تازه خبرونه
افغانستان او پاکستان د اوربند په هوکړه کې درې بنسټیز شرطونه لري
دا شرطونه؛ له وسلوالو ډلو ملاتړ پای ته رسول، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اوربند ساتل او افغانستان ته د افغان کډوالو باعزته ستنېدا رانغاړي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د اسلامآباد او کابل ترمنځ د اوربند په هوکړه کې پر درې بنسټیزو شرطونو هوکړې ته رسېدلي دي.
دا شرطونه؛ له وسلوالو ډلو ملاتړ پای ته رسول، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې اوربند ساتل او افغانستان ته د افغان کډوالو باعزته ستنېدا رانغاړي.
له پاکستانيو رسنیو سره په خبرو کې خواجه محمد آصف ویلي؛ د دې تړون هدف په سیمه کې د تلپاتې سولې ټېنګېدا ده، چې بشپړ جزئیات به یې د اوکټوبر تر پېنځهویشتمې اعلان شي.
هغه ویلي؛ قطر او ترکیې د خبرو اترو منځګړیتوب وکړ او دا هوکړه یې د ثبات او همکاریو لپاره د افغانستان او پاکستان د لېوالتیا مثبته نښه وبلله.
د پاکستان دفاع وزیر ویلي؛ د اوربند دوام له وسلوالو ډلو څخه د ملاتړ د بندولو له ژمنې پورې اړه لري.
هغه خبرداری ورکړ: “که نفوذ بیا پیل شي؛ اوربند ممکن مات شي”.
هغه زیاته کړې، چې د اوربند خبرې یوازې د اسلامي امارت له حکومت سره ترسره شوې دي.
خواجه آصف زیاته کړې؛ د خبرو اترو لومړی پړاو په دوحه کې ښه او رغنده ترسره شو او “دواړو خواوو د باور د بیا رغولو او سولې ته د رسېدو لپاره ښه نیت او صادقانه هیله وښودله.”
هغه دا هم تائید کړې؛ د خبرو اترو دوهیم پړاو به روانه میاشت په ترکیه کې ترسره شي او دواړه خواوې به د راتلونکو همکاریو او د اوربند د پلي کولو د څارنې لپاره یو چوکاټ طرحه کړي.
آصف زیاته کړې، چې د افغان کډوالو بېرته ستنېدا به په تدریجي او انساني توګه له افغان چارواکو او نړیوالو بنسټونو سره په همغږۍ کې ترسره شي.
خواجه آصف د خپلو څرګندونو پر مهال دا هم ویلي: “که د افغانستان اسلامي امارت له هند سره اړیکې هم وساتي؛ مونږ پرې هیڅ اعتراض نلرو.”
هغه د خپلو خبرو په پای کې ټینګار کړی، چې د هوکړې بریالیتوب له صداقت او پليکېدا سره تړاو لري؛ ځکه، چې “د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوله په ټوله سیمه کې د ثبات بنسټ دی.”
تازه خبرونه
د آریانا یوه کارګو الوتکه کابل ته راورسېده
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
نن سېشنبه د آریانا افغان هوايي شرکت یوه کارګو بوینګ ۷۳۷-۳۰۰ لوتکه د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راورسېده.
آریانا افغان هوايي شرکت ويلي؛ دغه الوتکه د نړیوالو هوايي لارو له لارې د سوداګریزو توکو لېږد ته ځانګړې شوې، چې هره الوتنه د شاوخوا ۱۷ ټنو بار د لېږد وړتیا لري.
د دغه شرکت د څرګندونو له مخې؛ آریانا افغان هوايي شرکت د دې الوتکې د کارونې لپاره له متحده عربي اماراتو مېشتې« ایر چارتر اکسپرس» شرکت سره یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
د آریانا افغان هوايي شرکت رییس بختالرحمن شرافت ويلي؛ دغه شرکت د هوا له لارې د بار لېږد چوپړتیاوو د پراختیا، د صادراتو د زیاتوالي او د افغانستان د سوداګرۍ د پیاوړتیا لپاره هڅې کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د دغو چوپړتیاوو پیلېدا به له افغان سوداګرو سره مرسته وکړي، چې خپل محصولات پر مناسب لګښت او لنډ وخت بهرنیو بازارونو ته ولېږدوي.
تازه خبرونه
په کونړ او پکتیکا کې د پاکستاني پوځ د هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
د ذبیح الله مجاهد د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په کونړ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې یوه ښځه او دوه نرینه «شهیدان» شوي او دوه ښځې او دوه نرینه ټپیان دي.
ویل کېږي، ټول قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي دي.
تازه خبرونه
د پاکستان پوځ په کونړ کې د زلزله ځپلیو پر کمپ هوایي برید کړی
د کونړ امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان ويلي، په دې برید کې درې ملکي وګړي شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
-
تازه خبرونه4 days agoنړۍ باید« د افغانستان نوی واقعیت» ومني او خپله پالیسي بدله کړي – هند
-
تازه خبرونه4 days agoیوازې د بشري حقونو پر موضوع راڅرخېدا به په افغانستان کې بې پایلې وي – روسیه
-
څار5 days agoڅار: د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه
-
تحول5 days agoتحول: له امریکا سره د اړیکو لپاره د افغانستان پر چمتووالي ټینګار
-
لوبی2 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ ابومسلم فراه او آریانا خوست مساوي شول
-
نړۍ4 days agoپر کابل هوایي ډګر برید کوونکی محمد شریفالله په امریکا کې پر ۲۰ کاله بند محکوم شو
-
لوبی5 days agoد افغانستان اتلانو لیګ؛ آریانا خوست لوبه وګټله؛ عینو مېنه او خراسان فاریاب مساوي شول
-
تازه خبرونه5 days agoسراجالدین حقاني د ترکیې د استخباراتو له مشر سره وکتل
