تازه خبرونه
ډېر ژر به له طالبانو سره د افغان دولت مرکچي پلاوی اعلان شي
بهرنیو چارو وزارت وایي، ډېر ژر به له طالبانو سره د افغان دولت مرکچي پلاوی د سلا مشورو او د خلکو د غوښتنو له مخې جوړ شي.
بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې د ملي وحدت حکومت مشران له طالبانو سره د مرکچي پلاوي پر جوړولو کار کوي؛ دا پلاوی به مختصر او ټول منلی وي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وایي؛ ټاکل شوې، چې ډېر ژر د خبرو کولو پلاوي نوملړ په ډاګه شي. د افغانستان حکومت له یو لړ بحثونو وروسته پر داسې یو پلاوي هوکړه کړې، چې ټول په کې ځانونه وویني.
د امریکا د استخباراتو یوه پخواني چارواکي ویلي؛ د طالبانو او امریکایانو تر منځ روانې خبرې یوه لوبه ده، چې له افغانستان څخه د دې هېواد د ځواکونو وتلو ته لار اواروي.
د امریکا د استخباراتو پخوانی مرستیال مایک مولر څرګنده کړې؛ د امریکا ولسمشر ترمپ ویلي، چې طالبان ستړي دي، دا سمه نه ده. طالبان د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته اوس د هر بل وخت په پرتله ډېرې سیمې تر کنترول لاندې لري او طالبان د افغانستان د بشپړې څارنې په لټه کې دي، چې د یوه ګوند په بڼه وي.
طالبانو بیا ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یې یو پلاوی اندونیزیا ته د سولې خبرو لپاره رسیدلی دی.
د حزب اسلامي غړی غیرت بهیر وایي؛ هر څوک، چې د پلاوي غړی وي باید سولې ته ژمن وي، د سولې تجربه ولري او دغه راز د شخصیت په توګه منل شوی وي. په دې اړه اړیکې نیول شوي او زه ډاډه یم، چې یوې اجماع ته به ورسیږو.ان شاالله.
خلک هیله من دي، چې ژر د څو لسیزو جګړه پای ومومي او په آرامه فضا کې د نورو ملتونو په څېر ژوند وکړي. دا، چې دا هیلې به کله پوره کیږي، اوس مالومه نده.
روهید اندیشمند
تازه خبرونه
په اسعدآباد کې ملکي مرګ او ژوبله؛ یوناما د ملکي وګړو د ژغورنې غوښتنه وکړه
یوناما خبریالانو ته لیکي؛ دا پېښه پر یوه پوهنتون برید هم رانغاړي، چې په کې ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اوښتې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ویلي، چې د تېرې ورځې له غرمې وروسته د پاکستاني پوځیانو د بریدونو له کبله د کونړ ولایت مرکز اسعدآباد په ځینو سیمو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله رامنځته شوې ده.
یوناما خبریالانو ته لیکي؛ دا پېښه پر یوه پوهنتون برید هم رانغاړي، چې په کې ملکي وګړو ته د پام وړ مرګ او ژوبله اوښتې ده.
دې بنسټ ټینګار کړی، چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له مخې؛ ملکي وګړي او عامه ځایونه، په ځانګړي توګه ښوونیز مرکزونه باید په هر حالت کې له بریدونو وساتل شي.
یوناما د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د دې پېښې ټپیانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.
تازه خبرونه
ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره نوي لوړپوړی چارواکی وټاکه
د یادې خبرپاڼې له مخې؛ ژرژ لمرکي به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) په چوکاټ کې دنده ترسره کوي او هممهاله به د میښت همغږي کوونکي او د بشري چارو د همغږي کوونکي مسوولیت هم پر غاړه ولري.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د دې ټولنې عمومي منشي انټونیو ګوترش، د فرانسې برونو ژرژ لمرکي د افغانستان لپاره د خپل ځانګړي استازي د مرستیال په توګه ټاکلی دی.
د یادې خبرپاڼې له مخې؛ ژرژ لمرکي به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي(یوناما) په چوکاټ کې دنده ترسره کوي او هممهاله به د میښت همغږي کوونکي او د بشري چارو د همغږي کوونکي مسوولیت هم پر غاړه ولري.
هغه به د انډریکا راټواټه ځایناستی وي، چې له دې مخکې یې په دې دنده کار کاوه.
د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ برونو ژرژ لمرکي له دې مخکې له ۲۰۲۲ ز.کال راپدېخوا په کانګو ډیموکراټیک جمهوریت کې د ملګرو ملتونو د ثبات ماموریت د ځانګړي استازي د مرستیال په توګه کار کړی او هممهاله یې د میشت او بشري چارو د همغږي کوونکي دنده ترسره کړې ده.
هغه همدارنګه په هایټي کې د ملګرو ملتونو د یوځای شوي دفتر د ځانګړي استازي د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې او د پراختیا، بشري مرستو، بیا رغونې او د سولې جوړونې په برخو کې پراخه تجربه لري.
د معلوماتو له مخې؛ لمرکي د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په بېلابېلو برخو کې هم کار کړی او په بېلابېلو هېوادونو لکه سومالیا، هایټي، فلسطیني سیمو او کمبودیا کې یې ډګرني ماموریتونه ترسره کړي دي.
هغه د فرانسې د تودو سیمو د کرنې په برخه کې د انجنیرۍ سند لري او پر فرانسوي ژبې سربېره پر انګلیسي ژبه هم بشپړ تسلط لري.
دا ټاکنه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې افغانستان اوس هم له جدي بشري او اقتصادي ننګونو سره مخ دی او د نړیوالو مرستو د اغېزمنې همغږۍ رول ورځ تر بلې ارزښتمن کیږي.
تازه خبرونه
روسیې له افغانستان سره د انرژۍ د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال ولادمیر خازوف سره په لیدنه کې د انرژۍ په اړه دوهاړخیزې همکارۍ اړینې بللې دي.
د افغانستان برښنا شرکت ويلي، چې مسکو ته د دې ادارې د پلاوي په سفر کې روسي چارواکو له دې هېواد سره د برښنا په برخه کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.
د افغانستان برښنا شرکت د خبرپاڼې له مخې؛ د دې شرکت اجرائیوي رییس عبدالحق همکار د روسیې د انرژۍ وزارت له مرستیال ولادمیر خازوف سره په لیدنه کې د انرژۍ په اړه دوهاړخیزې همکارۍ اړینې بللې دي.
په دې لیدنه کې روسي لوري هم د افغانستان له پلاوي هرکلی کړی او له افغانستان سره یې د انرژۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره پهخپلې ژمنتیا ټینګار کړی او دا یې د خپلو ناستو د دوامدارې اجنډا برخه بللې ده.
همدارنګه په روسیه کې د افغانستان سفیر ګل حسن حسن د برښنا د انرژۍ او تخنیکي همکاریو د اړیکو پراختیا اړینه بللې او د روسیې له همکاریو یې مننه کړې ده.
د افغانستان برښنا شرکت د څرګندونو له مخې؛ دا لیدنه د تخنیکي همکاریو د پراختیا، د پانګونې د جلبولو او په هېواد کې د برښنا د وضعیت د ښهوالي لپاره ترسره شوې ده.
-
تازه خبرونه5 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoایران امریکا ته د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او جګړې د پای ته رسولو وړاندیز وکړ- اکسیوس
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoد ټرمپ پرېکړې د ایران–امریکا د سولې هیلې اغېزمنې کړې
-
لوبی2 days agoافغانستان، ازبکستان او تاجکستان د غېږنیونې په نړیواله سیالۍ کې غوره مقامونه خپل کړل
-
تازه خبرونه2 days agoافغانستان د برښنا سکټور د ودې لپاره د روسیې پانګونې ته لېوال دی
-
نړۍ2 days agoد ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد بیات پاور او افغان ګاز د تړون غځېدا؛ د کورني برښنا تولید به لس کاله نور هم دوام وکړي
-
تازه خبرونه1 day agoپه کندهار کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې شپږ پاکستاني سرتېري وژل شول
