تازه خبرونه
افغانستان او چین د واخان دهلېز او راتلونکو پراختیایي پروژو پر همکاریو ټینګار وکړ
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د چین سفیر په دې لیدنه کې د بدخشان ولایت د واخان د خام سړک د کار له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې چین په افغانستان کې لویې پراختیایي او بېخبنايي پروژې پر ښه کیفیت پلي کړي او په راتلونکي کې به هم دا همکارۍ له اسلامي امارت سره همغږه روانې وي.
د افغانستان د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویلي، چې د دې وزارت وزیر عبداللطیف منصور د افغانستان لپاره د چین له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدلي او پر پراختیایي پروژو او بېخبنايي همکاریو یې خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې؛ د چین سفیر په دې لیدنه کې د بدخشان ولایت د واخان د خام سړک د کار له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او وایي، چې چین په افغانستان کې لویې پراختیایي او بېخبنايي پروژې پر ښه کیفیت پلي کړي او په راتلونکي کې به هم دا همکارۍ له اسلامي امارت سره همغږه روانې وي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ژاو شینګ د څرګندونو له مخې زیاته کړې، چې چین له افغانستان سره پرلهپسې همکاریو ته ژمن دی.
دغه راز عبداللطیف منصور د چین له مرستو مننه کړې او وایي، چې افغانستان له خپلو ډېرو ګاونډ هېوادونو سره د ځمکې له لارې نښلول شوی؛ خو چین یوازنی هېواد و، چې له دې مخکې یې له افغانستان سره مستقیمه ځمکنۍ لار نهلرله.
هغه زیاته کړې، چې د واخان سړک له بشپړېدو سره اوس چین هم له افغانستان سره د ځمکې له لارې نښلول شوی او د دې لارې پاتې ودانیزې چارې چټکې روانې دي.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر همداراز ویلي، چې د افغانستان خلک د واخان سړک له نښلېدا ډېر خوشحاله دي او له چین یې غوښتنه کړې، چې د پراختیایي او بېخبنايي پروژو په ځانګړي توګه په محرومو سیمو کې نورې همکارۍ هم وکړي.
ویل کیږي، چې د دې لیدنې په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار کړی.