تازه خبرونه
اختر ورځې به له ټینګ قرنطین سره مل وي
افغان چارواکو ویلي، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره به کابل د اختر په ورځو کې بشپړ قرنطین وي.
د چارواکو په وینا، خلک دی د اختر پر ورځو کې له خپلو کورونیو سره پاتې شي او له تګ او راتګ څخه دی کلکه ډډه وکړي.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې پر ورځ د کابینې په غونډه کې له خلکو وغوښتل، چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د اختر په ورځو کې له تګ راتګ ډډه وکړي.
دغه راز د کابل والي محمد یعقوب حیدري هم ویلي، چې د یاد ویروس د خپرېدو د مخنیوي په موخه د کوچني اختر په ورځو کې به په کابل کې بشپړ ګرځبندیز وي.
بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم په ډاګه کړې؛ د کابینې له پرېکړې سره سم به د اختر ورځې په کابل کې د ګرځبندیز ورځې وي او پولیس دنده لري، چې دا ګرځبندیز عملي کړي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال وحید الله مجروح هم په یوه خبري غونډه کې له خلکو وغوښتل، چې د اختر په ورځو کې له ګرځېدو راګرځېدو ډډه وکړي او اختر دې له خپلو کورنیو سره ونمانځي.
له بده مرغه په افغانستان کې ګڼ شمېر خلک د کوویډ-۱۹ د خپرېدو د مخنیوي اړوند لګېدلی ګرځبندیز نه پلی کوي او د یاد رنځ ګواښ هم جدي نه ګڼي.
همداراز روغتیایي چارواکي څرګندوي، چې که خلک نور هم پر ګرځېدو راګرځېدو محدودیتونه مراعت نکړي او د عامې روغتیا وزارت پر سپارښتنو عمل ونکړي، ښایي یو بې ساری ناورین رامنځته شي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر د کابینې په ناسته کې د کابل والي هغه طرحه هم تأیید کړې، چې له اختر وروسته به په کابل ښار کې پر کاروبارونو او ګرځېدو محدودیتونه نرموي.
د ویلو وړ ده، چې په افغانستان کي دمګړۍ پر یاد رنځ د اخته کسانو شمېر ۹۰۰۰ ته نږدې شوی (۸۶۷۶ تر پرونه پورې) چې تراوسه ترې ۱۹۳ کسان مړه شوي او ۹۳۸ نور بیا رغیدلي دي.
تازه خبرونه
له ۲۰۰ ډېر له بنده خوشې شوي کډوال هېواد ته راستانه شول
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي؛ په روانه اوونۍ کې ۲۲۸ افغان کډوال، چې په عراق او پاکستان کې بندیان ول؛ خوشې شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو د بیا میشتېدنې ریاستونو د څرګندونو له مخې؛ ۲۲۴ کسان په پاکستان کې له دوه میاشتو بند تېرولو وروسته د سپین بولدک له لارې او ۴ نور هېوادوال په عراق کې د درې میاشتو بند له تېرولو وروسته د نیمروز له لارې خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد کسان د سپین بولډک او نیمروز د بیا میشتیدنې ریاستونو له نوملیکنې او د وزارت همکارو ادارو څخه د مرستې ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولېږدول شول.
تازه خبرونه
په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړول د جګړې د مخنیوي لپاره اړین دي – ایران
ایرواني د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ نولسمه / د ډسمبر لسمه ) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې «په افغانستان کې وضعیت» تر سرلیک لاندې وینا کې ویلي: « د داسې یو ټولګډونه حکومت جوړول، چې رښتیا هم د خلکو استازیتوب وکړي؛ د تلپاتې سولې او ثبات، د جګړې د بیا راڅرګندېدو او د پراخو کډوالو د بهیر د مخنیوي، امنیتي تضمین، اقتصادي پرمختګ او د بشري حقونو په ځانګړي توګه د ښځو او نجونو د حقونو د درناوي لپاره اړین دي.»
تازه خبرونه
د افغانستان علماوو له هېواد او شرعي نظام څخه د دفاع فرضیت اعلان کړ
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
د افغانستان د ټولو ولایتونو یو شمېر علماوو د اسلامي نظام د دفاع او حريم د ساتنې په اړه د خپلې ناستې پرېکړه اعلان کړې ده.
د هغه پرېکړه لیک له مخې، چې آریانا نیوز ترلاسه کړی راغلي؛ تېره ورځ په کابل پوهنتون کې د هېواد له زر ډېرو عالمانو او مشایخو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ، چې په کې راغلي؛ له خپلو حقونو، ارزښتونو او شرعي نظام دفاع فرض عین ده او د تېري پر وړاندې دفاع مقدس جهاد دی.
په دې پرېکړه لیک کې ټينګار شوي؛ هیچاته به اجازه ورنکړ شي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي او که څوک دغې پرېکړې ته پاملرنه نهکوي؛ اسلامي امارت حق لري، چې پر وړاندې یې تصمیم ونیسي.
د عالمانو په دې غونډه کې له اسلامي امارت غوښتنه وشوه، چې د اسلامي امارت د رهبر د سپارښتنې له مخې هیچاته اجازه ورنهکړ شي، چې نورو هېوادونو ته د پوځي هڅو د ترسره کولو لپاره ولاړ شي.
دا غونډه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امنیتي مسلو په اړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی بېساري کچې ته لوړ شوی دی.
-
تازه خبرونه4 days agoاروپا دې تر ۲۰۲۷ پورې د ناتو دفاعي مسوولیت پر غاړه واخلي – امریکا
-
سوداگري3 days agoد پاکستان د مالټې صادرات له بېساري کمښت سره مخ شول
-
تازه خبرونه4 days agoد م.م په دفترونو کې پر افغان ښځو کاري بندیز روان پاتې دی
-
تازه خبرونه3 days agoچین او افغانستان د پانګهوالو د ستونزو پر لرې کولو خبرې وکړې
-
تازه خبرونه4 days agoپه سيمهييزه نښلېدا کې د افغانستان پر ځانګړي رول د نړۍ تازه ټینګار څرګند شو
-
تازه خبرونه3 days agoله نادولتي ښکېلو خواوو سره سیاسي تعامل اړین دی
-
تحول5 days agoتحول: پر فرضي کرښه د افغانستان او پاکستان تازه نښتې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان د درملو صادرات له ۲۰۰ میلیون ډالرو زیان سره مخ شول
