تازه خبرونه
آلمان لومړی بېجرمه افغان کډوال هم افغانستان ته ایستلی
د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه افغان وګړی له هغې وروسته وشړل شو، چې د پناه غوښتنې د دوسیې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ شوي وه.
رویټرز راپور ورکړی، چې آلمان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د لومړي ځل لپاره یو بېجرمه افغان وګړی هم افغانستان ته جبري ایستلی دی.
د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه افغان وګړی له هغې وروسته وشړل شو، چې د پناه غوښتنې د دوسیې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ شوي وه.
ویل کېږي نوموړي هڅه کړې، چې په یوه بل اروپايي هېواد کې استوګنه ترلاسه کړي؛ خو د ناقانونه حضور له کبله وپېژندل شو او بېرته آلمان ته ولېږدول شو. له هغې وروسته بیا افغانستان ته جبري و ایستل شو.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه کس له هغو ۳۱ افغانانو څخه و، چې د سېشنبې پر ورځ له آلمان څخه افغانستان ته ولېږدول شول. د آلماني چارواکو د معلوماتو له مخې، پاتې ۳۰ کسان پر جرمي جرمونو محکوم شوي وه.
آلمان له ۲۰۲۴ز.کال راپدېخوا د افغانانو د ایستلو لړۍ بېرته پیل کړې ده، چې د بشري حقونو د وضعیت او د بېرته ستنېدونکو د برخلیک په اړه له پراخو اندېښنو او نیوکو سره مخ دی.
د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، د دې بهیر له بیا پیل راپدېخوا له ۲۰۰ ډېر افغانان له آلمان څخه ایستل شوي او لږ تر لږه یو تن یې افغانستان ته له ستنېدا وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بشري حقونو بنسټونو څو ځله له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پر مهال د انساني پایلو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په پام کې ونیسي.
تازه خبرونه
ایران د افغانستان په اړه د څلور اړخیزې غونډې له جوړولو خبر ورکړ
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې پر ورځ (د لړم یوولسمه / د نومبر دوهیمه) په خپله اوونیزه خبري غونډه کې ویلي، چې تهران د دې غونډې جوړولو ته چمتووالی نیسي او په همدې تړاو یې ډیپلوماټیکې مشورې او سفرونه هم ترسره کړي دي.
د ایران حکومت په پام کې لري؛ په راتلونکو میاشتو کې د افغانستان په اړه یوه نوې څلور اړخیزه غونډه جوړه کړي، چې موخه یې د افغانستان د امنیتي او سیاسي وضعیت او اقتصادي همکاریو د سیمهییزو سلا مشورو دوام ګڼل شوی دی.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي د دوشنبې پر ورځ (د لړم یوولسمه / د نومبر دوهیمه) په خپله اوونیزه خبري غونډه کې ویلي، چې تهران د دې غونډې جوړولو ته چمتووالی نیسي او په همدې تړاو یې ډیپلوماټیکې مشورې او سفرونه هم ترسره کړي دي.
نوموړي د غونډې د ګډونوالو هېوادونو د کره نېټې او اجنډا نور جزئیات نهدي ورکړي.
په تېرو ورته غونډو کې ایران، روسیې، چین او پاکستان ګډون کړی و او د سیمې د امنیت، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، اقتصادي همکاریو او له افغانستان سره د تعامل په اړه یې خبرې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي. روسیې هم د ۲۰۲۶ز.کال د اوکټوبر پر پنځمه د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اتمې غونډې کوربهتوب کړې و، چې د افغانستان، چین، هند، ایران، پاکستان او د منځنۍ آسیا د هېوادونو استازو په کې ګډون کړی و.
تازه خبرونه
د امریکا منځمهاله ټاکنې؛ د مشرانو جرګې د ولکې لپاره ډيموکراټان ۵۱ څوکیو ته اړتیا لري
د مشرانو جرګې یا سنا له ۱۰۰ څوکیو څخه د ۳۵ څوکیو لپاره سیالي کېږي.
د امریکا منځمهاله ټاکنې نن( سېشنبه د لړم دولسمه / د نومبر درېیمه) ترسره کېږي. په دې ټاکنو کې د کانګرس د دواړو جرګو؛ استازو جرګې او مشرانو جرګې د غړیو د ټاکلو ترڅنګ د یو شمېر ایالتونو پر کچه هم ټاکنې کېږي.
د مشرانو جرګې یا سنا له ۱۰۰ څوکیو څخه د ۳۵ څوکیو لپاره سیالي کېږي.
د امریکا د مشرانو جرګې غړي د شپږو کلونو لپاره ټاکل کېږي او په هرو دوه کلونو کې د جرګې نږدې درېیمه برخه څوکۍ د ټاکنو له لارې بدلېږي.
د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د استازو جرګې ټولې ۴۳۵ څوکۍ هم د سیالۍ ډګر ته وړاندې کېږي.
دا ټاکنې د ولسمشرۍ د څلور کلنې دورې په نیمایي کې ترسره کېږي او د راتلونکو دوه کلونو لپاره د کانګرس د دواړو جرګو سیاسي جوړښت ټاکي.
اوسمهال جمهوري غوښتونکي په مشرانو جرګه کې ۵۳ او ډیموکراټان ۴۷ څوکۍ لري، چې په دې کې دوه خپلواک سناتوران هم غړیتوب او له ډیموکراټانو سره همغږي لري.
د مشرانو جرګې د واک د ترلاسه کولو لپاره ډیموکراټان باید لږ تر لږه ۵۱ څوکۍ ولري؛ یعنې د اوسني جوړښت پر پرتله څلور نورې څوکۍ وګټي. د جمهوري غوښتونکو مرستیال ولسمشر جېډي ونس کولی شي د ۵۰-۵۰ رایو د برابرۍ پر مهال پرېکړه کوونکې را ورکړي.
د امریکا د منځمهاله ټاکنو پایلې یوازې د کانګرس د واک پر وېش اغېز نهلري، بلکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاتې دوه کلونو د حکومتولۍ پر بهیر هم اغېز کولی شي.
که ډیموکراټان د کانګرس د یوې یا دواړو جرګو اکثریت ترلاسه کړي؛ د حکومت د قوانینو او سیاسي تګلارو د پلي کېدا پر وړاندې به د څارنې او محدودولو ډېر واک ولري.
که څه هم د ولسمشرۍ څوکۍ په دغو ټاکنو کې د سیالۍ برخه نهده؛ خو د پایلو ارزونه به د ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړیو دوه کلونو د کړنو او تګلارو په اړه د امریکایانو د نظر د معلومولو یوه مهمه وسیله وي.
د مشرانو جرګې د غړیو پېر شپږ کلن دی او د استازو جرګې غړي د دوه کلونو لپاره ټاکل کېږي.
د ټاکنو ګټونکي سناتوران به د ۲۰۲۷ز.کال د جنورۍ له درېیمې خپلې نوې دورې پیل کړي.
#آریانانیوز #امریکا #منځمهالهټاکنې #ډونالډټرمپ #کانګرس #مشرانوجرګه #ډیموکراټان #جمهوريغوښتونکي
تازه خبرونه
اسلامي امارت درېیم هېواد ته د افغان کډوالو د احتمالي لېږد په اړه د مسوولانه چلند غوښتنه وکړه
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له افغان کډوالو سره باید د نژاد او نورو توپیرونو له په پام کې نیولو پرته، د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت پر بنسټ چلند وشي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په غبرګون کې، چې له مخې یې امریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال پاکستان یا درېیم هېواد ته ولېږدوي؛ ویلي، چې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه باید د هغو قانوني حقونه او انساني کرامت په پام کې ونیول شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپره شوې خبرپاڼه کې ټینګار کړی، چې له افغان کډوالو سره باید د نژاد او نورو توپیرونو له په پام کې نیولو پرته، د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت پر بنسټ چلند وشي.
په دې خبرپاڼه کې له امریکا غوښتل شوي، چې په دې اړه له مسوولانه او سنجول شوي چلند څخه کار واخلي او د افغان کډوالو د برخلیک په اړه هر ډول پرېکړې او اقدامات د روښانه دوهاړخیز تفاهم، اړینې همغږۍ او د اړوند کسانو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره ترسره کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د کډوالو د برخلیک په اړه باید د لنډمهالو امتیازاتو او نورو ملاحظاتو له مخې پرېکړې ونهشي او په دې بهیر کې د انساني کرامت، حقونو او بشري معیارونو ساتنې ته پام وشي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، د خپلو اتباعو د ملاتړ او هغوی ته د خوندي او داوطلبانه راستنېدا د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې هر ډول رغنده همکارۍ ته ژمن دی او د خپلو وګړو د حقونو او خوندیتوب تأمین خپل مسوولیت ګڼي.
-
نړۍ2 days agoد جرمني د ځوان نسل په تاوتریخجنو لاریونونو کې د فرانکفورټ هټۍ لوټ شوې
-
تازه خبرونه2 days agoامریکا غواړي یو شمېر افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي- اسوشیټډ پرس
-
تازه خبرونه2 days agoد داعش غړی اوغور بهادر اسلامآباد هوايي ډګر ته له ننوتلو وروسته په بلوچستان کې روزل شوی و- سرچینې
-
نړۍ1 day agoټرمپ له کانګرس پرته د حکومتولۍ پر پلان کار کوي- رویټرز
-
لوبی3 days agoافغانستان د سکاټلینډه پر ماتې ورکولو د هانګکانګ شپږآوریزو سیالیو پایلوبې ته لار پیدا کړه
-
لوبی2 days agoد افغانستان له ۱۵ کلنو ټیټ عمره لوبډلې په لومړي فوټبال نړیوال جام او ننداره کې دریاتیایم مقام خپل کړ
-
لوبی1 day agoآریانا ټلویزیون د فوټسال غوره لیګ د دوه نورو پړاوونو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
ساینس او ټیکنالوژي2 days agoبایننس د غلا شویو شپږ میلیارډ ډالرو شتمنیو زیان جبران کړ
