تازه خبرونه
افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټي همکاریو پر پراختیا او د اوسپنې پټلۍ پروژو پر پرمختګ ټینګار وکړ
د دې لیدنې په پیل کې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل د وخت ټاکلو موضوع مطرح شوه او دواړو لوریو د دې سیمهییزې پروژې د پرمختګ د بهیر پر چټکتیا ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د زیاتولو ډاډ څرګند کړ
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښهوالي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
تاجکستان افغانستان ته د برښنا د صادراتو د کچې د زیاتولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی او وایي، چې د ۵۰۰ کیلوولټ برښنا لېږد مزي د جوړولو پلان هم لري.
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس عبدالحق همکار او د تاجکستان د برښنا شرکت« برق تاجیک» رییس محمدعمر آسوزاده په دې لیدنه کې افغانستان ته د واردېدوونکې برښنا د زیاتوالي، د لېږد مزیو د پراختیا، د برښنا کیفیت او ولټاژ د ښهوالي او د پانګونې او تخنیکي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
دواړو لوریو پرېکړه کړې، چې تخنیکي او سوداګریز ټیمونه به خپلې خبرې روانې وساتي او د همکاریو د پراختیا لپاره به عملي پایلې ته ورسېږي.
تازه خبرونه
په هلمند کې له ځانګړي ۱۴ کلن کورني بند څخه یوه ښځه وژغورل شوه
د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.
د هلمند سیمهییزو چارواکو ویلي، یوه ښځه د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې له ۱۴ کلن کورني بند څخه د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په لړ کې ژغورل شوې ده.
د هلمند والي ویاند محمد قاسم ریاض ویلي، دغه ښځه د کشفي معلوماتو پر بنسټ د کوپکې په اړوند سیمه کې موندل شوې، چې پر زنځیرونو تړل شوې وه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې، ژغورل شوې ښځه د روغتیايي خدمتونو د ترلاسه کولو لپاره روغتون ته لېږدول شوې ده.
د پېښې په تړاو څلور کسان، چې د دغې ښځې پلار او درې وروڼه هم په کې دي؛ نیول شوي دي.
ویل کیږي، چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د څېړنو له بشپړېدا وروسته به قضیه د قانوني اقداماتو لپاره اړوندو ادارو ته وسپارل شي.
تازه خبرونه
د علماوو شورا لایحه په رسمي جریده کې خپره شوه
د یادې لایحې له مخې، د علماوو شورا جوړښت، واکونه، مسوولیتونه او دندې د اسلامي نظام په چوکاټ کې تنظیم شوې دي. لایحه یوه سریزه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري.
د عدلیې وزارت ویلي: د افغانستان د علماوو شورا هغه لایحه، چې د اسلامي امارت د مشر لهخوا جوړه او صادره شوې؛ په رسمي جریده کې خپره شوې ده.
د یادې لایحې له مخې، د علماوو شورا جوړښت، واکونه، مسوولیتونه او دندې د اسلامي نظام په چوکاټ کې تنظیم شوې دي. لایحه یوه سریزه، دوه بابونه، دوه فصلونه او ۲۲ مادې لري.
د لایحې له مخې، په ولایتونو او ولسوالیو کې د علماوو شورا لپاره رییس، مرستیال، اداري مسوول او مالي مسوول ټاکل کېږي او نور غړي هم د اړتیا له مخې ټاکل کېدی شي.
په لایحه کې راغلي، چې د علماوو شورا غړي باید د دیني علومو عالمان یا په خپله سیمه کې منل شوي شخصیتونه وي، صالح، دیندار او امانتساتونکي واوسي او په شرعي علومو او ټولنیزو چارو کې کافي پوهه او بصیرت ولري.
د اسلامي امارت دفاع او ساتنه، خلکو ته د شرعي نظام د اړتیا په اړه پوهاوی ورکول، د اسلامي نظام د دفاع احساس پیاوړی کول، د مسوولانو د فعالیتونو او چلندونو سمون، د خلکو او مسوولانو ترمنځ د باور رامنځته کول، د نوي نسل د عامه پوهاوي زیاتول او له امارتي ادارو سره همکاري د دې شورا له مهمو مسوولیتونو څخه بلل شوي دي.
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان په افغانستان کې له سولې او ثبات څخه پر ملاتړ ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه3 days agoد افغانستان بانک او د افغانستان نړیوال اعتباري بنسټ ترمنځ د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک شو
-
تازه خبرونه3 days agoپه نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول
-
لوبی4 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ عمر ځواک هرات طوفان هرات ته ۰- ۱ ماتې ورکړه
-
سیمه ییز خبرونه1 day agoد جګړې د پای ته رسولو نوې هڅې؛ امریکا او ایران له منځګړو سره بېلابېل ولیدل
-
نړۍ2 days agoد صربستان ولسمشر له پارلماني ټاکنو مخکې له دندې ګوښه شو
-
تازه خبرونه1 day agoد ملګرو ملتونو خبرداری؛ مالي کړکېچ ۸.۳ میلیون کډوال له مرستو بېبرخې کولی شي
-
تازه خبرونه1 day agoامریکايي پلاوي د افغانستان جنګ په اړه له عاصم منیر سره ولیدل
