تازه خبرونه

اسلام له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د نړۍ چټک وده کوونکی دین و- څېړنه

په دې لسیزه کې د نړۍ د مسلمانانو نفوس ۳۴۷ میلیون زیات شو او اټکل کیږي، چې ۲.۰ میلیارد ته ورسیږي. دا زیاتوالی د نورو ټولو مذهبونو له ودې څخه مخکې شو او له عیسویت وروسته د نړۍ د دوه‌یم لوی مذهب په توګه د اسلام دریځ ورسره ټینګ شو.

Published

on

د پیو څېړنیز مرکز د نویو اټکلونو له مخې؛ له ۲۰۱۰ څخه تر ۲۰۲۰ پورې د نړۍ د مذهبونو تر منځ اسلام تر ټولو چټکه وده درلوده.

په دې لسیزه کې د نړۍ د مسلمانانو نفوس ۳۴۷ میلیون زیات شو او اټکل کیږي، چې ۲.۰ میلیارد ته ورسیږي. دا زیاتوالی د نورو ټولو مذهبونو له ودې څخه مخکې شو او له عیسویت وروسته د نړۍ د دوه‌یم لوی مذهب په توګه د اسلام دریځ ورسره ټینګ شو.

د عیسویانو شمېر په ۲۰۲۰ کې ۱۲۲ میلیون زیات شو او ۲.۳ میلیارد ته ورسېد.

دغه راز بودایان یوازنۍ لویه ډله وه، چې په شمېر کې یې کمښت تجربه کړ؛ د دوی نفوس له ۱۹ میلیون څخه تر ۳۲۴ میلیون پورې راټیټ شو.

دې څېړنې ۲۰۱ هېوادونه او سیمې پوښلې، چې د نړۍ د نفوس ۹۹.۹۸ سلنه برخه یې پوښلې ده.

په دې څېړنه کې اووه مذهبي ډلې په پام کې نیول شوې وې؛ عیسویان، مسلمانان، هندوان، بودایان، یهودیان، د نورو مذهبونو پیروان او هغه خلک، چې هیڅ مذهبي تړاو نلري.

په دې لسیزه کې د مسلمانانو د نفوس وده د ټولو غیر مسلم ډلو له ودې څخه ډېره وه، چې ټولټال ۲۴۸ میلیون ول.

د پام وړ خبره دا ده، چې یوازې د مسلمانانو نفوس په ۲۰۲۰ کال کې د نړۍ د بودایانو د ټول نفوس څخه ډېر ول.

دې چټکې ودې د مسلمانانو او عیسویانو ترمنځ د نفوسو تشه راکمه کړې ده.

په ۲۰۱۰ ز.کال کې مسلمانانو د نړۍ د نفوس ۲۳.۹ سلنه برخه جوړه کړې وه. په داسې حال کې، چې عیسویان ۳۰.۶ سلنه برخه جوړه کړې وه. تر ۲۰۲۰ ز.کال پورې دا ارقام د مسلمانانو لپاره ۲۵.۶ سلنه او د عیسویانو لپاره ۲۸.۸ سلنه ته بدل شوي وه. د عیسویانو د نفوس د ورو ودې یو له اصلي عواملو څخه د مذهبي ارتداد لوړه کچه ده.

ولې د مسلمانانو نفوس دومره چټک وده کوي؟

د پیو څېړنیز مرکز د راپور له مخې؛ د مسلمانانو د نفوس د ودې تر شا اصلي عوامل په لویه کچه ډیموګرافیک دي. مسلمانان عموماً ځوان دي او د نورو مذهبونو د پیروانو پر پرتله د زیږون کچه هم لوړه لري.

د ۲۰۱۵ او ۲۰۲۰ ز.کلونو ترمنځ مسلمانو ښځو په اوسط ډول ۲.۹ ماشومان درلودل. په داسې حال کې، چې د غیر مسلمانو ښځو لپاره دا کچه ۲.۲ وه. په ۲۰۲۰ کال کې د مسلمانانو منځنی عمر ۲۴ کاله و، چې د غیر مسلمانانو له نړیوال منځني عمر څخه نهه کاله کم و، چې ۳۳ کاله وه.

په دې وده کې د دین بدلولو رول لږ لوبولی دی. د ۲۰۰۸ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د ۱۱۷ هېوادونو څخه د سروې معلومات ښیي، چې په مسلمانه کورنۍ کې زېږیدلي شاوخوا ۱٪ خلک به خپل دین پریږدي.

په هرصورت دا تقریباً د هغو خلکو له شمېر سره ورته دی، چې اسلام ته مخه کوي او خالص اغېز یې خورا کوچنی دی.

د مسلمانانو ترټولو لوی نفوس چیرته ژوند کوي؟

په ۲۰۲۰ کال کې د آسیا – آرام سمندر په سیمه کې د مسلمانانو ترټولو لوی شمېر ژوند کاوه، چې نفوس یې شاوخوا ۱.۲ میلیارډ و؛ ورپسې منځني ختیځ او شمالي افریقا د ۴۱۴ میلیون او د فرعي سحرا افریقا ۳۶۹ میلیون و. که څه هم په اروپا او شمالي امریکا کې د مسلمانانو نفوس ډېر کم دی؛ خو په تېره لسیزه کې دې ټولنو د خپلو غیر مسلم سیالانو پر پرتله په چټکۍ سره وده کړې ده.

مسلمانان په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې تر ټولو لوی نفوس دی، چې د سیمې د نفوس ۹۴٪ جوړوي.

په هرصورت د پیو څېړنیز مرکز د څرګندونو له مخې؛ سره له دې، چې سیمه له اسلام سره قوي تړاو لري، د نړۍ شاوخوا ۲۰٪ مسلمانان په دې سیمه کې ژوند کوي.

هغه هېوادونه، چې په ۲۰۲۰ کې د مسلمانانو تر ټولو لوی نفوس لري له منځني ختیځ څخه بهر ول:

اندونیزیا: ۲۳۹ میلیون

پاکستان: ۲۲۷ میلیون

هند: ۲۱۳ میلیون

بنګله دیش: ۱۵۱ میلیون

پر نړیواله کچه مسلمانان په ۲۰۲۰ ز.کال کې د ۵۳ هېوادونو او سیمو اکثریت و.

Trending

Exit mobile version