Regional
په بغلان كې مدني ټولنو د ټاكنو د امنيت په اړه د وركشاپونود جوړولو غوښتنه وكړه
(Last Updated On: October 25, 2022)
د بغلان مدني ټولنو د دې ولايت ځينو اوسيدونكيو ته د ټاكنو د تر سره كيدو له څرنگوالي او د آزادو او رڼو ټاكنو په تړاو دوه ورځنى وركشاپ جوړ كړ او پر اړوند مسايلو يې معلومات تر لاسه كړل.
د بغلان د مدني ټولنو د بنسټونو د شبكې مشر محمدرسول هبا له دولتي مسوولينو غواړي، چې د بغلان په ټولو ولسواليوكې ښوونيز پروگرامونه په لار واچوي او خلكو ته په ټاكنو كې د گډون زمينه برابره كړي.
د دې وركشاپ زياتره برخه وال پر امنيت ټينگار كوي او په دې ملي پروسه كې د خلكو گډون په دې پورې تړلى بولي، چې خلك د ټاكنو په ارزښت وپوهوي.
په داسې حال كې، چې د ټاكنو پر امنيت اندېښنې څرگنديږي، د بغلان خلك هيله من دي، چې د راتلونكي لمريز كال ټاكنې له درغليو او امنيتي ننگونو پرته تر سره شي.