Connect with us

تازه خبرونه

افغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ هېواد دی

یو‌ان‌‌ډي‌پي زیاته کړې؛ په کلیوالي سیمو کې ډېری کورنۍ اوس هم د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او جامدو سونګ توکو تکیه لري، چې د اندېښنې وړ روغتیایي، امنیتي او چاپېریالي خطرونه رامنځته کوي.

خپور شوی

د

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام(یو‌ان‌‌ډي‌پي) ویلي؛ افغانستان اوس هم په نړۍ کې د انرژۍ له سختو بحرانونو سره مخ یو داسې هېواد دی، چې له ۸۰ سلنې څخه ډېر نفوس یې برښنا ته لاسرسی نلري.

یو‌ان‌‌ډي‌پي زیاته کړې؛ په کلیوالي سیمو کې ډېری کورنۍ اوس هم د پخلي او تودوخې لپاره پر لرګیو او جامدو سونګ توکو تکیه لري، چې د اندېښنې وړ روغتیایي، امنیتي او چاپېریالي خطرونه رامنځته کوي.

دې بنسټ په ټول هېواد کې د نوې کېدونکي انرژۍ له پراخولو سره دا خطرونه څه نا څه له بدلېدا سره مخ کړي دي.

دې ادارې ویلي “د لمریزو تختو او کوچنيو برښنایي شبکو پر نصبولو مو د یو شمېر ښوونځيو، روغتونونو او کار و باري ځایونو برښنا تأمین شوې؛ ځکه ټولنو ته رڼا، برښنا او نوي فرصتونه راوړو.”

له ۲۰۲۱ راپدېخوا د یو‌ان‌‌ډي‌پي پروګرامونو ۵ زره ۴۶۲روغتیایي مرکزونو، ۱۵۳ ښوونیزو بنسټونو او ۸۵۴ سوداګریزو مرکزونو په ګډون له ۶ زره ۴۶۹څخه ډېرو برښنایي مرکزونو ته، چې ډېری یې ښځې اداره کوي؛ برښنا رسولې ده. دې هڅو کورنیو او سوداګرۍ ته د بسپنو پر ورکولو او له مالي ادارو سره د کار کولو له لارې انرژي د لاسرسي وړ کړې ده.

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو‌ان‌‌ډي‌پي) له دوه میلیون ډېرو افغان میرمنو ته پاکه، خوندي او دوامداره انرژۍ برابره، د ژوندانه کیفیت یې ښه کړی او د کورنیو او ټولنو لپاره یې روښانه راتلونکې رامنځته کړې ده.

د دې پروګرام کاري نوښت ښیي، چې نوې کېدونکې انرژي نه یوازې پر غیر صحي سونګ توکو تکیه کموي، بلکې له روغتیایي، ښوونیزو او روزنیزو اقتصادي سکټورونو ملاتړ کولی شي په افغانستان کې د ثبات او ودې لپاره هم زمینه  برابره کړي.

تازه خبرونه

امریکا په پېښور کې خپله قونسلګري د تل لپاره تړل غواړي

د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کانګرس ته استولې او څرګندوي، چې له دې سره به د کال ۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر سپما شي او په پاکستان کې د امریکا ملي ګټې هم نه‌زیانمنې کیږي.

Published

on

د اسوشیټډپرس د راپور له مخې: امریکا په پېښور کې خپله کونسلګري، چې یو وخت یې د افغانستان لپاره لوژسټیکي ارزښت درلود؛ اوس یې تړل غواړي.

د یادې سرچینې په راپور کې راغلي؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه څو ورځې مخکې کانګرس ته استولې او څرګندوي، چې له دې سره به د کال ۷ اعشاریه ۵ میلیون ډالر سپما شي او په پاکستان کې د امریکا ملي ګټې هم نه‌زیانمنې کیږي.

دا پرېکړه د ټرمپ ادارې له‌خوا د لګښتونو کمولو او د حکومتي ادارو د کمولو لپاره د پراخو هڅو یوه برخه ده، چې له تېر یو کال راپدېخوا تر غور لاندې ده.

چارواکو ویلي، چې دا هڅه د ایران له روانې جګړې سره تړاو نلري.

په پیښور کې د امریکا قونسلګري به په بهر کې د امریکا لومړی ډیپلوماټیک ماموریت وي، چې د تل لپاره تړل کیږي.

ویل کیږي، چې په دې قونسلګرۍ کې دمګړۍ ۱۸ امریکایي ډیپلوماټان او ۸۹ ځایي کارکوونکي دندې لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

نورالدین عزیزي او د چین ځانګړي استازي د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نورالدین عزیزي د پانګونې لپاره د خوندي او مناسب چاپېریال چمتو کولو د ډاډ ترڅنګ چینایي پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي.

Published

on

Last Updated on: کب ۲۱, ۱۴۰۴

د افغانستان اسلامي امارت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره د لیدنې پر مهال په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې د فرصتونو پر پراختیا بحث اوخبرې کړې دي.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ نورالدین عزیزي د پانګونې لپاره د خوندي او مناسب چاپېریال چمتو کولو د ډاډ ترڅنګ چینایي پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې د دواړو هېوادونو د ګټو لپاره د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي سکټورونو کې پانګونه وکړي.

هغه همدارنګه چین ته د افغانستان د صادراتو لپاره په ځانګړي توګه د پنبې، انارو، جلغوزیو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو او نورو افغان صادراتي توکو په برخو کې د ډېرو آسانتیاوو پر رامنځته کېدا او برابرولو ټینګار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د ګمرکي، ټرانزیټي او ټرانسپورتي آسانتیاوو د زیاتولو غوښتنه وکړه.

دغه راز د چین ځانګړي استازي هم د چینایي سوداګرو او پانګوالو د لېوالتیا د ډاډ وړاندې کولو تر څنګ ویلي، چې د چین په سټراټیژۍ کې افغانستان د پانګونې لپاره طبیعي او نه هېریدونکي فرصتونو لري.

هغه د دواړو هېوادونو د مسوولو ادارو او خصوصي سکټورونو د ملاتړ لپاره د اقتصادي اړیکو پراختیا اړینه وګڼله.

ویل کیږي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړوند ادارو ترمنځ د سوداګریزو آسانتیاوو او د پانګونې د پراخولو لپاره پر ګډو همکاریو ټینګار وشو.

Continue Reading

تازه خبرونه

د ازبکستان او افغانستان تر منځ ترجیحي سوداګریز تړون توشیح شو

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

Published

on

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف د یو فرمان پر لاسلیکولو د ازبکستان او افغانستان ترمنځ  ترجیحي سوداګرۍ تړون توشیح کړ.

دا تړون د ۲۰۲۵ ز.کال د جون پر لسمه د تاشکند نړیوالې پانګونې د غونډې پر مهال د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر او د ازبکستان د پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر له‌خوا لاسلیک شوی و.

د ترجیحي سوداګریز تړون له مخې به؛ پر ۱۴ بېلابېلو توکو ګمرکي تعرفه لرې شي، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره د نباتي روغتیا جواز ترلاسه کول آسانه کېږي او د ازبکستان د صادروونکو لپاره به نور ملاتړي اقدامات هم معرفي شي.

د ۲۰۲۶ ز.کال په فبرورۍ کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال جمشید خواجه‌یوف او د افغانستان د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د دې تړون د عملي کېدا په اړه خبرې کړې وې.

ټاکل شوې، چې له مبارکې روژې وروسته به په کابل کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ نوی ګډ سوداګریز فورم جوړ شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!