تازه خبرونه

آلمان لومړی بې‌جرمه افغان کډوال هم افغانستان ته ایستلی

د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه افغان وګړی له هغې وروسته وشړل شو، چې د پناه غوښتنې د دوسیې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ شوي وه.

Published

on

رویټرز راپور ورکړی، چې آلمان د اسلامي امارت له بیا واکمنېدا وروسته د لومړي ځل لپاره یو بې‌جرمه افغان وګړی هم افغانستان ته جبري ایستلی دی.

د راپور له مخې، د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي؛ دغه افغان وګړی له هغې وروسته وشړل شو، چې د پناه غوښتنې د دوسیې ټول قانوني پړاوونه یې بشپړ شوي وه.

ویل کېږي نوموړي هڅه کړې، چې په یوه بل اروپايي هېواد کې استوګنه ترلاسه کړي؛ خو د ناقانونه حضور له کبله وپېژندل شو او بېرته آلمان ته ولېږدول شو. له هغې وروسته بیا افغانستان ته جبري و ایستل شو.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ دغه کس له هغو ۳۱ افغانانو څخه و، چې د سې‌شنبې پر ورځ له آلمان څخه افغانستان ته ولېږدول شول. د آلماني چارواکو د معلوماتو له مخې، پاتې ۳۰ کسان پر جرمي جرمونو محکوم شوي وه.

آلمان له ۲۰۲۴ز.کال راپدېخوا د افغانانو د ایستلو لړۍ بېرته پیل کړې ده، چې د بشري حقونو د وضعیت او د بېرته ستنېدونکو د برخلیک په اړه له پراخو اندېښنو او نیوکو سره مخ دی.

د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، د دې بهیر له بیا پیل راپدېخوا له ۲۰۰ ډېر افغانان له آلمان څخه ایستل شوي او لږ تر لږه یو تن یې افغانستان ته له ستنېدا وروسته ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بشري حقونو بنسټونو څو ځله له اروپايي هېوادونو غوښتي، چې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پر مهال د انساني پایلو او په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په پام کې ونیسي.

Trending

Exit mobile version