تازه خبرونه
ډېر ژر به له طالبانو سره د افغان دولت مرکچي پلاوی اعلان شي
بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د ملي وحدت حکومت مشران له طالبانو سره د مرکچي پلاوي پر جوړولو کار کوي؛ دا پلاوی به مختصر او ټول منلی وي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وایي؛ ټاکل شوې، چې ډېر ژر د خبرو کولو پلاوي نوملړ په ډاګه شي. د افغانستان حکومت له یو لړ بحثونو وروسته پر داسې یو پلاوي هوکړه کړې، چې ټول په کې ځانونه وویني.
د امریکا د استخباراتو یوه پخواني چارواکي ویلي؛ د طالبانو او امریکایانو تر منځ روانې خبرې یوه لوبه ده، چې له افغانستان څخه د دې هېواد د ځواکونو وتلو ته لار اواروي.
د امریکا د استخباراتو پخوانی مرستیال مایک مولر څرګنده کړې؛ د امریکا ولسمشر ترمپ ویلي، چې طالبان ستړي دي، دا سمه نه ده. طالبان د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته اوس د هر بل وخت په پرتله ډېرې سیمې تر کنترول لاندې لري او طالبان د افغانستان د بشپړې څارنې په لټه کې دي، چې د یوه ګوند په بڼه وي.
طالبانو بیا ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یې یو پلاوی اندونیزیا ته د سولې خبرو لپاره رسیدلی دی.
د حزب اسلامي غړی غیرت بهیر وایي؛ هر څوک، چې د پلاوي غړی وي باید سولې ته ژمن وي، د سولې تجربه ولري او دغه راز د شخصیت په توګه منل شوی وي. په دې اړه اړیکې نیول شوي او زه ډاډه یم، چې یوې اجماع ته به ورسیږو.ان شاالله.
خلک هیله من دي، چې ژر د څو لسیزو جګړه پای ومومي او په آرامه فضا کې د نورو ملتونو په څېر ژوند وکړي. دا، چې دا هیلې به کله پوره کیږي، اوس مالومه نده.
روهید اندیشمند