تازه خبرونه
اسلامي امارت د واک انحصار نه غواړي – ملا برادر
د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون له یو شمېر افغان شیعه عالمانو او مخورو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او اسلامي امارت د واک انحصار نغواړي.
ملا عبدالغني برادر زیاته کړې: د افغانستان پرمختګ د دې هېواد د ټولو خلکو ګډ مسوولیت دی او د اسلامي امارت غېږه د ټولو هېوادوالو پر مخ خلاصه ده.
نوموړي همداراز زیاته کړې، چې د خلکو هوساینه او اقتصادي ثبات د اسلامي امارت اړین لومړیتوبونه دي.
سیعه عالمانو او مخورو ویلي، چې تل یې د اسلامي نظام او اسلامي امارت ملاتړ کړی او هغه کړنې او هڅې غندي، چې روان اسلامي نظام کمزوري کوي.
دوی همدارنګه اسلامي امارت په افغانستان کې د میشتو قومونو د یووالي او پیوستون مرکز وباله او څرګندوي: عالمانو تل د شیعه ګانو په سیمو کې د هر ډول بغاوت او ناامنۍ مخه نیولې ده.
دوی دا ټینګار هم وړاندې کړی؛ د بن سند کنفرانس د اشغال، توکمیزو او سیمه ییزو تعصبونو زېږنده و او د دوحې تړون برعکس، د ملتونو ترمنځ د آزادۍ، یووالي او ورورولۍ سند دی.
د لومړي وزیر د مرستیال دفتر ویلي؛ دغه پلاوي له ملا برادر سره په لیکلې بڼه خپل وړاندیزونه شریک کړي دي.
ملا برادر دا هم ویلي، چې د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي. مونږ له هر هغه چا هرکلی کوو، چې افغانستان او د افغانستان خلکو ته خدمت کوي.
هغه د خلکو هوساینه او اقتصادي ثبات د حکومت له مهمو پروګرامونو بولي او وایي، چې موخه یې په لنډ مهال کې د اقتصادي وضعیت ښه کول، خلکو ته د کار زمینه برابرول او د هېواد د ملي عوایدو لوړول دي.