تازه خبرونه
استخبارات دې له کره شواهدو پرته څوک نه نیسي

د اسلامي امارت مشرتابه مولوي هبة الله آخوندزاده په مرکز او ولایاتو کې د استخباراتو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې د کره شواهدو او معلوماتو له لرلو پرته خلک ونه نیسي.
د اسلامي امارت مشرتابه د دوشنبې پر ورځ د مرکز او ولایتونو د استخباراتو د عمومي ریاست له مسوولینو سره څلور ساعته ترسره کړه. په دې غونډه او کتنه کې د سترې محکمې ریيس او د چارو اداې عمومي رییس مولوي عبدالحکيم حقاني هم حضور درلود.
د اسلامي امارت د ویاند له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي؛ په دې غونډه کې د اسلامي امارت مشرتابه د استخباراتو عمومي ریاست ته ځانګړې لارښوونې وکړې.
د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت رهبر امر کړی، چې استخبارات دې له کره شواهدو پرته څوک نه نیسي.
مولوي هبة الله آخوندزاده ویلي؛ کشفي ارګانونه بايد د هېوادوالو د حقونو، معنوي، ديني او مادي ارزښتونو ساتنه وکړي او د اسلامي شريعت او د رهبرۍ د احکامو د عملي کولو لپاره دې بنسټیز ګامونه پورته کړي.
مولوي هبة الله آخوندزاده څرګنده کړې، چې د استخباراتو اداره په مستقیمه توګه د اسلامي امارت تر رهبرۍ لاندې ده او له رهبرۍ څخه لارښوونه ورته کیږي.
ده ویلي، چې دا اداره د اسلامي شریعت او د اسلامي امارت د رهبرۍ د احکامو په پلي کولو مکلفه ده.
هغه وایي: تاسې ته مي هدایت دا دی، چې خلک په شبهاتو مه بندیانوئ، بلکې د مؤثقو دلائلو په صورت کې یې نیسئ او محکمې ته یې د فیصلې لپاره وړاندې کوئ. د اسلامي نظام ټول اصول او قانون به نافذوئ او عملي کوئ.
د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان د اسلامي امارت د رهبر دغه فرمان له حکومت سره د ملت د نږدې کولو لپاره ښه ګام بولي او زیاتوي، چې دا ډول سپارښتنې باید پوره عملي شي.
د کندهار اوسیدونکيو هم ويلي، چې د امنيتي ځواکونو دنده بايد د اسلامي احکامو او د اوسني نظام پر بنسټ ولاړه وي، چې بې ګناه کسان ونه نيول شي او مجازات هم نشي.
ویل کیږي، چې دا د استخباراتو د عمومي ریاست له مسوولینو سره د مشرتابه لومړۍ غونډه ده.
تازه خبرونه
له افغانستان څخه د امریکا پر مشرۍ د ځواکونو پر بې نظمه وتلو پښېمانه نه یم – لوید آستین

د امریکا دفاع وزیر لوید آستین د ولسي جرګې د وسلهوالو خدماتو کمیتې ته د څرګندونو پر مهال ویلي؛ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بې نظمه وتلو پر څرنګوالي هیڅ پښیمانه نه دی.
د چارشنبې پر ورځ جمهوري غوښتونکیو د ولسي جرګې د وسلهوالو خدماتو کمیتې د ناستې پرمهال د پنټاګون د ۲۰۲۴ مالي کال د بودجې بیاکتنه هم وکړه.
د یادې ناستې پر مهال آستین ویلي؛ زه د [ولسمشر بایدن] د پرېکړې ملاتړ کوم او هیڅ پښېمانه نه یم.
جمهوري غوښتونکیو وکیلانو هم له افغانستان څخه د امریکا د ملکي یا نظامي مشرانو د بې مسوولیته وتلو پر څرنګوالی نیوکه وکړه.
د هغې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د پنتاګون په قومندانۍ کې داسې څوک شته، چې په افغانستان کې د ۲۰ کلنې جګړې د ناکامۍ مسؤلیت ومني؛ آستین وویل: تر هغې، چې زه پوهیږم، نه!
لوید آستین له لوی درستیزانو جنرال مارک میلي سره له راڅرګندېدو وروسته وویل، چې د جګړې په بهیر کې د امریکایي سرتېرو پر ستر کار او قربانیو ویاړي.
د چهارشنبې د ورځې دغه شاهدي په داسې حال کې تر سره شوه، چې د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیتې مشر مایکل مک کال د امریکایي ځواکونو د بې مسوولیته وتلو په اړه څېړنې ترسره کوي.
مک کاول په وار وار له بهرنیو چارو وزارت څخه د ۲۰۲۱ ز. کال په اګست کې د وتلو اړوند مسلو په اړه د اسنادو غوښتنه کړې وه؛ خو بهرنیو چارو وزارت د اسنادو په چمتو کولو کې پاتې راغی او مک کاول د دوشنبې پر ورځ د احضاریې حکم صادر کړ.
تازه خبرونه
د افغانستان په اووه ولایتونو کې ۶۴۵ کورنۍ سیلابونو ځپلي دي- اوچا

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) څرګنده کړې؛ د افغانستان په اووه ولایتونو کې سختو بارانونو او سېلابونو شاوخوا ۶۴۵ کورنۍ زیانمنې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا ) ویلي؛ مرستندویه ادارې د اغیزمنو سیمو ارزونه کوي او له اړتیاوو سره سم مرستې چمتو کوي، خو محدوده بودجه د مرستو رسولو د کچې وړتیاوې محدودوي.
د مهاجرت نړیوالې ټولنې په بلخ ولایت کې د وروستیو سیلابونو له کبله له ۵۰۰ څخه زیاتو زیانمنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته کړې ده.
د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ یو شمېر زیانمن شوي کسان د مرستو له کموالي اندېښمن دي او وايي، چې ډېرو مرستو ته اړتیا لري.
د بلخ ولايت د شولګرې ولسوالۍ استوګن سلطان علي وايي: که زارع ولسوالۍ پوره مرسته ونه رسیږي؛ نو په راتلونکي کې به د خلکو لپاره ناوړه پايلې رامنځته شي.
د دې ولسوالۍ يو بل اوسیدونکي قادر خان ويلي: سېلاب مو څاه ګانې له خټو ډکې کړې؛ مونږ پاکې اوبه نهلرو.
له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ټینګار کوي، چې دوی په بېلابېلو ولایتونو کې له سېلاب ځپلیو سره یو څه مرستې کړې؛ خو ډېرو نورو مرستو ته اړتیا لیدل کیږي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د ١٤٠٢ لمریز لېږدیز کال له پيل راپدیخوا د هېواد په ٢٣ ولايتونو کې د سېلابونو او زلزلو له کبله ١٠ کسان مړه شوي، ٧٦ نور ټپيان دي، ١٧٧٩ د استوګنې کورونه ويجاړ شوي او ٢٢ زره جريبه کرنيزه ځمکه سېلابونو وړې ده.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړیو په افغانستان کې پر ملکي وګړیو د برید غندنه وکړه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیو په ډاګه کړې؛ د کابل ښار د ملک اصغر په څلور لاري کې پرونی ځانمرګي برید وحشیانه نومولی او د هغه غندنه یې وکړه.
د دغې شورا په اعلاميه کې راغلي، چې ترهګري په هر نوم او بڼه، چې وي؛ په افغانستان او نړۍ کې د سولې او امنيت پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دى.
د دې شورا غړیو څرګنده کړې؛ هر ډول ترهګریز عمل، له انګیزې پرته، په هر ځای، هر وخت او د هر چا له خوا، چې وي جنایت دی.
د دې شورا غړیو د دغه ډول بریدونو د عاملینو د محاکمې غوښتنه هم کړې ده.
د دې شورا په اعلاميه کې راغلي: د امنيت شورا د ملکي افغانانو پر وړاندې دغه تروريستي عمل په کلکه غندي.
د کابل ښار د ملک اصغر په څلور لاري کې پرون ځانمرګي برید شپږ ملکي وګړي ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
د داعش خراسانۍ ډلې د دغه برید مسوولیت منلی دی.
-
روغتيا4 days ago
په افغانستان کې یو ناروغ له دایمي معلولیته وژغورل شو
-
لوبی1 day ago
آریانا تلویزیون د هند کرکت غوره لیګ د خپرولو دیجیتل حق ترلاسه کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
افغان بیسیم د کونړ په چغان کې 3G خدمتونه فعال کړل
-
تازه خبرونه4 days ago
جاپان له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیون دالر مرسته وکړه
-
بلخ @ps4 days ago
په بلخ کې د داعش د خراسانۍ ډلې درې مهم غړي ووژل شول – د استخباراتو ریاست
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
د چین ولسمشر شي د سعودي له ولیعهد سره په خبرو کې د سعودي او ایران له اړیکو ملاتړ څرګند کړ
-
سیمه ییز خبرونه2 days ago
عربستان له شانګهای ټولنې سره د یوځای کېدو پرېکړه وکړه
-
لوبی5 days ago
افغانستان له پاکستان سره په ۲۰ آووریزو لوبو کې له تاریخي بریا برخمن شو