Connect with us

نړۍ

په اروپا کې تاوتریخجن لاریونونه وغځېدل؛ د البانیا لومړي وزیر د «بهرنۍ لاسوهنې» تور پورې کړ

روانه میاشت په فرانسه، بلجیم، ایټالیا، پرتګال او البانیا کې لاریونونه او تاوتریخجنې نښتې پراخې شوې دي. دغو لاریونونو د اقتصادي فشارونو، زده‌کړو او د حکومتونو د حساب‌ورکولو په برخه کې د خلکو مخ پر زیاتېدونکې نارضایتي څرګنده کړې ده.

خپور شوی

د

 

په اروپا کې د ژوندانه د لګښتونو، کورونو، زده‌کړو او اداري فساد د تورونو په تړاو لاریونونه څو هېوادونو ته غځېدلی؛ له پولیسو سره پر نښتو اوښتي او حکومتونه یې تر زیاتېدونکي فشار لاندې راوستي دي.

روانه میاشت په فرانسه، بلجیم، ایټالیا، پرتګال او البانیا کې لاریونونه او تاوتریخجنې نښتې پراخې شوې دي. دغو لاریونونو د اقتصادي فشارونو، زده‌کړو او د حکومتونو د حساب‌ورکولو په برخه کې د خلکو مخ پر زیاتېدونکې نارضایتي څرګنده کړې ده.

د تېرې اوونۍ په پای کې سلګونه زره کسان په بېلابېلو لاریونونو کې واټونو ته راووتل، چې ځینې یې لوټمارۍ، اور اچونې او له امنیتي ځواکونو سره پر نښتو واوښتل.

په البانیا کې لومړي وزیر ایډي راما پرته له دې، چې د کومې بهرنۍ کړۍ نوم واخلي؛ تور پورې کړ، چې بهرني ځواکونه ناکرارۍ ته لمن وهي.

هغه تاوتریخوالی د یوې« بهرنۍ لاسوهنې» پایله بللې، چې پر وینا یې، موخه ترې د هېواد بې‌ثباته کول او اروپايي ټولنې ته د البانیا د ورګډېدا د هڅو کمزوري کول دي.

دا تورونه په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د البانیا په پلازمېنه ټیرانا کې زرګونه لاریونوال د راما د استعفا غوښتنه کوي او لاریونونه د دغه هېواد نورو ښارونو ته هم غځېدلي دي.

په البانیا کې لاریونونه تاوتریخجن شول

په البانیا کې له څو ورځو راپدېخوا د حکومت پر ضد لاریونونه پر زیاتېدونکي ډول تاوتریخجن شوي او زده‌کړیالان هم د راما د حکومت پر وړاندې له پراخ خوځښت سره یوځای شوي دي.

لاریونوالو د اداري فساد د تورونو، په پوهنتونونو کې د شرایطو، د زده‌کړو د لګښتونو او بې‌کارۍ په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د البانیا په سویلي ساحلي سیمه کې د سیاحت لپاره د یوې لانجمنې او لوکسې پروژې مخالفت هم د خلکو د پراخې نارضایتۍ لامل دی. دغه پروژه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له زوم جیرډ کوشنر سره تړاو لري.

په ټیرانا کې لاریونوالو پر پولیسو ډبرې، اورتوکي او د تېلو بمونه غورځولي او دولتي ودانیو او نورو شتمنیو ته د اور اچونې او ورانکارۍ له کبله زیانونه اوښتي دي.

پولیسو د لاریونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز، اوبه شیندونکي موټر او ربړي مرمۍ کارولې دي. چارواکو د لاریونوالو او پولیسو ترمنځ د ګڼو نیونو او ټپي کېدا له پېښو هم راپور کړی دی.

راما د استعفا غوښتنې رد کړي او څرګندوي، چې تاوتریخوالی د البانیا اروپايي ټولنې ته د ورګډېدا هڅې له ګواښ سره مخ کوي.

هغه ویلي؛ حکومت چمتو دی، چې د زده‌کړیالانو مشروع اندېښنو ته رسېدنه وکړي؛ خو د تاوتریخوالي له لارې به مطرح شویو غوښتنو ته غاړه کې‌نږدي.

د بهرني لاسوهنې په اړه د هغه ادعاوې په خپلواکه توګه تایید شوې نه‌دي.

په فرانسه کې پراخې ناکرارۍ

په فرانسه کې د لاریونونو کچه تر نورو ډېره پراخه ده او د تېرې اوونۍ په پای کې څه باندې ۵۵۰ زره کسانو په لاریونونو کې ګډون وکړ.

لاریونونه، چې په پیل کې د زده‌کړیالانو له‌خوا ترسره کېدل، وروسته د ژوندانه د لګښتونو او نورو ټولنیزو ستونزو پر وړاندې په پراخو اعتراضونو واوښتل.

د شنبې پر ورځ په څو ښارونو کې تاوتریخوالی رامنځته شو او نقاب‌لرونکو ډلو هټۍ، سوپرمارکېټونه او دولتي ودانۍ پر نښه کړې.

د فرانسې لومړي وزیر سباسټین لوکورنو ویلي، چې څه باندې ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۱۵۰ پولیس ټپیان شوي دي. په لیموژ ښار کې اور د ښاروالۍ تاریخي ودانۍ ډېره برخه ویجاړه کړه؛ په نورو ښارونو کې هم پر ښاروالیو او سوداګریزو ځایونو بریدونه شوي او ځینې یې لوټ شوي دي.

د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون ژمنه کړې، چې د تاوتریخوالي عاملان به تر قانوني څار لاندې ونیول شي.

په بلجیم او ایټالیا کې نښتې

په بروکسل کې د بلجیم پولیسو له لاریونوالو سره د نښتو پر مهال د اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو شیندونکو موټرو پر کارولو هغوی خواره واره کړل. پولیسو تور پورې کړ، چې ځینو لاریونوالو پر امنیتي ځواکونو شیان غورځولي او اورونه یې بل کړي دي. په لیژ ښار کې هم ورته اقدامات شوي دي.

دغه ناکرارۍ د پوهنتونونو د نوم‌لیکنې د فیسونو پر ضد د څو اوونیو لاریونونو په لړ کې رامنځته شوي او پر زده‌کړو او ورځنیو اړتیاوو لګښتونو د خلکو پراخې اندېښنې یې هم څرګندې کړې دي.

د ایټالیا په میلان ښار کې د جګړې او د ژوند د لوړو لګښتونو پر ضد لاریون پر نښتو واوښت. نقاب‌لرونکو لاریونوالو پر پولیسو ډبرې او د سړک د فرش ټوټې وغورځولې، هټۍ یې لوټ کړې او پر خنډونو یې اورونه بل کړل.

پولیسو د ښار له مرکزي برخې څخه د لاریونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز او د اوبو شیندونکي موټر وکارول. د ایټالیا د لاپرس خبري آژانس د راپور له مخې، لږ تر لږه دوه پولیس ټپیان شوي او شاوخوا ۵۰ لاریونوال نیول شوي دي.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني تاوتریخوالی غندلی، خو د میلان ښاروال جوزیپې سالا ویلي؛ د لاریونوالو اندېښنې د درک وړ دي؛ خو پر پولیسو بریدونه او دولتي شتمنیو ته زیان رسول د منلو نه‌دي.

په بولونیا ښار کې هم د نښتو راپورونه ورکړ شوي دي.

په پرتګال کې د کورونو او معاشونو په اړه اعتراضونه

د پرتګال په پلازمېنه لیسبون کې د شنبې پر ورځ لسګونه زره کسان د ژوندانه د لوړو لګښتونو، ټیټو معاشونو او د مناسبو کورونو د موندلو د ستونزو پر ضد واټونو ته راووتل.

په پرتګال کې د کورونو بیې له ۲۰۱۷ز. کال راپدېخوا دوه برابره ډېرې شوې دي.

دغه راز د نویو کرایي تړونونو بیې هم چټکۍ لوړې شوې دي، چې په لویو ښارونو کې یې پر کورنیو اقتصادي فشار زیات کړی دی.

لاریونوالو د معاشونو او تقاعد د پیسو د لوړولو او د کورونو او سون‌توکو د لګښتونو د راکمولو غوښتنه وکړه. ځینو لاریونوالو د کورونو د بحران د څرګندولو لپاره د لیسبون په مرکزي برخه کې خېمې هم ودرولې.

د پرتګال حکومت له هغو لاریونوالو سره د مخالفت له کبله تر نیوکو لاندې دی، چې سیاسي مشران د عادي وګړو له اقتصادي ستونزو ناخبره بولي.

په اسپانیا کې د کورونو د بحران لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي

اسپانیا هم د روانې میاشتې په پیل کې له لاریونونو سره مخ شوه. د اوکټوبر پر درېیمه د کورونو د ستونزې پر تړاو لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل او په والنسیا او بارسلونا ښارونو کې له پولیسو سره د نښتو راپورونه ورکړ شول.

لاریونوالو د کرایي کورونو د بیو د لوړېدا، د خلکو د ایستلو او په مناسبه بیه د کورونو د موندلو د مخ پر زیاتېدونکو ستونزو پر ضد اعتراضونه وکړل.

د ناکراریو له پراخېدو سره پولیسو یو شمېر کسان ونیول او په نښتو کې ځینې پولیس هم ټپیان شول.

دغه لاریونونه د اسپانیا د کورونو د بحران په اړه د خلکو د زیاتېدونکې غصې څرګندونه کوي او د پېډرو سانچز پر حکومت فشار زیاتوي، چې د دې ستونزې لپاره اوږدمهاله حللارې ومومي.

د اروپا حکومتونو ته د پراخو ناکراریو خبرداری

داسې انګېرل کېږي، چې دغه لاریونونه د یوه واحد او همغږي شوي خوځښت برخه نه‌دي؛ خو شنونکي وايي، چې دا د ژوندانه د معیار، زده‌کړو، کورونو او د ځوان نسل د راتلونکي په اړه د خلکو ګډې اندېښنې څرګندوي.

د پاریس د« اچ‌ای‌سي» سوداګریز ښوونځي د اروپايي ټولنې د قانون او تګلارو استاد البرټو الیمانو الجزیرې ته ویلي، چې فرانسه د پراخو ناکراریو د څپې په مرکز کې ښکاري او د اروپا په نورو برخو کې هم د خلکو د راپاڅېدو نښې لیدل کېږي.

هغه اټکل کړی، چې په راتلونکو اوونیو کې به نور لاریونونه هم ترسره شي، چې جرمني، یونان او اتریش یې احتمالي ځایونه دي.

په بلجیم کې د اړیکو چارو کارپوه رینوټ وان زانډیکې تېره اوونۍ خبرداری ورکړی و، چې ښايي بهرنۍ لاسوهنه د ټیک‌ټاک هغو غوښتنو تر شا وي، چې خلک په فرانسه او بلجیم کې د اوکټوبر پر اووه‌لسمه لاریونونو ته وربولي. د هغه اندېښنه پر انلاین پارونې او د لاریونونو د احتمالي لاسوهنې پر امکان متمرکزه وه؛ نه پر دې ثبوت، چې ګواکې لاریونونه په مرکزي توګه تنظیم شوي دي.

دغه ناکرارۍ پر هغو حکومتونو فشار زیاتوي، چې لا له وړاندې د اقتصادي وضعیت او سیاسي حساب‌ورکولو په اړه د خلکو له نیوکو سره مخ دي. په البانیا کې دا شخړه د اروپايي ټولنې غړیتوب ته د دغه هېواد له هڅو سره هم تړلې ده.

لا څرګنده نه‌ده، چې دغه لاریونونه به د تګلارو د بدلون لامل شي او که به نښتې نورې هم پراخې شي. د ناکراریو پراخېدل ښيي، چې اروپايي حکومتونه د ژوندانه د لګښتونو، زده‌کړو، کورونو او اداري فساد په اړه د خلکو د غوښتنو له زیاتېدونکي فشار سره مخ دي.

Advertisement

نړۍ

ټرمپ د اسرائیلو په نږدې ټاکنیزو سیالیو کې له نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ

ټرمپ نټانیاهو« پیاوړی جنګیالی لومړی وزیر» او د سولې ملګری بللی او نوموړي ته یې د ایران پر وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا له بریدونو سره د یوځای کېدا امتیاز ورکړی دی.

Published

on

 

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ له خپل متحد بنیامین نټانیاهو ملاتړ اعلان کړ. دا په داسې حال کې ده، چې د اسرائیلو دغه پخوانی لومړی وزیر د راتلونکې اوونۍ په پارلماني ټاکنو کې د بریا لپاره د مخکښ کېدا هڅه کوي.

ټرمپ نټانیاهو« پیاوړی جنګیالی لومړی وزیر» او د سولې ملګری بللی او نوموړي ته یې د ایران پر وړاندې د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا له بریدونو سره د یوځای کېدا امتیاز ورکړی دی.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې دا جګړه په اوومه میاشت کې ده او په ټوله نړۍ کې یې د انرژۍ بازارونه ګډوډ کړي او په منځني ختیځ کې یې پراخ ویجاړی رامنځته کړی؛ مهم بنسټونه یې زیانمن کړي او د سیمې اقتصادونه یې بې‌ثباته کړي دي.

هغه زیاته کړې:« له دې ټولو سره – سره نوموړي مقاومت کړی او په حقیقت کې لا پیاوړی شوی دی! ما بي‌بي نتانیاهو په تر ټولو سختو شرایطو کې لیدلی دی. عادي نرینه او ښځې به په داسې حالاتو کې د فشار پر وړاندې مات شوي وای؛ خو بي‌بي مات نه‌شو، بلکې پیاوړی شو او نن هم هماغه ځواک لري.»

ټرمپ په ټولنیزې‌پاڼې« ټروت سوشل» کې لیکلي:« بي‌بي نټانیاهو له سختو مخالفتونو سره – سره، چې ان د اسرائیلو له دننه هم ورسره مخ دی؛ پیاوړی، زړور او ځیرک پاتې شوی دی.»

ټرمپ په خپل پیغام کې، چې د اسرائیلو« ستر ولس» ته یې لیکلی؛ زیاته کړې:« مهرباني وکړئ، دا لیک د اسرائیلو د لومړي وزیر د بیا ټاکل کېدا په راتلونکو سیالیو کې د بي‌بي نټانیاهو لپاره زما د بشپړ او هر اړخیز ملاتړ څرګندونه وګڼئ.»

د ټرمپ ملاتړ ښايي د اوکټوبر د اووه‌ویشتمې په ملي ټاکنو کې نټانیاهو او د هغه ښي اړخي لیکوډ ګوند ته د پام وړ ګټه ونه‌رسوي؛ ځکه د ایران په اړه د امریکا او اسرائیلو ترمنځ د اختلافونو له کبله د ټرمپ پر وړاندې د اسرائیلیانو ولسي ملاتړ کم شوی دی.

نظرپوښتنې ښيي، چې هیڅ نوماند واک ته د رسېدا روښانه لاره نه‌لري. په اسرائیلو کې لومړی وزیر د خلکو د مستقیمو رایو پر ځای په پارلمان کې د ائتلافي حکومت د جوړولو له لارې ټاکل کېږي.

دا به د ۲۰۲۳ز. کال د اوکټوبر د اوومې د حماس له برید وروسته د اسرائیلو لومړنۍ ټاکنې وي؛ هغه برید، چې دغه هېواد یې ولړزاوه او منځنی ختیځ یې له کړکېچ سره مخ کړ. له دې وروسته اسرائیلو په غزه، لبنان او ایران کې جګړې وکړې.

د ټاکنو پایله ښايي څرګنده کړي، چې آیا نټانیاهو د اسرائیلو په تاریخ کې له خورا برخلیک ټاکونکو دورو وروسته په واک کې پاتې کېږي او که د منځلارو سیالانو له‌خوا ماتیږي؛ هغه سیالان، چې د نوي پړاو د پیلولو ژمنه کوي.

نټانیاهو سمدستي په ایکس‌پاڼه کې له خپل« ګران ملګري ډونالډ» څخه مننه وکړه او ویې لیکل:« مونږ به ګډ ماموریت بشپړ کړو!»

د راپور له مخې، ډېری اسرائیلیان ان هغه کسان، چې پر نټانیاهو او د هغه پر حکومت نیوکې کوي؛ تر ډېره د ایران پر وړاندې د جګړې ملاتړي وه.

په واشنګټن کې د کارنیګي د نړیوالې سولې بنسټ شنونکي آرون ډیویډ میلر ویلي:« په دومره نږدې ټاکنیزو سیالیو کې د ټرمپ ملاتړ نټانیاهو ته زیان نه‌شي رسولی او ښايي مرسته ورسره وکړي.»

نظرپوښتنې اټکل کړی، چې د نټانیاهو مذهبي ملتپاله ائتلاف به په حکومت کې خپل اکثریت له لاسه ورکړي؛ خو مخالفان هم ښايي د حکومت په جوړولو کې له ستونزو سره مخ شي. په دې صورت کې کېدی شي نټانیاهو د نویو ټاکنو تر ترسره کېدا پورې سرپرست لومړي وزیر پاتې شي.

میلر ویلي، چې د امریکا ولسمشر له دې مخکې هم له نټانیاهو څخه د ملاتړ اعلانولو فرصتونه درلودل؛ خو دا کار یې ونه‌کړ. ښايي غوښتل یې وګوري، چې غزې او لبنان ته په ورته موضوعاتو کې د فشار له کومو وسیلو کار اخیستلای شي.

د نوموړي پر وینا، ټرمپ په پای کې د داسې یوه مشر ملاتړ وکړ، چې هغه یې پیاوړی او ناعادلانه تر فشار لاندې ګڼي.

میلر زیاته کړې:« که څه هم ټرمپ ښايي د ایران د جګړې د پیلولو لپاره د نټانیاهو له هڅو ناخوښ وي، خو په پای کې دا د ټرمپ خپله پرېکړه وه.»

هغه ویلي، که ټرمپ له نټانیاهو څخه ملاتړ نه وای اعلان کړی؛ نو دا به یوه پر ځای پوښتنه راپورته کړې وای، چې آیا په ټوله کې د ایران پر وړاندې د جګړې پرېکړه د ټرمپ له‌خوا سمه وه او که نه.

Continue Reading

نړۍ

په فرانسه کې سراسري لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل؛ سلګونه کسان ونیول شول

د فرانسې لومړي وزیر سباسټین لکورنو ویلي، د دغو ناکراریو پر مهال ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۱۵۰ پولیس ټپیان دي.

Published

on

 

په فرانسه کې د ژوندانه د لګښتونو د لوړېدا پر وړاندې سراسري لاریونونه د شنبې پر ورځ پر تاوتریخوالي واوښتل، چې په کې د څو ښارونو د پولیسو او لاریونوالو ترمنځ نښتې شوي، پلورنځي لوټ شول او اورلګېدلی دي.

د فرانسې لومړي وزیر سباسټین لکورنو ویلي، د دغو ناکراریو پر مهال ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۱۵۰ پولیس ټپیان دي.

نوموړي دغه تاوتریخوالی« بې‌ساری سخت» بللی دی.

لکورنو زیاته کړې: « دا معجزه ده، چې د قربانیانو شمېر له دې ډېر نه‌دی.»

چارواکو په سراسري لاریونونو کې د ګډونوالو شمېر ۵۵۰ زره کسان اټکل کړی؛ خو د« سي‌ژیټ» کارګرو ټولنې دا شمېر ۸۰۰ زره کسان ښودلی دی.

دغه ناکرارۍ د زده‌کوونکو له څو اوونیو اعتراضونو وروسته او د فرانسې د اپریل او مې میاشتو د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې رامنځته شوې دي.

پولیسو د لاریونوالو د خواره‌واره کولو لپاره له اوښکې بهوونکي ګاز او د اوبو له شیندونکو موټرو کار واخیست. په مقابل کې، یو شمېر لاریونوالو د امنیتي ځواکونو پر لور شیان او اورلوبیز توکي وغورځول. د فرانسې په سویل کې د سن‌اټین ښار د خلکو د کنټرول لپاره د کارېدونکي لاسي بم د چاودنې له کبله د یوه ۱۷ کلن هلک ښی لاس پرې شوی دی.

د پلورنځیو پراخ لوټ او ویجاړول

نقاب‌لرونکو ځوانانو د پاریس، مارسي، نیس، نانټ، بورډو، لیموژ، لیل، ټولوز او سټراسبورګ په ښارونو کې پلورنځي پر نښه شول او سوپرمارکیټونه، درملتونونه، لوکس پلورنځي او د برښنايي وسایلو د پلور مرکزونه یې لوټ کړل.

په پاریس کې د فرانسې خبري آژانس خبریالانو لیدلي، چې د لاریونوالو ځینو ډلو د پلورنځیو د ښیښو له ماتولو او د توکو غلا کولو مخکې امنیتي کمرې له کاره غورځولې دي.

عامه ودانۍ هم د بریدونو هدف وګرځېدې. د لیموژ تاریخي ښاروالۍ ودانۍ، چې له ۱۴۰ کلونو ډېره مخینه لري، وروسته له هغې په اور کې تر ډېره ویجاړه شوه، چې نقاب‌لرونکي لاریونوال ورننوتل. د مارسي او لیل ښاروالیو ته زیانونه واوښتل، په بورډو کې د پولیسو یو مرکز ویجاړ شو او د لیون ښار د ګرځندوی دفتر ته اور واچول شو.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون دغه تاوتریخوالی غندلی او ویلي یې دي، چې د شتمنیو په ویجاړولو، عامه ودانیو بریدونو او لوټ کې ښکېل کسان به تر قانوني څار لاندې ونیول شي.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس کډوالي د دغو ناکراریو لامل بللې ده.

نوموړي په ایکس ‌پاڼه کې ادعا کړې، چې لوېدیځو هېوادونو د تنوع او خواخوږۍ پر نوم په ټولنه کې د کډوالو د ادغام موضوع له پامه غورځولې ده.

د ژوند د لګښتونو لوړېدل؛ د لاریونوالو د غصې اصلي لامل

دغه لاریونونه د « زېړو واسکټونو» غورځنګ له‌خوا رابلل شوي وه. دغه غورځنګ اته کاله مخکې هم د سون‌توکو د مالیاتو د لوړولو د پلان پر ضد پراخ لاریونونه کړي دي.

د ژوندانه د لګښتونو لوړېدل، چې په منځني ختیځ کې د جګړې له کبله رامنځته شوي؛ انفلاسیون هم تر یوه بریده زیات کړي، د اعتراضونو له مهمو لاملونو څخه و.لاریونوالو د هېواد له سیاسي مشرتابه او اقتصادي نابرابرۍ څخه هم نارضایتي څرګنده کړې ده.

رژین مونفرویډ، چې ښوونکې ده؛ په سټراسبورګ کې د فرانسې خبري آژانس ته ویلي: « له دې ستړې شوې یوو، چې په لږو معاشونو د ژوند ګوزاره کوو او د کورونو کرایې مو پرله‌پسې لوړېږي.»

په پاریس کې لاریونوالو د مکرون د استعفا غوښتنه وکړه او ځینو یې د ۱۷۸۹ز.کال د فرانسې انقلاب ته هم نغوته  وکړه.

په مارسي کې لاریونوالو د ښاروالۍ دفترونو ته د ننوتو پر مهال شعارونه ورکول، چې« باسټیل به ونیسو».

د سیاسي کړکېچ زیاتېدل

دغه ناکرارۍ د ولسمشرۍ ټاکنو په درشل کې د فرانسې سیاسي کړکېچ زیات کړی او د دولت مخالفو څېرو هڅه کړې، چې له عامه نارضایتۍ ګټه واخلي.

د ښي اړخي افراطي ګوند نوماندې مارین لوپن بلواګر غندلي او خپل کیڼ‌اړخي سیال ژان‌لوک میلانشون یې پر تاوتریخوالي د مشروعیت ورکولو تورن کړی دی.

هغې ژمنه کړې، چې خلک به د هغه څه پر وړاندې خوندي کړي، چې نوموړې د افراطي کیڼ اړخي تاوتریخوالی بولي.

میلانشون، چې د وروستیو لاریونونو او د زده‌کوونکو د پخوانیو اعتراضونو ملاتړ یې کړی و؛ له ګډونوالو غوښتي، چې له لوټ څخه ډډه وکړي.

نوموړې ویلي، دغه ډول کړنې د غورځنګ له تګلارو سره سمون نه‌لري.

د ویجاړۍ پراخوالی او د نیول شویو کسانو شمېر د فرانسې د مهمې ټاکنیزې دورې په درشل کې د عامه نظم او امنیت د ټینګښت په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې دي.

Continue Reading

نړۍ

په جګړه کې له روسیې څخه د ټرمپ ملاتړ دردوونکی دی؛ هغه له مونږ سره خیانت وکړ- زیلنسکي

زیلنسکي د چارشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې ویلي:« د ولسمشر ټرمپ دا لوری غوره کول، زمونږ لوری نه‌دی او دا مونږ ته دردوونکې ده.»

Published

on

 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلنسکي وايي؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین او روسیې په جګړه کې د مسکو ملاتړ کوي، چې دا کړنه د اوکراین لپاره« دردوونکې» ده.

زیلنسکي د چارشنبې پر ورځ په یوه مرکه کې ویلي:« د ولسمشر ټرمپ دا لوری غوره کول، زمونږ لوری نه‌دی او دا مونږ ته دردوونکې ده.»

هغه ویلي: له دې سره، چې ټرمپ د اوکراین او روسیې ترمنځ د منځګړي رول ولري؛ ستونزه نه‌لري خو زیاتوي:« که د دواړو ترمنځ ولاړ یاست، باید پر همدې دریځ پاتې شئ.»

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا له ټرمپ څخه د خیانت احساس کوي؛ زیلنسکي څرګندوي: « رښتیا هم هو! خو موضوع زما له شخصي ولولو ډېره پېچلې ده.»

هغه زیاته کړې: د خواشینۍ ځای دی، چې یو پیاوړی ملګری له لاسه ورکوو.»

دغه راز د اوکراین ولسمشر ټینګار کړی: « مونږ خپل هېواد نه‌پلورو. دا زمونږ لپاره سوداګري نه‌ده؛ دا زمونږ ژوند او زمونږ هېواد دی.»

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!