International Sports

آریانا ټلویزيون افغانانو ته د آسیا جام غوره لوبډلو سیالۍ پر ژوندۍ بڼه خپروي

ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د ۲۰۲۶ز.کال د غویي له پېنځلسمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ / د می له پېنځمې څخه تر دوه‌ویشتمې پورې د سعودي عربستان پر کوربتوب ترسره شي. په دې سیالیو کې به ۱۶  غوره لوبډلې د اتلولۍ او د نړیوال جام د ګډون د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.

Published

on

Last Updated on: غویی ۱۰, ۱۴۰۵
آریانا راډیوټلوېزیون ویلي، چې د افغانستان پر کچه لیدونکو ته به د ۲۰۲۶ آسیاجام د ۱۷ کلنو ځوانانو آسیاجام ګروپي پړاو سیالۍ او پایلوبه پر ژوندۍ بڼه خپرې کړي.

ټاکل شوې، چې دا سیالۍ د ۲۰۲۶ز.کال د غویي له پېنځلسمې څخه د غبرګولي تر لومړۍ / د می له پېنځمې څخه تر دوه‌ویشتمې پورې د سعودي عربستان پر کوربتوب ترسره شي. په دې سیالیو کې به ۱۶  غوره لوبډلې د اتلولۍ او د نړیوال جام د ګډون د امتیاز ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.

د سیالیو د جوړښت له مخې؛ له هر ګروپ څخه دوه مخکښې لوبډلې به د کوارټر فاینل پړاو ته لار ومومي او په مستقیم ډول به د ۱۷ کلنو نړیوال جام ته، چې ټاکل شوې په قطر کې ترسره شي؛ د ګډون جواز ترلاسه کړي.

په A ګروپ کې کوربه هېواد سعودي عربستان له تاجکستان، تایلنډ او میانمار سره یوځای دی.

پهB  ګروپ کې جاپان، انډونیزیا، چین او قطر برخه لري.

په C ګروپ کې د سویلي کوریا لوبډله له یمن، ویټنام او متحده عربي اماراتو سره سیالي کوي.

او په D ګروپ کې د تېر پړاو اتل ازبکستان د اسټرالیا، هند او شمالي کوریا تر څنګ حضور لري.

دا سیالۍ د آسیا د ځوانانو پر کچه له مهمو فوټبالي پېښو څخه شمېرل کېږي او تمه ده، چې د وچې نوې راټوکېدلې وړتیاوې په کې وځلېږي؛ هغه سیالۍ، چې تل د استعداد موندونکو او د فوټبال د مینه‌والو پام ځانته رااړوي.

آریانا راډیو ټلویزیون ټینګار کړی، چې د ګروپي پړاو د مهمو لوبو تر څنګ به پایلوبه هم پر ژوندۍ بڼه خپره شي. همدارنګه له مینه‌والو غوښتنه شوې، چې د نورو معلوماتو، مهالوېش او د لوبډلو د خبرونو لپاره د آریانا ټلوېزیون او آریانانیوز ټولنیزې پاڼې وګوري.

Trending

Exit mobile version