخه کې هوکړه وکړي، وزارت ورته د همکاري ډاډ وړاندې کوي.
دلاور د مس عینک د مسو د پروژې په اړه هم خبرې وکړې او د کار د چټکتیا غوښتنه یې وکړه.
-
تازه خبرونه2 days ago
د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی
-
لوبی5 days ago
اټکانرژۍ لوبډلې په نهمه سیالۍ کې سرخپوشانخوافي ته ۱ـ ۰ ماتې ورکړه
-
تازه خبرونه2 days ago
ترکمنستان د ټاپي پروژې بشپړولو ته ژمن دی – امانوف
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
-
لوبی2 days ago
په افغانستان اتلانو لیګ کې موج ساحل ۲-۱ سرسبز یاشلر او سورخ پوشان ۶ -۰ میوند مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
-
تازه خبرونه2 days ago
له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي
-
تازه خبرونه20 hours ago
تېر کال د ۳۵ میلیون ډالرو پر ارزښت پراختیايي او بشري پروژې ترسره شوي