تازه خبرونه
اسلامي امارت د ټولو قضیو لپاره واحد او با صلاحیته ادرس دی – امیرخان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي په کابل کې د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې سره په لیدنه کې ویلي، چې نړیواله ټولنه باید د موازي او اضافي میکانیزمونو د رامنځته کولو پر ځای له رسمي او منل شوي ادرس سره اړیکه ونیسي؛ ځکه اسلامي امارت د ټولو قضیو لپاره واحد او با صلاحیته واک لري.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې دا هم راغلي: په دې کتنه کې امیر خان متقي ویلي، چې په افغانستان کې جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده؛ نو ښه ده، چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه د امنیت، اقتصاد، حکومتدارۍ او د نشهیي توکو پر وړاندې مبارزې په برخو کې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو ملاتړ وکړي او د بندیزونو پر لرې کولو او د افغانانو د پانګې ازادولو لپاره کار وکړي.
په دې کتنه کې د ملګرو ملتو استازې روزا انتبايوا هم په افغانستان کې د بشري ناورينونو په ځانګړي توګه د هرات د زلزلې او له پاکستان څخه د افغان مهاجرينو د ناڅاپي راستنيدو په لاره کې د اسلامي امارت له هلو ځلو ستاینه وکړه.
نوموړې زیاته کړې د ملګرو ملتونو ادارې هڅه کوي، چې له نشهيي توکو سره د مبارزې، له کروندګرو او راستنېدونکیو سره د مرستې او د کار موندلو په برخه کې خپل رول ولوبوي او دوی ته د بشري مرستو تر څنګ د کوچنیو پورونو زمینه هم برابره کړي.
د یوناما مشرې دا هم ویلي، چې په دې ناسته کې دوی د ملګرو ملتونو د همغږي کوونکي راپور، د ښځو د حقونو د تضمین او زدهکړو او کار ته د ښځو او نجونو د بشپړ لاسرسي په اړه خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي د افغانستان د وضعیت په اړه یو راپور چمتو کړی او د دغه سازمان عمومي منشي ته یې سپارلی او ټاکل شوې، چې په راتلونکې غونډه کې پر دغه راپور بحث وکړي.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت ځواکونو د خپل پلاوي په احترام له برید څخه ډډه وکړه – مجاهد
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې ویلي، چې د اسلامي امارت ځواکونو د خپل مذاکراتي ټیم په احترام او د ملکي خلکو د مرګ او ژوبلې د مخنیوي په خاطر تر اوسه کوم غبرګون ندی ښودلی.
ذبیح الله مجاهد زیاته کړې: په داسې حال کې، چې له پاکستاني لوري سره د استانبول د خبرو درېیم پړاو پیل شوی؛ “له بده مرغه” پاکستاني ځواکونو نن مازیګر یو ځل بیا د کندهار پر سپین بولډک ولسوالۍ ډزې وکړې، چې خلک یې اندېښمن کړل.
د مجاهد د څرګندونو له مخې، د خبرو په پخوانۍ غونډه کې د اوربند د غځولو او د تېري پر مخنیوي هم هوکړه شوې وه.
تازه خبرونه
د کندهار په سپین بولډک کې د پاکستانيو پوځیانو په برید کې دوه کسان “شهیدان” شول
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
د کندهار ولایت د سپین بولډک ولسوالۍ پر وردک او سیټ کلیو د پاکستانيو پوځیانو د هاوان په ډزو کې یوه ښځه او یو سړی “شهیدان” شول او دوه نور ټپیان دي.
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د جګړې له سیمې څخه د وتلو پر مهال په یوه ټرافیکي پېښه کې ۱۰ نور هم ټپیان شوي دي.
سرچینو آریانا نیوز ته زیاته کړې: د پاکستان پوځي رژیم نن یو ځل بیا د کندهار ولایت په “وېش” سیمه کې پر ملکي وګړو برید کړی؛ خو اوس شخړه مهار شوې ده.
دا پېښه نن (پنجشنبه د لړم پېنځلسمه) شاوخوا پېنځه بجې هغه وخت رامنځته شوه، چې پاکستان پرفرضي کرښه پرتو افغان ځواکونو د سپکو او درندو وسلو ډزې وکړې.
دغه راز ځایي اوسېدونکو ویلي، چې د پاکستان توغول شويو هاوانونو ان د سپین بولډک ولسوالۍ سوداګریز بازارونه پر نښه کړي او له همدې کبله ګڼشمېر خلک له بازارونو وتلي او خوندي ځایونو ته پناه وړي.
د سیمې اوسیدونکو زیاته کړې؛ برید په خلکو کې وېره رامنځته کړې ده.
ویل کیږي، چې امنیتي چارواکو د جګړې د درېدو ډاډ ورکړی او افغان ځواکونه په دفاعي حالت کې له هر ډول یرغل سره د مقابلې لپاره چمتو دي.
تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان دې خپل تاوتریخوالی سولهییزه حل کړي – د قطر امیر
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني هیله ښودلې، چې افغانستان او پاکستان دې خپلې روانې ستونزې سولهییزې حل کړي.
دا څرګندونې د چارشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه کې د ټولنیزې پراختیا په اړه د دوهیمې نړیوالې غونډې پر مهال له ولسمشر آصف علي زرداري سره راپورته شوې دي.
د پاکستان د ولسمشرۍ لهخوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د قطر امیر د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې وروستیو نښتو ته په نغوته کې ویلي؛ هغه هیله لري، چې پاکستان او افغانستان به وروستۍ ننګونې له منځه یوسي.
قطر د کابل او اسلامآباد ترمنځ په خبرو اترو کې اړین رول لوبولي او د دواړو لوریو ترمنځ یې پر منځګړیتوب د اوربند هوکړه لیک لاسلیک شوی دی.
ویل کیږي، چې د قطر له امیر سره په کتنه کې د پاکستان ولسمشر د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پر مشرۍ د دوحې رول هم وستایه.
-
نړۍ5 days agoپه مکسیکو کې د اور لګېدو له کبله ۲۳ کسان مړه شول
-
تازه خبرونه4 days agoولې افغانستان زلزلو ته ډېر مناسب دی؟
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان په شمال کې زلزلې بشري وضعیت اغېزمن کړی – ملګري ملتونه
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoامریکا دې له اسرائیلو ملاتړ پای ته ورسوي او له منځني ختیځ څخه دې ووځي
-
تازه خبرونه2 days agoله هیلو سره د استانبول غونډې ته ځو – د پاکستان بهرنیو چارو وزیر
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoد سوریې ولسمشر الشرع واشنګټن ته سفر کوي – د امریکا ځانګړی استازی
-
تازه خبرونه2 days agoد کانونو په پروژو کې د کورنیو سرچینو د کارولو په اړه د پالیسۍ مسوده د تصویب لپاره وارزول شوه
-
تازه خبرونه5 days agoپه هرات ولایت کې هریرود سیند ته د سلما بند اوبه خوشې شوې
