لوبی
آسترالیا د ۲۰۲۳ کرکت نړیوال جام د پایلوبې اتلولي خبله کړه
آسترالیا د یکشنبې پر ورځ په بایلوبه کې هند ته د شپږ ویکتو پر توبیر ماته ورکړه او شپږم نړیوال جام یې خپل کړ.
دا تاریخي لوبه د احمدآباد په نریندرا مودي لوبغالي کې د آسترالیا پر بري پای ته ورسېده.
په دې پایلوبه کې هند آسترالیا ته د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه، چې آسترالیا په ۴۳ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې د شپږ ویکتو پر توپیر وګتله او د ۱۳۰۰۰۰نندارچیانو ولولې یې د ځان پر ګته راوحرخولې .
د یادونې ده، چې افغانستان په دې جام کې شپږم ځای خبل کړی دی.
لوبی
د افغانستان او عمان ترمنځ د کرکټ روزنیزه لوبه بې پایلې پای ته ورسېده
د افغانستان او عمان د کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ (د غبرګولي نهمه) د نړیوال جام لپاره د روزنیزو یا تمریناتي لوبو په لړ کې د کارابین ټاپوګانو د ټرینیډاډ او ټوباګو په پلازمېنه پورټ آف سپین کې سره مخ شوې.
د عمان ملي لوبډلې په دې لومړۍ لوبه کې توپوهنه پیل کړه او په ۲۰ اورونو کې یې د درې لوبغاړو پر له لاسه ورکولو سره ۱۵۴ منډې جوړې کړې.
د توپاچونې په برخه کې یوازې عظمتالله عمرزي او نوین الحق وکولی شول، چې یو- یو لوبغاړی له ډکره وتلو ته اړ کړي.
په دې سیالیو کې راشد خان د خپل ځان په ګډون نهه توپاچوونکیو ته ته د توپاچونې چانس ورکړ او داسې ښکاري، چې غواړي د نړیوال جام له پیل مخکې د خپلې لوبډلې توپاچوونکي و ارزوي.
په دغو نهه توپاچوونکیو کې ننګیالي خروټي د نورو پر پرتله ښه توپاچونه وکړه. که څه هم نوموړي په دغو دوه اورونو کې کومه ویکټه ترلاسه نکړه؛ خو د سیالې لوبډلې لوبغاړو ته يې اجازه هم ورنکړه، چې پر ۱۲ توپونو له ۱۰ ډېرې منډې وکړي.
د باران له کبله د افغانستان توپاچونه ونشوه او په پای کې د باران له کبله دا سیالي بې پایلې پای ته ورسېده.
د افغانستان دوهیمه او وروستۍ روزنیزه لوبه به د جمعې پر ورځ (د غبرګولي یوولسمه ) په هدې لړبغالي کې له سکاټلینډ سره ترسره شي.
نشراتي خبرتیا!
د آریانا نړیواله راډیو ټلویزیوني شبکې (ATN) تېره اوونۍ په ډاګه کړه، چې په افغانستان کې یې د سږني ۲۰ اوریز نړیوال جام د نشراتو حق ترلاسه کړی دی.
د پېښې په اړه خبرونه او تازه معلومات به په منظمه توګه د آریانا او آریانا نیوز اوبپاڼو او ټولنیزو شبکو له لارې خپریږي؛ نو ډاډه اوسئ، چې مونږ وڅارئ.
لوبی
افغانستان د ۲۰ اوریز نړیوال جام دوهیم پړاو ته د رسېدو وړتیا لري – سټوارټ لا
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشر روزونکي سټوارټ لا ویلي؛ دا لوبډله د دې وړتیا لري، چې د ویسټ انډیز او امریکا پر کوربتوب په پیلېدونکي شل اوریزو نړیوال جام کې دوهیم پړاو ته ورسیږي.
سټوارټ لا، چې اوس د متحده ایالاتو د لوبډلې مشر روزونکی دی؛ الجزیرې ته ویلي: زه د دوی د کرکټ لوبې پر څرنګوالي مین یم. د دوی د لوبې په ترسره کېدا کې هیڅ وېره نشته.
هغه زیاته کړې: دوی تل تېري کوونکي دي، تل برید کوي. ما ډیر دفاعي لوبغاړي ندي لیدلي او داسې نهښکاري، چې ډېري دفاعي لوبغاړي لومړۍ لوبډلې ته ورننوځي.
نوموړي زیاته کړې، چې افغان لوبغاړي طبيعي استعداد لري او پياوړي او ځواکمن دي.
دی وایي: دوی ځینې وختونه له ځانګړیو شرایطو څخه د تېرېدو لپاره هوښیارۍ ته اړتیا لري.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانی مشر روزونکی په دې باور دی، چې دغه لوبډله د پرمختګ لپاره نورو توپوهونکیو ته اړتیا لري.
لا څرګنده کړې؛ د ځینو ځوانو لوبغاړو له راتګ سره د دوی توپوهنه ښه شوې ده.
ټاکل شوې د ۲۰ اوریزه نړیوال جام سیالۍ د راتلونکې یکشنبې پر ورځ د غبرګولي دیارلسمه / د جون دوهیمه د افغانستان پر وخت د سهار پر ۵ بجو د امریکا او کاناډا تر منځ پیل شي.
افغانستان به لومړۍ لوبه د سې شنبې پر ورځ له یوګانډا سره کوي.
لوبی
کلکتې حیدرآباد ته ماتې ورکړه او د درېیم ځل لپاره یې د هند غوره لیګ اتلولي وګټله
د یکشنبې پر ورځ د هند غوره لیګ سیالیو په پای لوبه کې د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د سن رایزرز حیدرآباد لوبډلې ته پر ۸ ویکټو ماتې ورکړه او د دې سیالیو درېیمه اتلولي یې خپله کړه.
حیدرآباد د سیالیو د دې حساس پړاو پرمهال له سترې ستونزې سره مخ شو او په ۱۸.۳ اورونو کې د ۱۱۳ منډو پر جوړولو یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل.
کلکتې لوبډلې ورکړ شوی هدف په ۱۰.۳ اورونو کې د دوه لوبغاړو پر سوځېدو پوره کړ.
وینکاټیش آیر پره ۲۶ توپونو ۵۲ او افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز په ۳۲ توپونو ۳۹ منډې وکړې.
د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د توپاچونې په برخه کې په زړه پورې لوبه روانه وساتله. مچل سټارک دوه ویکټې واخیستې او یوازې ۱۴ منډې یې وکړې.
د هند غوره لیګ اووهلسم پړاو سیالۍ، چې د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د ۱۰ لوبډلو په ګډون ترسره شوې؛ له آریانا تلویزیون څخه پر ژوندۍ بڼه خپرې شوې.
د هند غوره لیګ له پای ته رسیدو وروسته به آریانا ټلویزیون ویاړي، چې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام به هم په ځانګړي او انحصاري توګه نشر کړي.
د راتلونکیو سیالیو د بشپړو معلوماتو د تر لاسه کولو له مونږ سره پاتې شئ.
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا نړیوال ټلویزیون “د ویډیو په ثبتولو کې د مرستې غوښتنې” یو نوی پروګرام پیل کړ
-
لوبی5 days ago
د ۲۰۲۴ شل اوریز نړیوال جام سیالیو ټولې لوبډلې په ډاګه شوې
-
سیمه ییز خبرونه3 days ago
نواز شریف یو ځل بیا د پاکستان د واکمن مسلم لیګ ګوند مشري پر غاړه واخیسته
-
نړۍ3 days ago
په رفح کې پر اسرائيلي بريدونو لسګونه فلسطينيانو ووژل شول
-
تازه خبرونه3 days ago
له نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل وارزول شو
-
نړۍ2 days ago
اسرائیلي ځواکونو د غزې او مصر د پولې کنټرول هم تر لاسه کړ
-
تازه خبرونه5 days ago
افغانستان دې د تحریک طالبان پاکستان مشران راوسپاري – محسن نقوي
-
تازه خبرونه2 days ago
په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو