تازه خبرونه
اسلامي امارت د الاقصی جومات بې حرمتي وغندله
اسلامي امارت د جمعې پر ورځ ( د غویی ۲۹ ) د پوځي ځواکونو پر ملاتړ د قدس الاقصی جومات ته د اسرائیلو دننه کېدل او بې حرمتي وغندله.
اسلامي امارت په یوج اعلامیه کې د سپېڅلیو ځایونو بې حرمتي پر کلکو ټکو وغندله او د دغه عمل د ژر تر ژره بندېدو غوښتونکي شول.
په دې اعلامیه کې راغلي: پر بې دفاع خلکو او عبادت ځایونو یرغل د بشردوستانه او نړیوالو اصولو خلاف عمل دی. دا کړنې ښيي، چې د فلسطین مظلوم او بې دفاع خلک شپه او ورځ د اسرائیلي غاصب رژیم تر ظلمونو لاندې ژوند کوي.
په زرګونه یهودانو د پنجشنبې پر ورځ د اسرائیلو له رپي لېدولو عربي ضد شعارونو پر پورته کولو پر بیت المقدس ورننوتل.
په داسې حال کې، چې اسرائیلي چارواکو ادعا کړې او وایي؛ دا لاریون د “قدس ورځ” په نوم یادیږي. دا لاریون تل په کلنۍ بڼه د فلسطینیانو پر ضد له شعارونو سره مل وي او د عربانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د هڅولو لپاره د نژادپالنې شعارونه ورکوي.