تازه خبرونه

اسلامي امارت له خبریالانو ملاتړ ته ژمن دی – چارواکي

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۱)

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي؛ اسلامي امارت له خبریالانو څخه ملاتړ ته ژمن دی او د خبریالانو پر وړاندې د ستونزو اوارولو چارې له پخوا پيل شوي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستيال حيات الله مهاجر فراهي د کب د اووه ویشتمې، چې په افغانستان کې د خبريالانو له ملي ورځې سره برابره ده؛ ويلي، چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ترتیب شوی او د تصویب او توشیح لپاره د اسلامي امارت رهبرۍ ته استول شوی دی.

یو شمېر خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي او پر لګول شویو محدودیتونو نیوکه کوي او وايي، کله نا کله د امنیتي ځواکونو چلند دوی ته ستونزې جوړوي.

خبریال محب الله بارکزي ويلي: له اسلامي امارت څخه زمونږ غوښتنه دا ده، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي له عاملینو سره قانوني چلند وکړي.

خبريال ذبيح الله شريفي هم ويلي: خبريالان اوس هم له جدي ننګونو سره مخ دي؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي له نشتوالي نيولې ان له خبریالانو سره د امنيتي ځواکونو تر ناسم چلند پورې. که څه هم د ځينو وزارتونو وياندویان له خبريالانو سره همکاري کوي؛ خو يو شمېر نور بيا هم خبريالانو ته پخپل وخت معلومات نه‌ورکوي.

دا ورځ په داسې حال کې د خبریالانو له نړیوالې ورځې سره برابره ده، چې له بهرني ملاتړ پرته یو شمېر رسنیو د سقوط له کبله په لسګونه خبریالان بې دندو شوي او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version