Connect with us

تازه خبرونه

ځینې وکیلان د برښنایي تذکرو د وېش مخالف؛ خو ځینې یې ملاتړي دي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

له هغې وروسته، چې د الکترونیکي تذکرو د وېش لړۍ پیل شوه او لومړنۍ برښنایي تذکره ولسمشراشرف غني واخیسته د ولسي جرګې ځینې وکیلان د دې لړۍ مخالف شول او دا اقدام یې ناقانونه او استبدادي وګاڼه.

په ولسي جرګه کې د پنجشیر استازی ظهیر سعادت وایي: په اوسنیو شرایطو کې د برښنایي تذکرو وېش ملي کړنه نه، بلکې له خلکو سره جفا ده او نفاق ته لمن وهل دي. دا کار بحران رامنځته کوي، چې بیا به یې هیڅوک مخه ونشي نیولی.   

په ولسي جرګه کې د بامیانو استازی فکور بهشتي وایي: د وګړیو د احوال ثبتولو قانونون په شتون کې استبدادي فرمان رد شو او تقنیني فرمان خپل پړاوونه ونه وهل؛ ځکه، نو د برښنایي تذکرو وېش به قومي کرکه او نفاق ډېره کړي. باید د وېش بهیر یې ودرول شي.        

د ولسي جرګې ځینې نور غړي د دې بهیر هرکلی کوي او وایي، په وړاندې یې هیڅ راز خنډ نشته.

په د ولسي جرګه کې د لوګر استازی انجینر صاحب خان وایي: د خلکو هیله او تمه تر سره شوه او د برښنایي تذکرو وېش پیل شو. باید له ارګه دغه بهیر رابهر کړو، چې هېواد شموله شي. افغانیت او اسلامیت زمونږ ملي هویت دی؛ خو د دغه هویت په وړاندې دسیسه پیل شوې ده.            

په ولسي جرګه کې د پکتیکا استازی نادر کتوازی وایي: د افغانانو ستره ننګونه پای ته ورسیده او د برښنایي تذکرو وېش پیل شو او مونږ یې هرکلی کوو. د دغو تذکرو وېش له ټولو اصولو سره برابر دی او ټول خلک باید تذکرې واخلي.

د ولسي جرګې ځینې غړي د ولسي جرګې پر رییس د نیوکې تر څنګ وایي، د ولسي جرګې رییس باید د برښنایي تذکرو د وېش په لړۍ کې ګډون نه وای کړی.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهیمي یې په ځواب کې وایي: دا زما حق و، چې تذکره مې واخیسته؛ تاسې وئ، چې حکم او فرمان مو رداوه. اوس ما تورنوئ، چې ولې مې تذکره اخیستې او دا کار له انصافه لیرې بولئ.

د ولسي جرګې غړي وایي، د وګړیو د احوال ثبتولو قانون یوه لویه ستونزې ګرزیدلې او په دې تړاو اوس هم اختلافونه شته او په وینا یې دا بهیر باید وځنډیږي، له دې پرته د هر کړکیچ مسوول حکومت دی.

خبریال: رفیع صدیقي  

تازه خبرونه

اسلامي امارت به نړیوالو فشارونو ته تسلیم نشي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سې شنبې پر ورځ (د غویی یوولسمه) د کابل پولیتخنیک د زده‌کړ‌یالانو د فراغت په مراسمو کې څرګنده کړې، چې اسلامي امارت به نړیوالو فشارونو ته تسلیم نشي او نه به د هیچا پر فرمایش کار وکړي.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون د زده‌کړیالانو‌ د فراغت مراسم د اسلامي امارت د چارواکو په حضور کې ترسره شول؛ خو ډېر پر سیاسي خبرو راڅرخېدل.

نوموړي په دې مراسمو کې زیاته کړې، چې د سیمې ټرانزیټ له افغانستان پرته ناشوني دی او چارسمبالی حکومت ترې ګټه پورته کوي.

د اسلامي امارت دغه لوړپوړي چارواکي ویلي، چې چارسمبالی حکومت له یوې خوا د پروژو پر پلي کېدا او له بلې خوا د کانونو پر استخراج کار کوي.

هغه دغه راز هېواد ته د مهاجرینو د راستنېدو لپاره د شرایطو پر برابرولو هم ټینګار وکړ.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت چارسمبالي محمد خالد حنفي ویلي، اسلامي امارت په هېواد کې د عصري علومو د پراختیا مخالف ندی او غربي هېوادونه د اسلامي امارت پر خلاف په دې اړه منفي تبلیغات کوي.

د لوړو زده‌کړو وزارت چارسمبالي ندا محمد ندیم ټینګار کوي، چې اسلامي امارت د جګړې په ډګر کې بریالی شوی؛ د اقتصاد، روغتیا او پوهنې په ډګرونو کې به هم بریاوې ترلاسه کړي.

له بلې‌خوا د لوړو زده‌کړو وزارت یو شمېر نورو چارواکو ويلي؛ دغه وزارت هڅه کوي، چې د علمي او تحصیلي پراختیا په برخه کې پرمختګ وکړي او له نړیوالو معیارونو سره برابر شي.

د کابل پولیتخنیک پوهنتون د فراغت له دې پړاو څخه د ۱۷ څانګو ۵۳۷  زده‌کړیالان فارغ شول او د اسلامي امارت د چارواکو له‌خوا د فراغت سندونه ورکړ شول.

Continue Reading

تازه خبرونه

افغان ـ ترکمن چارواکو  په هرات کې د نورالجهاد سب سټیشن چارې وارزولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې د دې شرکت د رهبرۍ او ترکمن پلاوي ترمنځ د هرات نورالجهاد سب سټېشن د پاتې تخنیکي چارو د ژر بشپړېدو، فعالېدو او پرانیستلو په اړه ګډه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان برښنا شرکت عملیاتي رییس عبدالرحمن رحماني په دې ناسته کې ویلي؛ اوس‌مهال د نورالجهاد سب سټیشن چارې د بشپړېدو په حال کې دي او ټاکل شوې د دواړو لوریو ترمنځ د  تخنیکي مسایلو له حل کېدلو وروسته نوموړی سب سټیشن فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دغه راز د ترکمنستان نړیوالو پروژو رییس مراد آرتیکوف ویلي؛ د نورالجهاد سب سټیشن چارې د دواړو لوریو ترمنځ په ښې همغږۍ ترسره شوي او ډېر ژر به بشپړې شي.

د آرتیکوف د څرګندونو له مخې؛ ټاکل شوې د تجهیزاتو او نورو تخنیکي مسایلو پروتوکول هم په راتلونکیو ورځو کې تائید او وروستی شي.

ویل کیږي، چې د نوموړې پروژې له پرانیستې سره به هرات ته د ترکمنستان وارداتي برښنا کچه لوړه او زرګونه نوي پېرودونکي د برښنا له انرژۍ څخه برخمن شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو یوو- ایران

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۴۰۳)

په کابل کې د ایران سفارت د دوشنبې پر ورځ ( د غویی لسمه) د هرات ولایت په یوه جوماتن کې له وسلهوال برید وروسته څرګنده کړې، چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې له اسلامي امارت سره همکارۍ ته چمتو دی.

یاد سفارت دا غبرګون په هرات ولایت کې د شیعه‌ګانو پر جومات له وسله‌وال برید وروسته څرګند کړی دی.

دا سفارت دا برید “ترهګریزه پېښه” بولي او په کلکه یې غندلې ده.

د دغه سفارت په خبرپاڼه کې راغلې، چې ايران غواړي د دغه «جرم» عاملين وپېژني او سزا ورکړي.

دغه سفارت زیاته کړې؛ ایران له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له اسلامي امارت سره د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره خپل چمتووالی اعلانوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ويلي؛ تېره شپه (دوشنبه د ثور لسمه) د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ په شهرک سیمه کې ناڅرګندو وسله‌وال پر لمونځ کوونکیو د کلاشینکوف ډزې کړي، چې ۶  ملکي وګړي یې وژلي او یو بل ټپي دی.

قانع زیاته کړې، چې د دې پېښې جزئیات به وروسته وړاتندې شي.

تر اوسه کومې ډلې یا شخص د دې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!