Connect with us

لوبی

آریانا تلویزیون د هند د غوره لیګ د خپریدو حق خپل کړ

خپور شوی

د

آریانا نړیوالې تلویزیوني شبکې خپلو لیدونکیو ته له خوښۍ ډک زیری وړاندې کړی او څرګندوي: دې شبکې د هند غوره لیګ (IPL) د پاتې لوبو د ژوندۍ خپرونې حق ترلاسه کړی، چې سر له اوسه د آریانا تلویزیون لیدونکي کولی شي دغه سیالۍ هره ورځ له دې شبکې څخه وګوري.

د هند سږنی غوره لیګ (IPL)، چې څو اوونۍ وړاندې له آریانا او آریانا نیوز اوبپاڼو یې ژوندۍ خبرونه پیل شوې؛ اوس به د آریانا تلویزیون څخه هم په ژوندۍ بڼه خپریږي.

اوس په ټول هېواد کې کرکت مینه‌وال کولی شي د پاتې تورنمنت د لوبو د لیدلو لپاره، چې د می پر ۲۸ پای ته رسیږي؛ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه وګوري.

د سږ کال تورنمنت زړه راکښوونکې لوبې باید هېرې نشي؛ ځکه د نړۍ یو شمېر ستر ستوري او اتلان د افغان اتلانو په ګډون د بریاوو لپاره مبارزه کوي.

د سږ کال په ستورو کې مو راشد خان ډګر ته راوتلی او یو ځل بیا یې د ICC د توپ اچونې په درجه بندۍ کې د نړۍ پر کچه لومړی ځای خپل کړ.

تاسې خپلې د اړتیا وړ غوښتنې او پوښتنې لاندې موندلی شئ:

د هند غوره لیګ یا  تورنمنت د جمعې پر ورځ د مارچ پر ۳۱ پیل شوی. ګجرات تایتانز تېر کال اتلولي خپله کړې وه  ته رسېدلید سرلیک لرونکي دي چې تیر کال یې ګټلي و. اوس مهال په لښتیلیک  کې درېیم ځای لري.

ټولټال لس لوبډلې به په دې سیالیو کې ونډه لري او د اتلولۍ تر پړاو  پورې به ۷۰ سیالۍ وکړي.

پای لوبه به د غبرګولي پر ۷ / د می پر ۲۸ د احمد آباد په نریندرا مودي لوبغالي کې ترسره شي.

سیالۍ له آریانا تلویزیون وګورئ:

د سیالیو په ژوندۍ بڼه د لیدلو لپاره آریانا تلویزیون وګورئ او یا د آریانا او آریانا نیوز اوبپاڼو اړوند تړاوونه کېکاږئ.

CLICK HERE

CLICK HERE

د بشپړو خپرونو مهالوېش: Match Schedule

د هند غوره لیګ کرکت سیالیو بشپړ مهالوېش:

د سیالۍ مهالوېش:

په سږني IPL کې رامنځته شوي بدلونونه:

د قواعدو بدلون:

سږ کال د هند کرکت بورد (BCCI) د IPL په قوانینو او بڼه کې بدلون رامنځته کړی دی.

د هندوستان د کرکت بورد د غوره لیګ د شپاړسمې دورې د کورنۍ او بهرنۍ سیالۍ تنظیم کړي او لس لوبډلې یې پر دوه ګروپونو وېشلي، چې هر یو یې پېنځه لوبډلې لري. هره لوبډله به د لیګ په پړاو کې ۱۴ لوبې کوي، چې په کې ۷ کورنۍ او ۷ بهرنې لوبې په پام کې نیول شوي دي.

سږنی لیګ به ۵۲ ورځې په ۱۲ بېلابېلو ځایونو کې ترسره شي.

او په سږني لیګ کې نور ټولیز بدلونونه راغلي دي.

نور لوی بدلونونه رامنځته شوي، لکه څنګه، چې د کرکت تایمز لخوا تشریح شوي:

1) د توپ په اړه د پرېکړې د بیاکتنې سیستم

لوبغاړي اوس کولی شي د پرېکړې بیاکتنې سیستم (DRS) پر کارولو د لوبڅاري له توپ پرته و ننګوي. د ښځو غوره لیګ (WPL) 2023 لومړنی تورنمنت شو، چې دا قانون یې معرفي کړ او اوس به IPL په خپل ۱۶ پړاو کې هم پلي شي.

د WPL په پیل کې د ممبۍ اندینز کپتان هرمنپریت کور د امپائر لخوا د پراخ کال ننګونې لپاره بیاکتنه وکاروله او لومړنۍ لوبډلمشر شو، چې ګټه یې ترلاسه کړه.

2) د ‘اغېزکوونکي لوبغاړي’ قانون

BCCI په IPL 2023 کې د “اغېزکوونکي لوبغاړي” نوی قانون هم اضافه کړی؛ هرې لوبډلې ته اجازه ورکوي، چې د لوبې په هره شېبه کې د خپل ډګر یو لوبغاړي له څلورو بدل شویو څخه ونیسي.

په هرصورت بدل شوی لوبغاړی به نور نشي کولی په لوبه کې برخه واخلي، حتی د بدل ښوي لوبغاړي په توګه.

د یادونې وړ ده، که یوه لوبډله په خپل یوولسم پړاو کې څلور بهرني لوبغاړي ونوموي؛ نو اغېزمن لوبغاړی به یوازې یو هندی وي.

IPL 2023 ګروپونه:

الف ګروپ: ممبی اندینز، راجستان رویالز، کلکته نایت رایدرز، ډیلي کپیتلز، لکنو سوپر جایانتز

ب ګروپ: ګجرات تایتانز، چینای سوپر کینګز، پنجاب کینګز، سن رایزرز حیدرآباد، رویال چیلنجرز بنګلور

په 2023 IPL کې افغان لوبغاړي:

افغان لوبغاړي نن ورځ د ټولې نړۍ په T20 لیګونو کې مینه‌وال لري او IPL استثنا نده.

سږ کال پېنځه افغان لوبغاړي په بېلابېلو لوبډلو کې استازیتوب لري، چې نومونه یې دا دي:

د کلکتې په نایت رایدرز لوبډلې کې رحمان الله ګربز

په ګجرات تایتانز لوبډله کې راشد خان او نور احمد

په سانرایزرز حیدرآباد لوبډله کې فضل حق فاروقي

په لکنو سوپر جاینتز لوبډله کې نوین الحق

رحمن الله ګربز د کلکتې نایت رایدرز لوبډلې لپاره په دې سیالیو کې لوبیږي.

راشد خان او نور احمد “دوه ګوني څرخېدونکي” پېژندل شوي دي.

لوبی

آریانا ټلویزیون د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو د جایزو لسم پړاو مراسم خپروي

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

Published

on

Last Updated on: ليندۍ ۲۴, ۱۴۰۴

آریانا ټلویزیون په افغانستان کې د فیفا ۲۰۲۵ غوره فوټبال لوبغاړو مراسم پر ژوندۍ بڼه خپروي. د فیفا د څرګندونو له مخې؛ د جایزو دا تاریخي لسم پړاو د سې‌شنبې پر ورځ( د لیندۍ پېنځه‌ویشتمه / د ډسمبر شپاړلسمه ) د قطر په دوحه کې ترسره او په کې به د نرینه‌ او ښځینه فوټبال د مهمو جایزو ګټونکي اعلان شي.

دا مراسم به په فیرمونټ کټارا سالون کې د پاري سنټ ژرمن او سي آر فلامنګو ترمنځ د فیفا انټرکانټینینټال جام له وروستۍ لوبې سره همهاله ترسره شي.

په دې مراسمو کې به شاوخوا ۸۰۰ میلمانه؛ د فیفا رییس ګیاني اینفانټینو، د فیفا شورا غړي، د فوټبال افسانوي لوبغاړي او د فډراسیون غړي او استازي ګډون وکړي.

په جایزو کې غوره نرینه او ښځینه لوبغاړي، غوره روزونکي، ګول‌ساتونکي او غوره ګولونه شامل دي.

ځانګړې جایزې لکه د فیفا د عادلانه لوبې جایزه او د مینه‌والو جایزه به هم ورکړ شي. د ګټونکو په ټاکلو کې د مینه‌والو له ۱۶ میلیون څخه ډېرې رایې رول لري.

په افغانستان کې د دې مراسمو مینه‌وال کولی شي په دې اړه وروستي معلومات د آریانا نیوز له اوبپاڼې، ټولنیزو پاڼو او د آریانا ټلویزیون د لیدلو له لارې ترلاسه کړي او د دغو مراسمو له ژوندۍ خپرونې خوند واخلي.

Continue Reading

لوبی

کلکتې ته د مسي د سفر تنظیموونکی ونیول شو

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

Published

on

د ارجنټاین د فوټبال ستوري لیونل مسي د هند سفر د کلکتې په سالټ لیک لوبغالي کې له ګڼه‌ګونې سره مخ او مینه‌والو یې څوکۍ ماتې او شیان یې ډګر ته وغورځول. ټاکل شوې وه، چې مسي په دې لوبغالي کې ۴۵ دقیقې پاتې شي؛ خو له ۲۰ دقیقو وروسته ترې ولاړ.

د مراسمو تنظیم کوونکی ستاډرو دوټا د پولیسو له‌خوا ونیول شو او هغه ژمنه وکړه، چې د ټکټونو لګښت به بیا ورکړ شي.

د لویدیځ بنګال اعلی وزیرې ممتا بنرجي د مسي او د هغه له مینه‌والو بښنه غوښتې او د پېښې د بشپړې څېړنې او د مسوولانو د پېژندلو لپاره یې د یوې څېړنیزې کمېټې د جوړولو امر کړی دی.

مسي ټاکل شوې، چې هند ته د خپل سفر پر مهال د کلکتې، حیدرآباد، ممبي او نوي ډیلي په بېلابېلو پروګرامونو کې ګډون وکړي.

د لویدیځ بنګال ایالت د فوټبال د مینه‌والو د زړه‌راکښونکې لېوالتیا او سپورټي ګډوډیو تاریخ لري او دا لومړی ځل ندی، چې د سالټ لیک لوبغالی د داسې پېښو شاهد دی.

Continue Reading

لوبی

د افغانستان او هند ځوانو کرکټ لوبډلو په بنګلور کې د درې اړخیزه سیالیو اتلولي وګټله

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

Published

on

د افغانستان او هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلو ترمنځ په بنګلور کې د درې اړخیزه کرکټ سیالیو وروستۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوه او دواړو لوبډلو ګډه اتلولي خپله کړه.

دا سیالۍ یا ټورنمنټ د درې لوبډلو؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې، د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره الف لوبډلې او د هند له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ب لوبډلې تر منځ تر سره شوې.

د افغانستان عبدالعزیز خان نومي د خپلې بې سارې هڅې له کبله د ټورنمنټ د غوره لوبغاړي جایزه وګټله او په دې ټورنمنټ کې یې ۱۳ ویکټې واخیستې.

له وروستۍ لوبې څخه مخکې هرې لوبډلې څلور لوبې کړې وې؛ د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره لوبډلې درې وګټلې او له ۱۲ نمرو سره د جدول په سر کې راغله.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!