لوبی
آباسین ډیفنډرز کابل زلمي ته آسانه ماتې ورکړه
کابل زلمي په ۷.۲آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۳ منډې وکړې او آباسین ډیفنډرز ته یې د ۶۴ منډو هدف وټاکه.
د شنبې پر ورځ (د زمري اووهلسمه) په ایوبي کرکټ لوبغالي کې آباسین ډیفنډرز د کابل غوره لیګ په دوهیمه لوبه کې کابل زلمي ته آسانه ماتې ورکړه.
کابل زلمي پچه وګټله او لومړی یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه؛ خو د آباسین ډفنډرز توپ اچوونکو پرلهپسې ویکټې واخیستې او د دوی منډې جوړولو بهیر یې ګډوډ کړ.
کابل زلمي په ۷.۲آورونو کې د ټولو لوبغاړو پر سوځېدا یوازې ۶۳ منډې وکړې او آباسین ډیفنډرز ته یې د ۶۴ منډو هدف وټاکه.
صدیقالله پاچا د آباسین ډیفېنډرز لپاره غوره وځلېد او د خپلې بریالۍ توپاچونې له کبله د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
آباسین ډیفینډرز ټاکل شوی هدف آسانه پوره کړ او له دې سره یې د کابل غوره لیګ په سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه بریالۍ پیل کړه.
له دې لوبې مخکې د سیالیو په لومړۍ لوبه کې پامیر سټارز شمشاد ایګلز ته د ۱۱۶ منډو پر توپیر ماتې ورکړې وه.
کابل ۲۰۲۶ غوره لیګ شپږ لوبډلې؛ پامیر سټارز، شمشاد ایګلز، کابل زلمي، سپین غر وریرز، آباسین ډیفنډرز او بند امیر لري.
د لیګ ټولې لوبې په آریانا ټلوېزیون کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرېږي، چې د افغانستان کرکټ مینهوال یې کتلی شي.
لوبی
په جاپان کې آسیایي لوبې پیل شوې؛ ۳۴ افغان لوبغاړي لوبې کوي
د پرانیستلو په مراسمو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره شوي او د جاپان امپراتور ناروهيټو د ۴۵ هېوادونو او سیمو د لوبغاړو له تېرېدا وروسته د دې لوبو د پیل اعلان وکړ.
د آسیایي لوبو شلم پړاو د شنبې پر ورځ د جاپان په ناګویا ښار کې د پرانیستلو مراسمو پر ترسره کېدا پیل شو او د اوکټوبر تر څلورم به روان وي.
د پرانیستلو په مراسمو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره شوي او د جاپان امپراتور ناروهيټو د ۴۵ هېوادونو او سیمو د لوبغاړو له تېرېدا وروسته د دې لوبو د پیل اعلان وکړ.
د آسیا د المپیک شورا مشر د پرانیستلو په مراسمو کې ویلي؛ د آسیا په لوبو کې ورزشکاران په داسې حال کې سیالۍ کوي، چې نړۍ له شخړو سره مخ ده او ښيي، چې سپورټ اوس هم د ملتونو ترمنځ د سولې، متقابلې همغږۍ او ملګرتیا لپاره ځواک کېدی شي.
د آسیا دا لوبې د توکیو له المپیک پېنځه کاله وروسته ترسره کېږي؛ هغه لوبې، چې د کووېډ-۱۹ د محدودیتونو له کبله پرته له نندارچیانو ترسره شوې وې.
په دې پړاو کې له ۱۱ زره ډېر لوبغاړي د آسیا له ۴۵ هېوادونو څخه ګډون لري او په ۴۱ سپورټي څانګو کې به له یو بل سره لوبې وکړي.
په دغو لوبو کې د افغانستان اته سپورټي ډلې د ۳۴ لوبغاړو په ګډون حضور لري.
ټاکل کیږي، چې نن څلور افغان لوبغاړي؛ محمد جعفر سلطاني، شهزاده ساپی، محمد خالد هوتک او حامد اشرفي د ووشو په برخه کې له خپلو سیالانو سره مخامخ شي.
لوبی
د افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
د افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
ابومسلم فراه او آریانا خوست د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو په دیارلسمه لوبه کې نن (شنبه) سره مخ شول، چې لوبه یې له کوم ګول پرته په مساوي ډول پای ته ورسېده.
دواړو لوبډلو په دواړو نیمایي کې د یو بل د دروازې د پرانیستلو لپاره ډېرې هڅې وکړې؛ خو هېڅ یوې لوبډلې ونهشو کولی له خپلو رامنځته شویو دریځونو ګټه واخلي او لوبه ۰-۰ پای ته ورسېده.
د ابومسلم فراه فوټبال لوبډلې لوبغاړی مصطفی عمرخېل د دې لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
ابومسلم فراه به په خپله راتلونکې لوبه کې له سرخپوشان خوافي سره مخ شي او آریانا خوست به له استقلال کابل سره لوبه وکړي.
د افغانستان اتلانو لیګ روشن د شپږم پړاو لوبې پر ژوندۍ بڼه له آریانا ټلوېزیون څخه خپرېږي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoپر مکه برید مو سره کرښه ده – سعودي؛ حوثیانو د برید ادعا رد کړه
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول5 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ4 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آریانا خوست لوبه وګټله؛ عینو مېنه او خراسان فاریاب مساوي شول
